د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

د افغان اویغوریانو د اندېښنو په اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکنه


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان اویغوریانو د اندېښنو په اړه یوه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه د ابراهیم په مستعار نوم د یو اویغور کیسه کوي چې کورنۍ یې ۵۰ کاله مخکې هغه مهال چې په چین کې پر مسلمانانو ژوند راتنګ شو افغانستان ته تښتېدلې ده.

ابراهیم افغانستان کې زېږېدلی او همدلته لوی شوی دی.

ورځپاڼه د نوموړي له قوله وايي، هغه او کورنۍ یې اوس له دې وېرېږي چې طالبان دوی بېرته چین ته په ستنېدو مجبوره نه‌کړي.

نیویارک ټایمز په دې مقاله کې وايي، له کلونو راهیسې چینايي چارواکو د افغانستان له مشرانو غوښتي چې هغه اویغور ټبري وسله‌وال له افغانستان څخه وباسي چې د چین د چارواکو په وینا دې هېواد کې یې پناه اخیستې.

چینايي چارواکي وايي دا وسله‌وال د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د بېلتون غوښتونکي ډلې غړي دي چې بیجېنګ‌یې د ۱۹۹۰ کلونو راهیسې په چین کې په یو لړ ترهګرو بریدونو کې په لاس لرلو ملامتوي.

نیویارک ټایمز وايي، دا روښانه نه‌ده چې افغانستان کې مېشت اویغوریان دې سملاسي له ګواښ سره مخ وي، خو د دوی ځیني وايي، دوی وېره لري که چېرې د چین شینجن ایالت ته واستول شي، نو بوږنوونکی راتلونکی به‌یې په تمه وي.

په دغه ایالت کې له ۲۰۱۷م کال راهیسې د چین حکومت نږدې یو ملیون اویغوریان په کمپونو کې بند کړي او هغوی چې له کمپونو بهر دي پرله‌پسې تر څارنې لاندې دي.

چین وايي، دا کمپونه د دې لپاره چې اویغور ټبري له افراطیت راوګرځوي او "روزنه ورکړي" ضروري دي.

  • ډیپلوماټ

ډیپلوماټ خپرونې بیا له افغانستان سره د بشري مرستو په وړاندې په خنډونو لیکنه کړې.

د دې لیکنې سرلیک دی "ایا نړۍ افغانستان ته مرستې رسولی شي؟"

خپرونه تر دې سرلیک لاندې لیکنه کې وايي د بشري مرستو کارپوهان په شدت غواړي چې له افغانستان سره مرسته وکړي، خو د دوی په وړاندې انتخابونه محدود دي په ځانګړې توګه که غواړي د طالبانو د لا پیاوړتیا مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د بېړنیو بشري مرستو د رسولو غوښتنه کړې ده. په دې لړ کې تازه د روغتیا نړیوال سازمان مشر خبرداری ورکړی چې که افغانستان سره د روغتیا په برخه کې مرسته ونه‌شي، په دې هېواد کې به یو روغتیايي ناورین رامنځته شي.

  • لاس انجلس ټایمز

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په هغو بدلونونو یوه تفصیلي لیکنه خپره کړې چې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په دې ښار کې رامنځته شوي دي. د دې لیکنې په یوه برخه کې راغلي، هر څه چې کابل کې د امریکا د ملت جوړونې د تېرو دوو لسیزو په تجربه کې رامنځته شوي وو، دې ښار ته د طالبانو په ننوتلو له‌منځه ولاړل.

د ورځپاڼې په وینا دا هر څه په هماغه سرعت له‌منځه ولاړل په کوم سرعت چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او د دې هېواد لپاره د واشنګټن ملاتړ لرونکی حکومت وپاشل شو.

لیکوال وايي دې سره دا پوښتنه راپورته شوه چې ایا د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ م کال راوروسته په تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان کې کوم تلپاتي څه جوړ کړي وو کنه؟

XS
SM
MD
LG