د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

ګارډین: د طالبانو دوه مهم مشران ولې په عام محضر کې نه‌راڅرګندېږي؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ګارډین

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې په کابل کې خلک پوښتنه کوي چې د طالبانو دوه مهم مشران ولې په عام محضر کې نه‌راڅرګندېږي؟ یوه لیکنه خپره کړې ده.

ګارډین لیکي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده او د هغه مرستیال او د دې ډلې یوه نوموتې څېره ملا عبدالغني برادر نه‌دي لیدل شوي. د ورځپاڼې په لیکنه له یو شمېر افغانانو سره داسې پوښتنې پیدا شوي چې ایا دغه دواړه مشران ژوندي دي؟

له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده هېڅکله هم په عام محضر کې نه‌دی راڅرګند شوی، خو د هغه مرستیال ملا برادر ډېر ځلې لیدل شوی، خو په وروستیو څو ورځو کې یې غیابت ډېرې پوښتنې راولاړې کړې دي.

که څه هم د طالبانو ویاندویانو هغه اوازې چې ګواکې دواړه مشران مړه شوي، رد کړي او د قطر د دفتر ویاند څو ورځې مخکې په خپله ټویټرپاڼه کې ملا عبدالغني برادر ته منصوب یو غږیز پیغام ایښی و چې نوموړی په‌کې د خلکو اوازې ردوي او وایي په یوه مشورتي سفر کندهار ته تللی دی.

دغه‌راز د هغه یوه مرستیال هم د دوشنبې په ورځ د ملا برادر په قلم د یوه لیک تصویر خپور کړی و چې وایي، دی په کندهار کې دی.

د ګارډین په لیکنه دا چې اوس طالبان په قدرت کې دي او ملا برادر چې د رسنیو په وړاندې د دې ډلې یوه پېژندل شوې څېره وه، په وېډیو کې نه‌راڅرګندېږي، له افغانانو سره‌یې شکونه نور هم زیات کړي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه که څه هم د ملا بردار یوه وېډیو انلاین شریکه شوې چې نوموړی په کندهار کې ښکاري، خو دا نه‌ده څرګنده چې دغه وېډیو کله اخیستل شوې.

ګارډین ورځپاڼه د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې په وینا لیکي چې ویلي يې دي ملا برادر د نوي حکومت د جوړېدو په اړه د طالبانو په خپلمنځي اختلافاتو کې ماتې خوړلې وه. د هغه حکومت چې تر اعلانېدو مخکې یې د ملا برادر د مشرۍ خبره ډېره ګرمه وه، خو نوموړي ته په‌کې د مرستیالۍ دنده ورکړل شوې.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه په کانګرس کې تندو بحثونو ته پام اړولی او لیکي، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن څخه سختې پوښتنې وشوې او د جمهوري‌پالو غړو له سختو انتقادونو سره مخامخ شو.

د ورځپاڼې په لیکنه د دې کمېټې جمهوري‌پال غړي مایکل مک‌کاول وویل، دی له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستل په یوه کلمه کې خلاصه کوي، یعنې خیانت او زیاته‌یې کړه چې هغه امریکا چې دی یې پېژني تل په خپلو ژمنو عمل کوي.

هغه همدا شان ویلي زموږ د پوځ یوه مهمه ژمنه دا ده چې هېڅوک به تر شا نه‌پرېښودل کېږي، خو تاسو دغه ژمنه تر پښو لاندې کړه.

له افغانستانه د اګسټ تر ۳۱مې پورې امریکایي ځواکونو او متحدانو یې د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه په دوو اوونیو کې له ۱۲۷ زرو زیات کسان وایستل، خو ویل کېږي چې د امریکایي اتباعو په ګډون په زرګونه نور افغانان چې له امریکا سره‌یې په تېرو ۲۰ کلونو کې همکاري کړې او اوس‌یې ژوند په خطر کې دی، هلته پاتې دي.

XS
SM
MD
LG