د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

د ملاهبت الله اعلان به طالبانو ته په نړیوال ډګر کې ستونزې جوړې نه کړي؟ 


مجید قرار
مجید قرار

د طالبانو لوی مشر ژمنه کړې چې په افغانستان کې به شریعت نافذ کړي.

ملاهبت الله اخوندزاده د سې شنبې په ورځ د نوي حکومت له اعلان وروسته په خپل لومړني بیان کې وویل، د راتلونکي افغانستان د حکومتوالۍ او ژوند ټولې چارې به د اسلامي شریعت د سپېڅلو قوانینو پر اساس تنظیمېږي.

په بیان کې راغلي دي چې افغانستان به ټولو نړیوالو میثاقونو ته چې له اسلام سره په ټکر کې نه وي ژمن پاتې شي.

نړیوالې ټولنې پر طالبانو د دوی د تېرې واکمنۍ په کلونو کې د شرعي قوانینو پر اساس د حکمونو له کبله سخت انتقادونه کول، خو اوس چې طالبان او ځینې نور په طالبانو کې د بدلون خبره کوي، د شریعت تطبیق به په کومه معنا وي.

د ازادي راډیو خبریال احمدتکل په کاناډا کې له دېره شنونکي او سیاسي فعال مجید قرار سره په دې اړه مرکه کړې.

ښاغلي قرار په پیل کې دې سوال ته ځواب وايي، چې ایا دا اعلان به د طالبانو لپاره په نړیوال ډګر کې ستونزې جوړې نه کړي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:38 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG