د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۱

افغانستان

یونېسف: افغانستان کې د ماشومانو د سرخکان ناروغۍ شمېرې د اندېښنې وړ لوړې شوي

د یونېسف ادارې مشرانو په کابل کې د اتاتورک له روغتونه کتنه کړې
د یونېسف ادارې مشرانو په کابل کې د اتاتورک له روغتونه کتنه کړې

په افغانستان کې د یونېسف استازولي وايي چې د ماشومانو ترمنځ د سرخکان ناروغۍ شمېرې د اندېښنې وړ لوړې شوي.

د دې ادارې مشرانو نن په کابل کې د اتاتورک له روغتونه کتنه کړې چېرته چې په سرخکان د اخته ماشومانو درملنه په‌کې روانه ده.

د افغانستان لپاره د یونېسف یا د ماشومانو د وجهي صندوق په ټویتر باندې په دې تړاو په لیکلي بیان کې زیاته شوې چې د سرخکان د اندېښنې وړ شمېر قضیو زیاتېدل زیانمنونکي افغان ماشومان لا له خطر سره مخ کوي.

یونېسف ویلي دغو ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو ډاډمنول حیاتي ارزښت لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملي ټیم ویسټ اندیز ، او U-19 ټیم تانزانیا ته ماته ورکړه

دافغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف
دافغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم د چهارشنبې په ورځ د ویست انديز په وړاندې د ۳ شل اوریزو لوبو د سیریز دوهمه لوبه هم وګټله او دغه سیریز یې په خپل نوم کړ.

دبۍ کې ددغې لوبې پیل کې افغانستان بیټنګ وکړ او په شلو اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو،سیالې لوبډلې ته ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

د ویست اندیز ټیم یواځې ۱۵۰ منډې وکړې او په نولسم اور کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.

بلخوا، دافغانستان له ۱۹ کلونو د کم عمر لوبغاړو ټیم د چهارشنبې په ورځ تانزانیا ته په ماتې ورکولو په U-19 نړیوال جام کې دریمه پرله پسې بریا خپله کړه.

دافغانستان U-19 ټیم په داسې حال کې چې ۲۲۴ ټوپونه یې درلودل سیاله لوبډله په ۹ ویکټو ماته کړه.

دافغانستان U-19ټیم لدې مخکې په D ګروپ کې د جنوبي افریقا او ویست انډیز ټیمونو ته ماته ورکړې.

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلې تانزانیا ته هم ماتې ورکړه

د کرکټ د نولس کلنوکم عمره لوبډلو نړیوال جام سیالیو په ترڅ د افغانستان د کرکټ د تر ۱۹ کلنوکم عمره لوبډلې نن تانزانیا ته د نهو ویکټو په توپیرماتې ورکړه.

د تانزانیا لوبډلې د ټاس یا پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې د افغانستان لپاره د ۸۵ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبډلې وکولای شول د یوه لوبغاړي په سوځیدو دغه هدف پوره کړ. دا د افغانستان د کمکیوځوانانو د لوبډلې دریمه بریاده چې ترلاسه کوي یې.

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تردې مخکې په خپل ګروپ کې ویسټ ‌انډیزاوجنوبي افریقا ته هم ماتې ورکړې دي.

پرکییف د روسیې په تازه بریدونو کې د هستوګنې د په زرګونو ودانیو د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي

د اوکراین چارواکي وايي چې د سې شنبې په ورځ د اوکراین پرپلازمینې کییف د روسیې د پراخو بریدونو په نتیجه کې د هستوګنې ودانۍ او د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.
د کیف ښاروال، ویتالي کلیچکو، ویلي د دغو بریدونو له امله د هستوګنې د زرګونو ودانیود اوبو، بریښنا او د تودوخې سیستمونه قطع شوي دي.

د کلیچکو په وینا د نږدې شپږ زره ودانیو د تودوخې سیستم داسې مهال له کاره لوېدلی چې د کیف هوا تر منفي پنځلس درجې پورې رسېدلې. د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه بریدونه د اوکراین له لوري د دوی پرغیرنظامي اهدافو د بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي. خو اوکراین تل د روسي د غیرپوځي هدفونو د په نښه کولو تور رد کړی دی.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، ویلي چې د روسیې په دې بریدونو کې د ګڼ شمېر بالیستیک او کروز توغندیو او له ۳۰۰ زیات بې پیلوټه تهاجمي الوتکو څخه کار اخیستل شوی دی. د زیلنسکي په خبره، اوس مهال کیف له تر ټولو ناوړه وضعیت سره مخ دی ځکه د ګڼ شمېر استوګنیزو ودانیو تودوخه له کاره لوېدلې ده.

ریچارډ بینیټ: هیوادونه دې د بشریت پرضد د جرم په توګه د جنسیتي توپیرپالنې یا اپارټایډ د قانوني کولو ملاتړوکړي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ له هیوادونو وغوښتل چې د بشریت پرضد د جرم په توګه د جنسیتي توپیرپالنې یا اپارټاید د قانوني کولو ملاتړوکړي. بینیټ نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې وویل، په داسې حال کې چې په نیویارک کې د بشریت پر ضد د جرمونو د کنوانسیون په اړه بحثونه پیلیږي، دی د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض یا توپیرپالنې په اړه له کاري ډلې سره یوځای کیږي. په عین حال کې په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ استازي، چې چاري یې د پخواني جمهوري حکومت چارواکی نصیرفایق کوي، ویلي چې د ملګروملتونو په مقدماتي کمیټه کې یې د بشریت پرضد د مجازاتو او جنایتونو د مخنیوي پرفوري اړتیا ټینګارکړی. نوموړي په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د سیسټماتیکو او منظمو تاوتریخوالي قرباني دي. هغه ویلي چې په دې غونډه کې یې غوښتنه وکړه چې جنسیتي توپیرپالنې یا اپارټاید ته دې له قانوني پلوه د بشریت پرضد د یوه جنایت په توګه وګوري نه په سمبولیک ډول.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په ګډون د ملګرو ملتونو یو شمېر لوړ پوړو استازو د افغانستان وضعیت 'د جنسیت پر بنسټ اپارټایډ' بللی، خو تر اوسه پورې یې قانوني بڼه نده غوره کړې.

په عین حال کې په تیره تلې یا میزان میاشت کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ښځو او بشري حقونو لسګونو پېژندل شویو فعالانو او بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو څخه غوښتي چې جنسیتي اپارټایډ د جرمونو د کنوانسیون په مسوده کې شامل کړي.

UNHCR: په پاکستان کې د افغان کډوالو پرتګ راتګ محدودیتونو د هغوی ژوند سخت کړی دی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پرتګ راتګ لګېدلي محدودیتونه بنسټیزو خدمتونو او د عاید سرچینو ته د دوی لاسرسی سخت محدود کړی او ډېری کورنۍ یې له سختو مالي بحرانونو سره مخ کړې دي.

په هغه راپورکې چې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا اړوند ریلیف ویبپاڼه کې د سې شنبې په ورځ خپورشوی، هغو افغانانو چې په اسلام ‌اباد، راولپنډۍ او شاوخوا ولسوالیو لکه اټک کې ژوند کوي، له خپلو کورونو د ایستلو، د پولیسو له خوا د ځورونو، نیونو او شړلو د پېښو د زیاتوالي راپورونه ورکړي دي. د راپورله مخې په خیبر پښتونخوا ایالت کې سیمه ییزو چارواکو ته د کډوالو د مېشت ځایونو د بنسټیزو تاسیساتو د سپارلولړۍ ګړندۍ شوې. په دغو مېشت ځایونو کې د زده‌ کړې، روغتیا، اوبو او ټولنیزو سرچینو اسانتیاوې سیمه ییزو او ایالتي چارواکو ته سپارل شوي چې دې کار په خیبرپښتونخوا کې د بشري مرستو د فعالیت فضا په څرګند ډول بدله کړې.

د UNHCR د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۱،۱ میلیونه څخه ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې تر ۱۵۴ زرو ډېر کسان جبري ایستل شوي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرو له مخې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبرله میاشتې راهیسې تر ۱،۹ میلیونه ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي، چې په کې د POR او ACC کارټ لرونکي او بې اسناده کسان شامل دي. د POR کارټ لرونکي په هغه هیواد کې د کډوالو په توګه ثبت دي او د ACC کارټ لرونکي هم د افغان اتباعو په توګه ثبت دي چې محدود خوندیتوب لري.

یواین ایچ سي آر د ټولو هغو افغانانو شمیرچې دا مهال په پاکستان کې اوسي، شاوخوا ۲ میلیونه یاد کړی دی.

د افغانستان او ویسټ اینډیز د کرکټ لوبډلې نن یو ځل بیا سره مخامخیږي

ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې ده چې نن ماښام د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ویسټ اینډیز سره په شارجه کې مسابقه وکړي.

افغان لوبډلې د دوشنبې په ورځ هم په متحد عربي اماراتو کې له ویسټ اینډیز سره د شل اورونو لوبه وکړه چې هغه لوبه یې د اته دیرش منډو په توپیر وګټله.

په پام کې ده چې د افغانستان او ویسټ اینډیز لوبډلې سبا هم سره مخامخ شي.

د شل اورونو دا درې لوبې نړیوال جام ته د تیارو لپاره دي.

ټاکل شوې ده چې د شل اورونو د کرکټ نړیوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربتوب د فبروري په اوومه پيل شي او نژدې یوه میاشت دوام وکړي.

په نړیوال جام کې افغانستان په ( ډي) ګروپ کې له جنوبي افریقا، نیوزیلنډ، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره یوځای شوی دی.

له نولس کلنو کم عمره افغان لوبډله په نړیوال جام کې نن له تانزانیا سره مخامخیږي

له نولس کلونو لږ عمره افغان کرکټ لوبډله
له نولس کلونو لږ عمره افغان کرکټ لوبډله

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنوکم عمره لوبډله به نن چهارشنبې د کرکټ د نولس کلنوکم عمره لوبډلو نړیوال جام سیالیو په ترڅ له تانزانیا سره مخامخ شي۔

دا لوبه به د نامیبیا د پلازمینې ویندهوک د کرکټ په لوبغالي کې د کابل په وخت له غرمې مخکې په یولسو بجو پیل شي۔

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تردې مخکې په خپل ګروپ کې ویسټ ‌انډیزاوجنوبي افریقا ته ماتې ورکړې اوتراوسه په خپل ډي ګروپ کې د جدول په سرکې دی. دا نړیوال جام د زیمبابوې او نامیبیا په ګډ کوربتوب ترسره کېږي چې پایلوبه به یې د فبروري په ۶ وي.

نن د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې

د طالبانود حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندنې ریاست نن چهارشنبه د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د درنې واورې، باران، تالنده بریښنا او تیزو بادونو د پیښیدو اټکل کوي.

دې ریاست په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې، ویلي چې په بلخ، فاریاب، سرپل، بادغیس، فراه، غور، هلمند کندهار، رزګان، دایکندي، بامیان، زابل، غزني، میدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشیراو بغلان ولایتونوکې د سالنګونو په ګډن د باران کچه په بیلابیلو سیمو کې له لسو څخه تر۲۵ ملي مترو پورې او د واورې کچه له لسو څخه تر۴۵ سانتي میترو پورې اټکل کیږي. د دې ادارې په خبره په مرکزي، شمال لویدیځو او جنوبي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د تیزو بادونو د پیښیدو امکانات شته چې سرعت به یې په بیلابیلو سیمو کې له پنځوسو نه تر۹۵ کیلومتره په ساعت کې وي.

د هواپیژندنې ادارې همدارنګه په ګرمسیرو ولایتونو کې د سیلابونو وړاندوینه کړې ده.

د کابل په برید کې دوه چینایان وژل شوي

په کابل کې د جنوري د ۱۹ مې چاودنه
په کابل کې د جنوري د ۱۹ مې چاودنه

په کابل کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د دوشنبې د ورځې په برید کې د دوو چینایانو په ګډون اووه تنه وژل شوي او شاوخوا دیارلس نور ټپيان شوې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د یوه چینایي د وژلو او د بل د ټپي کیدو خبر و رکړی و.

د کابل په ګلفروشي کوڅه کې د چینایانو پر یوه رستورانت د ( جنوري په ۱۹ مه) له یوې چاودنې وروسته دا مرګ ژوبله اوښتې ده. داعش خراسان څانګې د دې برید مسوولیت منلی دی.

چین د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د چینايانو امنیت تامین کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبې د (جنوري۲۰مه) ویلي،"بجینګ په فوري توګه له افغان چارواکو غواړي چې د دوشنبې د ورځې د برید د ټپیانو د درملنې لپاره د پام وړ هڅې وکړي او د چینايي وګړو د امنیت د تامین لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي".

بل پلو، چین خپلو اتباع ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د فوټسال ملي لوبډ‌لې ویتنام ته ماتې ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې نن سه شنبې په خپله دویمه لوبه کې ویتنام ته ماتې ورکړه.

دا لوبه چې د ویتنام په کوربتوب ترسره شوه، افغان لوبډله وتوانیده پنځه د دوو پر وړاندې ویتنامي لوبډلې ته ماتي ورکړي.

وړمه ورځ افغان لوبډلې په تمریناني لوبه کې ویتنام ته پنځه د درې پر وړاندې ماتې ورکړې وه.

تمه ده د فوټسال ملي لوبډله له دې بریا وروسته نن شپه په دوو لوبو کې چې د تایلنډ په وړاندې دي دغه هېواد ته سفر وکړي.

دا لوبې د۲۰۲۶کال په اسیا جام سیالیو کې د چمتوالي په موخه ترسره کیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG