افغانستان
ځینې ننګرهار میشتي د بانکونو بندښت له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي
د ننګرهار اوسېدونکي وايي، د بانکونو بندېدو له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.
د بانک په اوږدو لیکو کې یو شمېر ولاړو کسانو ازادي راډیو ته وویل، که بانکونو ته د فعاليت اجازه ورنه کړل شي، نو خلک به د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ شي.
په کابل کې بیا یوازې د بانکونو مرکزي څانګې پرانېستل شوي او خلک له څو ورځو راهیسې په اوږدو لیکو کې د پېسو اخیستلو لپاره انتظار کوي.
تردې وړاندې بیا یو شمېر کوچني کاروباریان وایي چې بانکونه په اوونۍ کې ډېرې کمې پیسې د دوی په واک کې ورکوي چې خپل کاروبار پرمخ نه شي وړلی.
د افغانستان مرکزي بانک، د بانکونو له ټولنې سره په همغږۍ ویلي چې انفرادي بانکي حساب لرونکو ته په اوونۍ کې له ۲۰۰ ډالرو یا شل زرو افغانیو ډېرې پیسې ور نه کړل شي.
دغه پرېکړه ګڼو نېوکو سره مخ شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغان فوټبال لوبډلې په کافا سیالیو کې له تاجکستان څخه ماتې وخوړه
د افغانستان د فوټبال له شل کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې د تاجکستان له سیالې لوبډلې څخه دوه د صفر په وړاندې ماته وخوړه.
دا لوبه د جمعې په ورځ ( د مې ۱۵ مه)د منځنۍ اسیا د «کافا ۲۰۲۶» سیالیو په لړ کې تر سره شوه.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې په دې سیالیو کې خپلې دوې لوبې پر ازبکستان او ترکمنستان بایللې دي.
د افغانستان وروستۍ لوبه به د یکشنبې په ورځ (د ثور میاشتې په ۲۷مه) د قرغیزستان پر وړاندې وي.
په دغو سیالیو کې چې په تاجکستان کې روانې دي د کوربه هیواد ترڅنګ د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان او قرغیزستان له شل کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلو برخه اخیستې ده چې پایلوبه به یې د مې په اوولسمه وي.
د بریتانیا شهزاده د افغانستان د جګړې فلم جوړوي
د بریتانیا شهزاده هري او د هغه میرمن میګان د افغانستان د جګړې په اړه له نیټ فلیکس سره یو فلم ډکوي.
د دې فلم نوم دی، د تېښتې لاره نه شته او خلک محاصره دي. دا فلم د ادم جاوټ په نوم د یوه کس د رښتوني خاطرو پر بنسټ جوړیږي.
په دې فلم کې د بریتانیا د یوه پوځي واحد کیسه رااخیستل شوې ده چې په ۲۰۰۶ کال کې په هلمند کې دیره و او طالبانو سخت بریدونه پرې کول.
د ټیلیګراف ورځپاڼې د راپور له مخې د فلم له دې موضوع سره شهزاده هري اشنا دی، ځکه چې هغه له بریتانوي پوځیانو سره یوه موده په هلمند کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې تیره کړې ده. دی په دوه زره اووم کال کې هلمند ته واستول شو او بیا وروسته د اپاچي هیلکوپتر د پيلوټ په توګه افغانستان ته ولاړ. شهزاده هري د بریتانیا په پوځ کې له لس کلن خدمت وروسته په دوه زره پنځلسم کال کې له اردو بیل شو.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دافغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي سره ولیدل
د قطر دبهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفی د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیائویونگ، سره په دوحه کې لیدلي او په افغانستان کې یې د امنیت او ثبات د ټینګښت په لارو چارو خبرې وکړې.
دقطري رسنیو د رپوټ په اساس ، ددغو خبرو په ترځ کې چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوې افغانستان کې وروستي تحولات وڅيړل شول او په دغه هیواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په لارو چارو خبرې وشوې.
خبر زیاتوي چې قطري چارواکي ټینګار کړی چې دوحه له سوله ایزو لارو دلانجو دحل او سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د تقویت لپاره د هلوځلو بشپړ ملاتړ کوي.
د یادونې وړ ده چې دنورو هیوادونو ترڅنګ قطر او چین هم د افغانستان او پاکستان ترمینځ دروان کړکیچ د حل لپاره هلې ځلې کړي چې په وروستیو دا ډول هلوځلو کې د چین ارومچي ښار د پاکستان او طالبانو دخبرو کوربه وو.
د چین ځانګړي استازي قطر ته له سفر دوه ورځې مخکې افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره ولیدل او د ارومچي د خبرو د بهیر پر دوام او اغېزمنتیا ټینګار وکړ.
روانه اونۍ سلګونه افغان کډوال چې پاکستان کې بندیان وو، ازاد او افغانستان ته ستانه شوي دي
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو د چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې لدې جملې ۴۸۱ تنه د تورخم او ۸۰ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
خبر زیاتوي چې په دوی کې داسې کورنۍ او افراد شامل وو چې د اقامت په سندونو کې د ستونزو له امله نیول شوي وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ «یو این ایچ سي ار» او د کډوالۍ نړیوال سازمان « آي او ايم» څو ورځې مخکې په خپل ګډ راپور کې وویل چې په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې د پولیسو له لوري ۲۲۸۷ افغان وګړي نیول شوی او بندیان شوي دي.
ملګري ملتونه وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې له دوه میلیونه ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي او نږدې دوه میلیونه نور لا هم په دې هیواد کې میشت دي.
روسیه وايي افغانستان کې د طالبانو حکومت سره «بشپړ شراکت» رامینځ ته کوي
د روسیې یو لوړپوړی امنیتي چارواکی وايي چې مسکو افغانستان کې د طالبانو حکومت سره «بشپړ شراکت» رامنځته کوي او د سیمې نور هېوادونه هم هڅوي چې له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
رویترز خبري اژانس رپوټ ورکوي چې انټرفکس خبري اژانس د روسیې دامنیت شورا منشي سرګي شویګو له قوله خپره کړې چې له کابل سره همکاري د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ده.
شویګو د پنجشنبې په ورځ بیشکیک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د غړو هېوادونو د امنیتي چارواکو غونډې ته ویلي چې مسکو له طالبانو سره «عملیاتي او واقعبینانه خبرې اترې» پر مخ وړي، چې په کې امنیت، سوداګري، کلتور او بشري مرستې شاملې دي.
شویګو زیاته کړه چې د شانګهای همکارۍ سازمان باید له افغانستان سره خپله د اړیکو ډله بېرته فعاله کړي.
هغه داهم وویل چې د بېلابېلو اټکلونو له مخې، په افغانستان کې له شلو څخه د زیاتو ډلو شاوخوا ۱۸ زره تر ۲۳ زره پورې جنګیالي فعالیت کوي.
روسیه د نړۍ په سطحه یواځنی هیواد دی چې تېر کال یې افغانستان کې دطالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند.
د شانګهای د همکارۍ سازمان کې چې لس غړي هیوادونه لري د روسیې ترڅنګ چین، هند، ایران، پاکستان اود پخواني شوروي اتحاد یو شمیرهېوادونه شامل دي.
اروپايي اتحادیه افغانستان کې په نجونو او ښځو باندې د لګول شویو محدودیتونو دلیرې کیدو پر اړتیا ټینګار کوي
افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ یوځل بیا په نجونو او ښځوباندې د لګول شویو محدودیتونو دلیرې کیدو پراړتیا ټینګار کوي.
د اروپايي اتحادیې استازولۍ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام وروستي رپوټ ته په اشاره وايي چې اروپايي اتحادیې افغانانو ته خپل ملاتړ او اولویتونه وړاندې کړي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې افغانان له جدي ننګونو لکه ناداري ، خوراکي نا امني ، داقلیمي بدلون اغیزو ، او په نجونو او ښځو باندې محدودیتونو سره مخ دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې واک ته له ستنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو او ښځو په زده کړو او تحصیلاتو بندیز لګولی دی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونسیف) د اپرېل په ۲۸ مه خبرداری ورکړ، چې د نجونو پر زده کړو روان بندیز کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څه دپاسه شل زره ښځینه ښوونکو او پنځو زرو روغتیایي کارکوونکو کمښت رامینځ ته کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام: سږکال په افغانستان ۵ ملیونه کسان د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي
د ملګروملتونو یو چارواکی وایي، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې او د ایران جګړې بیې او د ټرانسپورت لګښتونه نه وای لوړ کړي، نو ملګرو ملتونو کولی شوای چې په افغانستان کې یو میلیون نور هغه ماشومان چې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي، تغذیه کړي. د ملګروملتونو د خوړو پروګرام، ډبیلو ایف پي اجرایوي مرستیال کارل سکاو فرانسپرس خبري آژانس ته وویل چې افغانستان اوس د خوړو له یوه بحران سره مخ دی او زیاته یې کړه، "تېر کال دغه بحران ډیرژور و چې هېڅکله مو نه و لیدلی. سږ کال تر هغه لا بدتر دی."
د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې په افغانستان کې سږ کال پنځه میلیونه ښځې او ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
دې پروګرام ویلي چې په دې هیواد کې اړو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره یې تراوسه کافي بودیجه نده ترلاسه کړې.
په کونړ کې په یوه کور کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
د طالبانو د حکومت یوې باوري سرچینې په کونړکې په یوه کورکې د چاودنې پخلۍ وکړ خو وایي چاودنه د پخوانیو چاودیدونکو موادو د چاودلو له امله رامنځ ته شوې ده. دې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې په ډاګه شي ازادي راډیو ته یوازې دومره وویل چې چاودنې مرګ ژوبله اړولې خو په دې اړه یې نورجزییات ورنکړل. د کونړد عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې هم ازادي راډیوته تایید کړه چې چاودنه د پیچ درې په کنډه ګل کلي کې رامینځته شوې او د پیښې له ځایه مړي ټپیان د کونړروغتون ته لیږدول شوي. دې سرچینې د مړو او ټپیانو دقیق شمیرونه ښود خو ویې ویل چې وروسته به په دې اړه نور جزییات له ازادي راډیو سره شریک کړي. په کونړکې د چادونې خبره داسې مهال کیږي چې د یوشمیررسنیو د راپورونو له مخې پاکستان په کونړاو غزني ولایتونو کې تازه بریدونه کړي خو د طالبانو سرچینې هغه رد کړل.
په افغانستان کې د پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي
په افغانستان کې د پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي.
له "پولیو پاک افغانستان بنسټ" نن پنجشنبې پرخپله ایکسپاڼه لیکلي چې د پولیود واکسین دغه نوی کمپاین به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د می په اتلسمه د افغانستان په یوشمیر سیمو کې پیل شي. په دې اړه چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیوناروغۍ په وړاندې دغه کمپاین په څو ولایتونو کې پیلیږي څه ندي ویل شوي خو هغه داسې مهال پیلږي چې افغانستان تراوسه د پولیو د مثبتو پیښو د زیاتیدو له خطره ندی بج شوی. تردې مخکې د روان میلادي کال د اپریل په دیارلسمه د پولیو د واکسین کمپاین د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې ترسره شو. د دغه کمپاین په ترڅ کې په ملیونونو ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکې ورکړل شول.
پولیو یوه ساري ناروغي ده چې یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.
یو هندي شرکت د افغانستان په بندرونو کې لابراتوارونه جوړوي
یوه هندۍ کمپنۍ په کابل او د افغانستان په څو مهمو سرحدي بندرونو کې د څه باندې ۴۶ میلیون ډالرو په لګښت د پرمختلليو لابراتواري کمپلیکسونو د جوړولو موافقه لاسلیک کړه.
د دې موافقې پر اساس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سټنډرد او کیفیت ادارې د هند له «TCRC» شرکت سره لاسلیک کړ، په کابل او د هېواد په نهو سرحدي بندرونو کې به لابراتوارونه جوړ او تجهیز شي.
د سټنډرډ ادارې مشر فیضالله تمیم ویلي چې په دې پروژه کې به د ساختماني موادو، برېښنايي وسایلو، ټوکر، څرمن او کاغذي محصولاتو د ازموینې لپاره ځانګړي لابراتوارونه شامل وي.