د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

کرزی: د حکومت د ټولشمولۍ لپاره نور هڅو ته اړتیا ده


پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د طالبانو د یو مشر انس حقاني سره په کابل کې د لیدنې پرمهال
پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د طالبانو د یو مشر انس حقاني سره په کابل کې د لیدنې پرمهال

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وايي طالبانو اوس یوه سرپرسته کابینه اعلان کړی او دا هیلمند دی چې د ټولشمولۍ لپاره به یې راتلونکې کې اقدامات وشي.
ښاغلي کرزي له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې همدارنګه د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت په رسمیت پیژندل هم مهم بللي او ویلي یې دي چې طالب مشران او نور افغانان باید ددې لپاره کار وکړي څو نړیواله ټولنه د افغانستان حکومت په رسیمت وپیژني او مرستې ورسره وکړي.
پخواني افغان ولسمشر په دې مرکه کې وویل چې له یو شمېر طالب مشرانو سره یې په لیدنو کتنو کې دا درد کړې چې طالبان به اوسني حکومت کې د نورو د شمولیت لپاره اقدامات وکړي.
ښاغلي کرزي په پنجشیر کې د جګړې په رامنځ ته کیدو خواشینی وښوده او ویې ویل چې هیلمند په راتلونکې د دواړو خواوو ترمنځ نوره جګړه ونه شي او پاتې مسالې په خبرو هوارې شي.
حامد کرزي وویل د " طالبانو د اسلامي تحریک " مشرانو ته یې مشوره داده چې خپلو مخالفانو ته دې غیږه پرانیزي او ښځو او نجونو ته دې د کار او زده کړو شرایط برابر کړي.
له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره دا مرکه اجمل اند کړی او په سر کې یې ترې پوښتلي چې تاسو اوس په کابل کې په کومو هڅو بوخت یئ او له خلکو او طالب مشرانو سره مو لیدنې کتنې پر څه راڅرخي؟

دا مرکه دلته اوریدلی شئ

له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره بشپړه مرکه واورئ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:16:17 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG