د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

ګارډین: بریتانیا باید له نوي حقیقت سره ځان عیار کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • انډپنډنټ

انډپنډنټ ورځپاڼه لیکي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته اوس اروپایي ټولنه پر دې غور کوي چې د امریکا له متحده ایالاتو پرته په راتلونکي کې کړکېچونو ته څرنګه ځواب ورکړي.

ورځپاڼه د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د پنجشنبې ورځې غونډې ته اشاره کوي چې دا مسئله په‌کې څېړل شوې ده.

انډپنډنټ بیا لیکي، د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو دفاع وزیرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو په خپلو غونډو کې چې د ناټو او ملګرو ملتونو چارواکو هم په‌کې برخه لرله پر دې بحث وکړ چې د چټک غبرګون داسې ځواک جوړ کړي چې د سختو پوځي ګواښونو پر مهال د ځواب ورکولو جوګه وي.

ورځپاڼې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشر جوزف بورېل خبرې هم رااخیستي چې وایي، د اروپا د دفاع لپاره کله هم دومره اړتیا نه‌لیدل کېده لکه د افغانستان له پېښو وروسته چې اوس محسوسه ده.

ښاغلي بورېل زیاته کړه چې داسې پېښې شته چې د تاریخ پاڼې اړوي او د ده په فکر په دې اوړي کې د افغانستان پېښې همداسې پېښې دي.

  • ګارډین

د لوېدیځ بلې خپرونې ګارډین قطر ته د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر پر سفر لیکنه خپره کړې ده. ډامنېک راب پرون په پلازمېنه دوحه کې د قطر له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

ورځپاڼه لیکي د قطر له بهرنیو چارو وزیر سره تر لیدو وروسته ډامنېک راب وویل، بریتانیا باید له نوي حقیقت سره ځان عیار کړي.

د ګارډین په وینا ښاغلی راب په کور دننه د اپوزېسیون له لوري د بهرني سیاست له امله تر فشار لاندې دی او ده په دوحه کې پرون دا هم وویل چې طالبان به په رسمیت ونه‌پېژني، خو دا اړتیا شته چې له دې ډلې سره په مستقیم ډول په ارتباط کې وي.

  • مېل انلاین

بلې خپرونې مېل انلاین په خپله تازه ګڼه کې د کابل په هوایي ډګر کې د الوتکو او پوځي موټرو د تخریب په اړه لیکنه خپره کړې ده او د الجزیرې د یوه خبریال په وینا لیکي چې دی میدان ته ورغلی دی، طالبان ډېر غصه ښکاري او داسې فکر کوي چې له دوی سره خیانت شوی دی.

خپرونه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د مشر جنرال فرانک مک‌کنزي په وینا لیکي، د امریکایي پوځیانو د وتلو په وخت ۷۳ الوتکې او هلیکوپټر تخریب شوي دي.

خپرونې د الوتکو او هلیکوپټرو او پوځي وسایطو عکسونه هم خپاره کړي او لیکلي یې دي چې د امریکایانو دې عمل طالبان نهیلي کړي دي.

خپرونه وړاندې لیکي، د الجزیرې خبریال طالبانو ته ویلي دي چې امریکا به نو ولې دوی ته دا تجهیزات روغ رمټ سپارل؟ طالبانو ویلي دي چې دا خو د افغانستان ملي شتمني وه او دوی واکمنان دي باید دوی ته‌یې سپارلي وی.

خپرونه وړاندې لیکي، شااوخوا ۴۸ الوتکې چې امریکا او متحدانو یې نه‌دي وړي او نه‌دي تخریب کړي اوس طالبانو ته رسېدلې دي.

خپرونه بیا لیکي دې ډلې اوس هم دومره هوایي ځواک ترلاسه کړی دی چې تر ۱۰ هغو هېوادونو پیاوړی دی چې د ناټو غړي هم دي. د دې الوتکو ترڅنګ امریکا ۲۰۰ ملکي امریکایان، ۷۰ زغروال ګاډي او ۲۷ هاموې هم پرېیښې دي.

XS
SM
MD
LG