د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبغاړو تر منځ یوه شل اوورېزه لوبه نن د کابل په سټډیوم کې پیل شوې.
د یوې لوبډلې کپټاني حشمت الله شهیدي کوي او د بلې هغې ګلبدین نایب.
د حشمت الله شهیدي لوبډله چې د سولې اتلان نومیږي د نننۍ لوبې پچه ګټلې او د ګلبدین نایب په مشرۍ ټیم سولې اتلان پر وړاندې د بېټینګ پرېکړه کړې ده.
شهیدي د لوبې تر پیل مخکې له خلکو غوښتي و چې میدان ته ورشي او لوبه وړیا وګوري.
کرکټ بورډ ویلي چې دا شل اوورېزه لوبه یې د خپلواکۍ جام په نوم برابره کړې ده چې په کې د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي ګډون لري.
په نننۍ لوبه کې د افغانستان د کرکټ ځینې مشهوره څېرې لکه راشد خان، مجیب رحمان او محمد نبي حضور نه لري ځکه دوی دمګړی اکثر به بهرنیو لیګونو کې مصروفه دي.