د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې ته د بایډن پر وینا د سټارز انډ سټرایپس لیکنه


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • سټارز انډ سټرایپس

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې ته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر وینا څېړلې ده.

جو بایډن چې د ولسمشر په توګه‌یې د لومړي ځل لپاره روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته خبرې کولې وویل، زه په تېرو ۲۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره دلته په داسې وخت کې ستاسو مخته درېدلی یم چې متحده ایالات په جګړې کې نه‌دی.

سټارز انډ سټرایپس ورځپانه لیکي په منځني ختیځ او افریقا کې د امریکا له وړو نظامي مداخلو سره د ښاغلي بایډن دا خبره په ټکر کې ده چې ویې‌ویل ده د امریکا د جګړې زمانه پای ته رسولې ده.

د ورځپاڼې په باور لاهم تر درې زره ډېر امریکایي سرتېري په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد فعاله دي او په سومالیا او یمن کې هم امریکایي پوځیان د القاعده وسله‌والو پر ضد په جګړو کې برخه اخلي.

سټارز انډ سټرایپس بیا د امریکایي چارواکو په وینا څرګندوي که چېرته له افغانستانه چې یو وخت په‌کې طالبانو القاعده ته پناه ورکړې وه او اوس په‌کې د داعش یوه څانګه فعاله ده، د ترهګرو ګواښ څرګند شو، نو هلته به هم امریکایي ځواکونه عملیات وکړي.

طالبانو ژمنه کړې ده چې نړیوال ترهګر به نه‌پرېږدي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونه لیکي چې نړیوالو د طالبانو دا ژمنه ستایلې ده، همداراز یې د دې ډلې د دې خبرې هرکلی کړی دی چې ویلي یې دي په افغانستان کې به مخدره موادو ته اجازه نه‌ورکوي.

خپرونه وړاندې لیکي، کله چې طالبانو موقت حکومت اعلان کړ او په دې حکومت کې یې ښځو ته ځای ورنه‌کړ، همداراز یې د افغانستان اقلیتونه په‌کې په نظر کې ونه‌نیول، نو بېرته د نړیوالو اندېښنې زیاتې شوې.

په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د استازیتوب مسئله هم له دې اندېښنو سره غوټه شوې ده.

طالبانو په قطر کې د خپل سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل دایمي استازي په توګه معرفي کړی دی، خو په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د موضوع په خاطر د دې پر سر لا موافقه نه‌ده شوې.

نشنل انټرسټ خپرونه لیکي، د روسیې او چین په ګډون یو شمېر هېوادونه هڅې کوي چې له طالبانو سره د سوداګرۍ په برخه کې نږدې اړیکې ولري، خو بل لور ته د بریتانیا او کاناډا په ګډون یو شمېر هېوادونو ویلي دي چې طالبان به تر هغو په رسمیت ونه‌پېژني چې دوی د ټولو افغانانو استازیتوب ونه‌کړي او بشري حقونه رعایت نه‌کړي.

د امنیت شورا پنځو دایمي غړو، امریکا، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې هم د چهارشنبې په ورځ په یوه خوله پر طالبانو غږ وکړ چې داسې حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان په‌کې ځانونه وویني او د ښځو او نجونو حقونه په‌کې خوندي شوې وي.

XS
SM
MD
LG