د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۰

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو اتحادیې د خبرداري او اعلامیې جزئیات څه دي؟

د نجونو او هلکانو محصلینو او زده‌کوونکو د ټولګیو د جلا کولو لپاره د طالبانو تازه اقدام
د نجونو او هلکانو محصلینو او زده‌کوونکو د ټولګیو د جلا کولو لپاره د طالبانو تازه اقدام

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو اتحادیې خبرداری ورکړی چې که په یوه اوونۍ کې طالبان د لوړو زده‌کړو او د مرکز او ولایتونو د پوهنتونونو په اړه پر خپلې پرېکړې بیا کتنه ونه‌کړي دا اتحادیه به جدي پرېکړه وکړي.

دوی په یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د پوهنتونونو د حقوقي حیثیت د خوندیتوب لپاره دې پوه او اکاډمیک کسان په علمي پوستونو وګوماري.

د پوهنتونونو استادانو دا اعلامیه وروسته له دې خپره کړه چې د لوړو زده‌کړو وزارت د کابل پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور عثمان بابري پر ځای محمد اشرف غیرت د کابل پوهنتون د رئیس په توګه معرفي کړ.

په دې موضوع عصمت څاروان د کابل پوهنتون له یوه استاد دوکتور عبدالله وردک سره مرکه کړې او لومړی یې د پوهنتونونو د استادانو د اتحادیې د اعلامیې په اړه ورڅخه جزئیات پوښتلي.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

XS
SM
MD
LG