د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۶

نړۍ

اروپايي ټولنه: د راتلونکو نړیوالو کړکېچونو ضد غبرګون ته باید چمتووالی ولرو

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر وايي د دې ټولنې حکومتونه د افغانستان د جګړې په څېر له راتلونکو نړیوالو کړکېچونو سره د مقابلې لپاره باید چټک غبرګون ته ښه چمتووالی ولري.

جوزف بورېل له یوې ایټالوۍ ورځپاڼې اېل کورییر دېلا سېرا سره په مرکه کې چې نن خپره شوه وویل په لنډ وخت کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره سم افغانستان ته د امریکايي ځواکونو استولو وښوده چې اروپايي ټولنه هم باید د خپلې ګډې دفاعي پالېسۍ د جوړولو لپاره هڅې چټکې کړې.

ښاغلي بورېل وویل امریکا وتوانېده چې افغانستان ته سمدستي ۶ زره سرتېري واستوي څو د کابل د نړیوال هوايي ډګر امنیت خوندي کړي، خو اروپايي ټولنه په دې کار ونه‌توانېدله.

د جرمني او فرانسې په ګډون د اروپايي ټولنې ۱۴ هېوادونو په مې میاشت کې د ډیموکراتیکو هېوادونو د حکومتونو د غوښتنې په صورت کې د چټک غبرګون د داسې یو ځواک د جوړېدو وړاندیز وکړ چې احتمالاٌ په الوتکو او کښتیو هم سبمال وي.

بورېل وویل هغه وخت رارسېدلی چې اروپايي ټولنه خپل انعطاف پیاوړی کړي او زیاته‌یې کړه چې دا کار له بېلابېلو لارو ممکن دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران له قطره د خپلو درېیو پیلوټانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

ایران له قطره وغوښتل چې هغه درې ایراني پیلوټان خوشې کړي چې د ایراني چارواکو په وینا، د مارچ په میاشت کې د خپلو جنګي الوتکو له نسکورېدو وروسته د قطري ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

د ایران د وسله ‌والو ځواکونو یوه قوماندان ویلي، چې دغه درې پیلوټان جواد صالحي، عبدالمجید دشتیان او عمران به روشیان نومیږي او شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د قطر په بند کې دي.

خو قطر دا ادعا په کلکه رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅ ایرانی پیلوټ یې نه دی نیولی. د قطر چارواکي وايي، د دغه هېواد د ژغورنې ځواکونو یوازې د یوه پیلوټ مړی موندلی او ایران تر اوسه د لټون او ژغورنې د عملیاتو د څیړلو په اړه د قطر بلنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د ایران قضایه قوې د یو بل معترض د اعدام خبر ورکړ

د ایران قضایه قوې د یکشنبې په ورځ، د زمري په ۲۵مه، اعلان وکړ چې د ۱۴۰۴ کال د پراخو اعتراضونو یو بل معترض نن سهار اعدام شوی دی.

شهرام صادقي د ایران په حکومتي رسنیو کې تورن شوی و چې د تېر کال د اعتراضونو پر مهال یې په خپل موټر څو پولیس تر موټر لاندې کړي دي.

د ایران د رسنیو د راپورونو له مخې، د دې پېښې په پایله کې د ایران اووه پولیس "د سر، پښو، لاسونو او سترګو" له برخو ټپیان شوي دي.

خو د شهرام صادقي د محاکمې د څرنګوالي او د هغه د دوسیې د څېړنې د بهیر په اړه خپلواک شواهد او اسناد نه دي خپاره شوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه په ایران کې لږ تر لږه ۵۶ کسان د ملي امنیت اړوندو جرمونو په تور اعدام شوي، چې ۲۷ یې له اعتراضونو سره تړاو لري.

د لبنان پرجنوب د اسرائیل په بریدونو کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي دي

د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیل د شنبې د ورځې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان او دوه ښځې هم شامل دي.

د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې " په نبطيه او انصار سیمو کې د حزب ‌الله ترهګرې ډلې بنسټیز تاسیسات" یې په نښه کړې دي. پوځ زیاته کړې چې دا اقدام "د حزب‌الله ترهګرې ډلې له خوا د اسرائیلي سرتېرو پر وړاندې د عملیاتو" په غبرګون کې شوی، چې د علي الطاهر په لوړو کې ترسره شوی و.

خو د لبنان صدراعظم نواف سلام ویلي چې په وژل شویو کسانو کې اووه تنه "پوځي اهداف" نه وو او له اسرائیل یې غوښتي چې دغه بریدونه پای ته ورسوي.

د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ نښتې په جون میاشت کې د شوې هوکړې له وخت راهیسې کمې شوې دي، خو د لبنان په جنوب کې د اسرائیل بریدونه لا هم په پرله‌ پسې توګه دوام لري.

حزب‌الله د اسرائیل او امریکا له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي، خو اروپايي اتحادیې یوازې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې نه سیاسي څانګه یې. د حزب‌الله استازي د لبنان په پارلمان کې حضور لري.

ټاکل شوې چې لبنان او اسرائیل د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې د امریکا په ملاتړ د خبرو نوی پړاو په روم کې ترسره کړي.

دغه خبرې به د حزب‌الله د بې‌ وسلې کولو، د لبنان له جنوب څخه د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو او په دې سیمه کې د لبنان د پوځ د ځای پر ځای کولو پر موضوعاتو متمرکزې وي.

د اندونیزیا په ختیځ کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوې دي

د اندونیزیا په ختیځ کې د شنبې د ورځې د یوې زوروې زلزلې له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي چې دغه زلزله چې شدت یې د ریښترپه کچه ۷،۷ و، مرکز یې فلورس ټاپو ته څېرمه د انده ښار شاوخوا ۷۰ کیلومتره شمال‌ لوېدیځ ته ۱۰ کیلومتره ترځمکې لاندې و.

د اندونیزیا چارواکي وايي، نږدې ۱۶۰ کورونه او لسګونه ښوونیز او روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي او ښايي یو شمېر کسان د ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې وي. د ځمکې ښوېدنې او د سړکونو د بندېدو له امله د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ دي.

له زلزلې وروسته څو نور پرله ‌پسې ټکانونه هم ثبت شوي، چې د ترټولو قوي یې ۶ درجې و. خلکو د ودانیو د نړېدو د خطر له امله څو ساعته له خپلو کورونو بهر تېر کړل.

د امریکا د جیولوژۍ د سروې ادارې د اټکل له مخې، د دغې زلزلې ټکانونه به شاوخوا یونیم ملیون کسانو احساس کړي وي.

په سره سمندرګي کې د موخا پر بندر د حوثیانو په راکټي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي

په سره سمندرګي کې د موخا پر بندر د حوثیانو په راکټي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي.

یمني چارواکي وايي،" د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې پرون پر موخا بندر راکټي بریدونه وکړل چې څلور ملکیان په کې ووژل شول".

د چارواکو په خبره، ویشتل شوي ځایونه ټول ملکي تاسیسات دي.

حوثي وسله والو ادعا کړې چې د سعودي عربستان د پوځیانو کښتۍ يې په نښه کړې دي.

ولسمشر ټرمپ: ډير ژر به هرمز تنګی د امریکا خاوره اعلان کړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،" ډير ژر به هرمز تنګی د امریکا خاوره اعلان کړي".

ټرمپ پرون ناوخته په یوې وینا کې وویل،" د ایران له ماتې وروسته، دغه هېواد به په ډیر بد وضعیت کې وي، هرمز تنګی به د امریکا خاوره اعلان کړم".

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي د ولسمشر ټرمپ دې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي،" هرمز تنګی د ایران خاوره ده او وي به".

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکي،"د هرمز تنګي تړل یا په کې د کښتو ازاده تګ راتګ د اجازې ورکړه د ایران په واک کې ده او تر هغه چې شرایط برابر نشي سمندري محاصره به روانه وي".

په وروستیو کې ولسمشر ټرمپ او نور امریکايي چارواکي هڅه کوي چې پر ایران اقتصادي فشارونه زیات کړي.

ټرمپ مخکې ویلي و،" ښه دا ده چې ایران په اقتصادي توګه ماتې وخوري".

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره خپله وروستۍ لوبه کوي

لوبه د ایرلنډ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
لوبه د ایرلنډ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ د (اګسټ ۱۵مه) له ایرلنډ سره لوبه لري.

لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۳ بجو او ۱۵ دقیقو پیلېږي.

دا لوبه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو ۵۰ اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالۍ ده.

لوبه د ایرلنډ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه، خو پاتې درې نورې لوبې افغانستان په لوی توپیر وګټلې.

تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو کوربه‌توب وکړي.

د امریکا د خزانې وزیر: امریکا غواړي ایران ته "بې‌ساری مالي زیان" ورسوي

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ وايي، "امریکا غواړي ایران ته بې‌ساری مالي زیان ورسوي".

هغه د پنجشنبې په ورځ مکس نیوز شبکې سره په یوه مرکه کې وویل: "راتلونکې اوونۍ د نویو خبرونو په تمه اوسئ، ځکه غواړو داسې اقدامات وکړو چې په تاریخي ډول ایران اقتصادي انزوا ته وړي."

د امریکا د خزانې وزارت په وروستیو میاشتو کې د ایران پر مرکزي بانک او د دې هېواد په میلیونو ډیجیټالي پانګې بندیزونه ولګول.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې مخکې د ایران د اقتصادي انزوا په اړه خبرداری ورکړی و.

هغه د تېرې سې شنبې په ورځ په یوه مرکه کې ویلي و "د امریکا لپاره د ایران په اړه ښه انتخاب دا دی چې تهران په بحراني اقتصادي وضعیت کې پرېږدي څو له اقتصادي اړخه ماتې وخوري".

بریتانوي چارواکي:د اطفاییې کارکونکي د څو پراخو  اورلګیدونو د مړه کولو لپاره ترفشار لاندې دي

سټور بریج ښار کې په یوې ودانۍ کې د اورلګیدنې د مړه کولو هڅې
سټور بریج ښار کې په یوې ودانۍ کې د اورلګیدنې د مړه کولو هڅې

بریتانیا کې چارواکي وايي د هوا د ګرمي د زیاتیدو او وچکالۍ په نتیجه کې د اطفاییې کارکونکي د څو پراخو اورلګیدونو د مړه کولو لپاره ترفشار لاندې دي.

په سټور بریج ښار کې د پنجشنبې اورلګیدنې یو شمیر کورونه زیانمن کړل او دځینو سیمو څخه خلک له کورونو وویستل شول.

چارواکو خبرداری ورکړی دی چې اقلیمي بدلون او سختې ګرمي د پراخو او ستونزمنو اورلګیدنو خطر زیات کړی دی.

جي ډي ونس : ایران سره د جګړې اصلي لومړیتوب اوس د تیلو دبیو را کمول دي

د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي ونس
د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي ونس

د متحدوایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د پنجشنبې په ورځ ، د زمري په ۲۳مه، وویل چې له ایران سره په جګړه کې د امریکا اصلي لومړیتوب نور د دغه هېواد اټومي پروګرام نه،بلکې د امریکايانو لپاره د تېلو د بیو راکمول دي.

د خزانې وزیر سکاټ بسنت هم ټینګار وکړ چې د تهران د کمزوري کولو لپاره نوي اقتصادي بندیزونه په لاره دي.

ښاغلي ونس له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې وویل چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولولپاره د ایران دهلوځلو مخنیوی اوس د هرمز له تنګي څخه د تېلو د ازاد جریان په پرتله دویم لومړیتوب دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړ چې د تیلو بیې د جګړې لومړیو ورځو ته په کتو اوس ډېرې ټیټې شوې دي او لومړی هدف دا دی چې د امریکایانو لپاره د تېلو او ګازو بیې ارزانه وساتل شي.

هغه وویل چې البته دویم هدف دا دی چې ډاډ ترلاسه شي چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ولسمشر ټرمپ تل ایران سره د جګړې اصلي دلیل ددغه هیواد اټومي پروګرام یاد کړی دی.

د هرمز تنګی چې له جګړې مخکې ورڅخه د نړۍ د نفتو او ګازو ۲۰ سلنه صادرات ترسره کیدل دایران په ځوابي اقدام کې په بشپړه توګه وتړل شو خو امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې په دغه ستراتیژیک تنګي کې د بیړیو تګ راتګ جریان لري او دامریکا تربشپړ کنټرول لاندې دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG