سږکال د سپټمبر په ۱۱مه پر امریکا د تروریستي بریدونو شل کاله پوره شول.
د القاعده شبکې دې تروریستي حملو نه یوازې امریکا بدله کړه بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو او له هغې ډلې په افغانستان کې چې امریکا پوځي برید وکړ ژورو بدلونونه راوستل.
د ازادي راډیو خبریال احمدتکل د اریانا ټلوېزیون له ویاندې او د ښځو د حقونو له فعالې فوزیه وحدت سره مرکه کړې او پوښتنه یې کړې چې د سېپټمبر یوولسمې د دې پر ژوند څه اغیز درلود؟
د دې مرکې اورېدلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:
-
احمد تکل
احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي.