د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

کابل کې لاریون: طالبان دې ژر تر ژره د خصوصي شرکتونو د پېسو برخلیک معلوم کړي


ارشیف، کابل کې د یوه لاریون
ارشیف، کابل کې د یوه لاریون

د افغانستان د ملي پراختیايي شرکت نامعلوم برخلیک د یو شمېر خصوصي شرکتونه اندېښمن کړي.

د دې شرکتونو مسوولینو نن یکشنبه په کابل کې د یو لاریون په ترڅ کې وویل، له ملي شرکت سره یې د یو لړ لویو پروژو د عملي کېدو تړونونه لاسلیک کړي وو او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې یې یو شمېر پروژې عملي کړې هم وې، خو د نظام په بدلېدو سره یې پېسې تر اوسه نه دي ورکړل شوي.

د خصوصي شرکتونو یو مسول وویل: "لسګونو کسانو په دې پروژو کې کار کړی او د شپې له خوا یې خپلو اولادونو ته ډوډۍ وړله، خو اوس دغه چاره په ټپه درېدلې ده، زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې ژر تر ژره د خصوصي شرکتونو د پېسو برخلیک معلوم کړي."

دغو شرکتونو د کرنې او ودانیزو توګو د تولید برخه کې له ملي پراختیايي شرکت سره چې دولتي شرکت دی تړونونه لاسلیک کړي وو.

دغه لاریون کوونکي وايي، سره له دې چې دغو شرکتونو خپل کارونه تکمیل کړي دي، خو لا یې هم ۵۰ سلنه خپلې پېسې نه دي ترلاسه کړي.

د پراختیا له ملي شرکت سره د یو خصوصي شرکت قراردادي عثمان مومند وویل: "د ملي پراختیا شرکت یو دولتي شرکت دی، دغه شرکت د دولت په چوکاټ کې سترې زېر بنايي پروژې عملي کوي، خو د نظام په بدلېدو سره په دې شرکت کې هم بدلونونه راغلل، موږ د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کوو چې د دې شرکتونو پېسې ورکړي او هغه کارونه چې بشپړ نه دي د بشپړېدو لپاره یې زمینه برابره کړه."

خو د طالبانو د رسنیز دفتر غړی بلال کریمي وايي، ډېر ژر به دغه ستونزې حل شي: "د خصوصي شرکتونو د ستونزې په اړه باید ووایم چې اسلامي امارت د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره جدي کار کوي، د بانکونو او دغه شان د مالیې وزارت په برخه کې جدي کار روان دی، خو ځينې تخنیکي ستونزې شته، تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم شااوخوا ۹۸ سلنه ستونزې حل شوي او هیله لرو چې نږدې راتلونکي کې د خصوصي شرکتونو ستونزې هم حل شي."

دغه لاریون کوونکو له نړیوالو د کنګل شوېو پېسو د خلاصېدو غوښتنه هم وکړه.

دوی له ملګرو ملتونو او د اسلامي هېوادونو د همکاریو له سازمان څخه وغوښتل، څو پر امریکا د دې پېسو د خلاصېدو په برخه کې فشار راوړي.

پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره امریکا د افغانستان شااوخوا ۹ میلیارده ډالره پېسې کنګل کړې.

XS
SM
MD
LG