د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

د کارول شوېو توکو د پلور بازار؛ "معاش مې نه دی اخیستی، د کور توکي پلورم"


د کابل ښار په یوه څنډه کې د کارول شویو توکو د پلور بازار
د کابل ښار په یوه څنډه کې د کارول شویو توکو د پلور بازار

کابل ته د طالبانو تر راتګ وروسته د کورونو د کارول شوېو توکو د پلورلو بازارونه دېر شوي او خلک تر پخوا ډېر خپل د کورونو کارول شوي توکي د پلور لپاره راوړي.

د کابل ښار ځینې اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، د لوږې او اقتصادي ستونزو له امله خپل د کورونو وسایل په کمه بیه پلوري.

فدا محمد چې مخکې په یوه دولتي اداره کې مامور و، هم دا شان یو بازار ته خپل د کور توکي د پلور لپاره راوړي دي.

دی وایي، دا کار له مجبوریته کوي: "د کور توکي مې د خرڅولو لپاره راوړي، خو دوی یې په مناسبه بیه نه پېري که یې واخلي هم په پیسو یې بېرته هېڅ هم نه شم اخیستلی، څه وکړم له مجبوریته یې پلورم درې میاشتې کېږي چې تنخوا مې نه ده اخیستې."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د مالېې وزارت چارواکو ویلي چې د دولتي کار کوونکو تنخواګانې به ورکړل شي، خو تر اوسه د ډېریو دغو کسانو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

کابل کې د کارول شویو توکو د بازار یوه څنډه
کابل کې د کارول شویو توکو د بازار یوه څنډه

کابل کې د کورونو د استعمال شوېو توکو یو بازار ته د میلاد په نوم یو کوچنی هلک هم له خپلې مور سره راغلی، دوی هم د خپل کور کارول شوي توکي د پلور لپاره راوړي دي.

میلاد وایي، پلار یې ترکیې ته تللی، دوی هم له افغانستانه د وتلو نیت لري، نو ځکه د کور توکي پلوري: "زه او مور مې دلته ځکه راغلي یو چې د کور توکي وپلورو، پلار مې ترکیې تللی موږ هم دا توکي ټول پلورو چې له یوې لارې وکولای شو پلار ته مې ورشو."

په دې وروستیو کې کله چې طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول، ډېری افغانان له افغانستانه ووتل او دا لړۍ لا هم روانه ده.

له دې سره کوم کسان چې د دغو توکو د پیر او پلور کار او بار کوي وایي، په دې وروستیو کې خلک د کور د وسایلو د پلور لپاره ورته ډېر مراجعه کوي خو پیرودونکي نه لري .

دوی وایي، مخکې به یې چې کوم جنس واخیست هغه به بېرته په مناسبه بیه پلورل کېده، خو د طالبان له لوري د کابل تر نیولو وروسته اوس څوک خپلو کورونو ته د توکو د اخیستلو لپاره ډېر زړه نه ښه کوي.

له دې ډلې غلام قادر ازادي راډیو ته وویل: "له دې وړاندې زموږ کار او بار ښه و، خو اوس چې څه اخلو هغه بېرته پلورلای نه شو خلک پیسې نه لري اقتصاد یې زیانمن شوی، موږ هم په دې یوه میاشت کې ډېر زیان وکړ."

غلام قادر وایي، کابل ته د طالبانو له راتګ مخکې یې په ورځ کې۵۰۰ افغانۍ هم ګټلې، خو په وینا یې اوس خبره د ۵۰ او ۱۰۰ افغانیو ده.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په دې اړه د دولتي کار کوونکو د تنخواګانو د ورکولو او د دوی د ستونزې د هواري په اړه د طالبانو نظر هم واخلي، خو مسوولینو يې اړیکه ځواب نه کړه.

XS
SM
MD
LG