د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

مېل: د طالبانو له لوري د افغانستان نیولو سخت‌دریځي زړه‌ور کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • وارنګټن ګارډین

وارنګټن ګارډین ورځپاڼې د افغانستان په اړه د یوه پخواني یرغمل نظر خپور کړی دی.

۸۲ کلن ټیري وایټ په ۱۹۸۷ کې په لبنان کې د ترهګرو له لوري پنځه کاله برمته و.

دی وايي چې د افغانستان کړکېچ په یرغل نه حل کېږي.

وایټ چې ډېر کلونه پخوا افغانستان ته تللی و د دغه هېواد د جغرافیې پر سختوالي، د خلکو پر کلکوالي او زړه‌ورتوب پوهېږي.

ښاغلی وایټ وايي، په ډاډ ویلی شي چې په جګړې او یرغل د افغانستان ستونزې څوک نه‌شي حل کولای.

د ده په نظر لوېدیځوال کله کله ژر جګړې ته مخه کوي او فکر کوي چې په جګړې به ستونزې حل کړای شي.

وایټ زیاته کړه، اورېدلي یې دي چې طالبان یو څه بدل شوي او هیله لري چې دا رښتیا وي.

  • مېل

د بریتانیا مېل ورځپاڼې د خپل هېواد د استخباراتي ادارې د مشر پر خبرداري لیکنه خپره کړې ده.

د بریتانیا د داخلي استخباراتو یا ایم ای ۵ عمومي رئيس کین مکالم ویلي چې د طالبانو له لوري د افغانستان نیولو سخت‌دریځي زړه‌ور کړي او دا د القاعده شبکې د بېرته راتګ او پر لوېدیځ د حملو سبب کېدای شي.

مکالم د جمعې په ورځ په یوه مرکه کې همداراز وویل، د ناټو ځواکونو د وتلو او د افغانستان د حکومت د پرځېدو له کبله بریتانیا له لا زیات خطر سره مخامخېدای شي.

د بریتانیا د استخباراتي ادارې رئيس باور لري چې د ترورېستي حملو یا د ترهګرو د روزلو په اړه د ترورېستانو نظر په یوه شپه کې نه‌شي بدلېدای او هماغسې حمله کولای شي چې القاعده شبکې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه نېټه د امریکا په متحده ایالاتو کې کړې وه.

د بریتانیا د داخلي استخباراتو رئيس دا هم وویل چې په تېرو ۴ کلونو کې یې د ۳۱ ترورېستي حملو پلانونه شنډ کړي. ده په دې اړه چې بریتانیا د ۲۰ کاله پخوا په پرتله اوس خوندي ده او که نه‌ده؟ وویل، دا سخته ده چې په دې اړه څه ووايي.

مکالم په عین حال کې ومنله چې نن سبا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر ۱۱مې د مخکې وخت په پرتله زیاتې دسیسې شنډوي، خو په متوسط ډول دا دسیسې وړې او لږ پېچلې دي.

XS
SM
MD
LG