د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۵

واشنګټن پوسټ؛ د 'لال مسجد' خطیب: افغانستان کې د طالبانو واکمنېدل د خدای کار و

طالب ­پلوه خطیب مولانا عبدالعزیز
طالب ­پلوه خطیب مولانا عبدالعزیز
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد د لال مسجد یا سره جومات د خطیب په باب لیکنه خپره کړې، هغه جومات چې له کلونو راهیسې د مذهبي مبارزې د سنګر حیثیت لري او د تُندلارو کسانو د تبلیغ مرکز هم ګڼل کېږي.

په لیکنه کې راغلي: طالب ­پلوه خطیب مولانا عبدالعزیز په دغه جومات کې په زرګونو لمونځ ­کوونکي د افراطي وسله والو په ملاتړ د کېدونکو تبلیغاتو اورېدو ته جذب کړي دي.

دغه جومات چې څنګ ته یې د نجونو مدرسه هم ده، په ۲۰۰۷میلادي کال کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د خونړۍ محاصرې شاهد و چې د جومات په انګړ کې دننه افراطي وسله والو د یوې اوونۍ لپاره د امنیتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړ، په هغه پېښه کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي وو.

تر هغه وروسته د جومات خطیب، مولانا عبدالعزیز په څو جنايي تورونو تورن شو، خو تر پایه محکوم نه شو.

اوس چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د لال جومات خطیب مولانا عبدالعزیز وايي، د ده د ملګرو جګړې رنګ راوړی دی.

دغه ۵۸ کلن ملا روانه اوونۍ د جومات تر څنګ د نجونو په مدرسه کې چې په «جامعه حفصه» مشهوره ده او دی یې مهتمم دی، په یوه نادره مرکه کې وویل، په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدل د خدای کار و.

د هغې موافقې له مخې چې تېر کال د پاکستان له حکومت سره وشوه، مولانا عبدالعزیز نور په لال مسجد یا سره جومات کې وعظ نه کوي.

د اسلام اباد پولیسو د سېپټمبر پر ۱۸مه د مولانا عبدالعزیز پر خلاف دوسیه پرانیستې وه، هغه هم وروسته له هغې چې دغه خطیب، د جامعه حفصه پر ودانۍ د افغان طالبانو د لګول شوي بیرغ له لېرې کولو انکار وکړ.

واشنګټن پوسټ په خپله لیکنه کې د مولانا عبدالعزیز هغه خبرې هم رااخیستي چې ویلي یې دي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د امریکا ماتول به په پاکستان کې د اسلامي نظام د نافذېدو لپاره د دوی پر مبارزه هم مثبت تاثیر وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه دیني مدرسو په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې د افراطي ډلو په روزنه کې مهم رول لوبولی دی چې دغه ډلې تر ډېره له پاکستانه بهر نور اهداف په نښه کوي.

د لیکوال په باور، د طالبانو غورځنګ هم د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان په افراطي مدرسو او لشکرطیبه افراطي ډله کې تشکیل شو چې د هند خلاف نظریات لري.

  • ډېلي مېل

د بریتانیا ډېلي مېل ورځپاڼې په خپله خپرونۍ ګڼه کې د افغانستان پر موضوع د هندي او پاکستاني چارواکو پر تازه څرګندونو لیکنه خپره کړې ده.

د جمعې په ورځ هندي چارواکو په واشنګټن او په نیویارک یعنې ملګرو ملتونو په مقر کې د پاکستان پر سیاستونو انتقاد وکړ، بل خوا د پاکستان صدراعظم عمران خان له نړۍ غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره کار وکړي.

ډېلي مېل ورځپاڼې د فرانسې خبري اژانس په حواله لیکلي، د هند صدراعظم ناریندرا مودي د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د څلور اړخیزو خبرو پر مهال چې د امریکا او هند تر څنګ د اسټرالیا او جاپان مشران په کې حاضر وو، د پاکستان په اړه اندېښنه وښوده.

په سپینه ماڼۍ کې تر دغو خبرو وروسته په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر هراش وردان شرینګلا خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د پاکستان رول باید په دقت وڅارل شي.

د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو هم په وار- وار پر پاکستان تور لګاوه چې د افغان طالبانو په مرسته په افغانستان کې خپل ورانکارانه سیاستونه عملي کوي، خو اسلام اباد او طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG