د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ تله ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۱۳

افغانستان

د سوداګرۍ خونې او صنعت وزارت د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره ناسته کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مهمند

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر انجنیر سید اکبر اغا سره په کتنه کې د سوداګریزو ستونزو په هواري ټینګار کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند نن دوشنبه (د وږې په ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکټور په مختلفو ستونزو خبرې اترې وشوې.

ښاغلي مهمند هیله څرګنده کړه چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت به د یادو ستونزو په له‌منځه وړلو او په ننګونو د غلبې حاصلولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

په ناسته کې د کراچۍ، تورخم، سپین بولدک، اسلام قلعه او نورو بندرونو کې شته ستونزو، ګمرکي تعرفو، په ګمرکونو کې د سیستمونو فعالولو او د اپټا تړون د اعتبار مودې پای ته رسېدو په اړه خبرې وکړې او د سوداګرۍ او صنعت وزارت څخه‌يې د یادو ستونزو د حل لارو چارو غوښتنه وکړه.

د سوداګرۍ او صنعت وزیر ژمنه وکړه چې یادې ټولې ستونزې به د اقتصادي کمېسیون سره شریکې او هڅه به وکړي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همغږۍ کې د حل لارې چارې یې ولټوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا کې د قتلونو شمېر ۳۰ سلنه لوړ شوی دی

ارشیف

د امریکا په متحده ایالاتونو کې تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې د قتلونو شمېر د وړم کال پرتله دیرش فیصده لوړ شوی دی.

دا له ۱۹۶۰ میلادي کال راهیسې چې په کلني ډول د جنایي وژنو شمېر ثبتیږي، د قتل تر ټولو لوړې شمېرې ګڼل کېږي.

د امریکا د څېړنو فدرال ادارې ( ایف.بي.آی) پرون دا شمېرې خپرې کړې او وېې ویل، ۲۰۲۰ کال کې ټولټال د وژنې ( ۲۱۵۷۰) پیښې ثبت شوي دي.

د وژنو دا شمېرې د ۲۰۱۹ کال د شمېرو پرتله ۴۹۰۱ زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې ۷۳ فیصده دغه وژنې د وسلې په وسیله شوي دي.

غلام محمد اسحاقزی د ملګرو ملتونو اسامبلۍ ته له وینا تېر شو

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی عمومي اسامبلۍ ته له پلان شوې وینا تېر شو.

ټاکل شوې وه نوموړی پرون دوشنبه دغې غونډې ته وینا وکړي، خو په وروستۍ شېبه کې یې نوم د ویناوالو له لېسته لېرې شو.

امریکا غږ د ملګرو ملتونو د یوې ویاندې مونیکا ګرایلي په حواله ویلي چې افغانستان په عمومي بحث کې له ګډونه ځان و ایست او د علت په اړه یې هم دوی نه دي خبر.

د طالبانو له خوا ملګرو ملتونو ته ور پېژندل شوي استازي سهیل شاهین له ازادي راډیو سره خبرو کې د دې اقدام هرکلی کړی دی: "دا یوه ښه اقدام دی، موږ یې هرکلی کوو، هغه په هېڅ صورت سره نه شوای کولای چې د افغانستان د ولس نمایندګي وکړي. د هغه پرځای باید د اسلامي امارت استازي ته بلنه ورکړل شوې وای چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي، موږ ټول هغه شرایط پوره کړي چې ملګرو ملتونو د یوه هېواد د حکومت د رسمي پیژندلو لپاره ټاکلي دي."

طالبانو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو پر دې پریکړې اعتراض کړی و چې د دوی استازی یې نه و منلی او د پخواني حکومت د استازي نوم یې د ویناوالو په لست کې شامل کړی و.

نړیواله جنایي محکمه افغانستان کې خپلې څېړنې بیا پيلوي

نړیواله جنايي محکمه

نړیوالې جنایي محکمې اعلان کړی چې په افغانستان کې خپلې څېړنې بیا پيلوي او لومړیتوب هغو جرمونو ته ورکوي چې ادعا کېږي داعش – خراسان څانګې او طالبانو ترسره کړي دي.

دا خبره د یادې محکمې د څارنوال کریم خان په حواله په یوه مفصله بیانیه کې پرون یاده شوې ده.

په اعلامیه کې د څارنوال خان په حواله راغلي: "د طالبانو او داعش له خوا د ادعا شوېو جرمونو شدت، اندازه او دوامداره ډول چې په کې په ملکي وګړو د بې توپیره بریدونو تورونه، غیرقانوني اعدامونه، د ښځو او نجونو ځورول، د ماشومانو پر وړاندې جرمونه او نور جرمونه چې په پراخه کچه ملکي وګړو باندې اغیزه کوي شامل دي."

د بشري حقونو ځینو فعالانو او مدافع سازمانونو که څه هم له دې اقدامه هرکلی کړی، خو د نړیوالې جنایي محکمې د اعلامیې ځینو برخو یې انتقادونه کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا مرستیالې پټریشیا ګاسمن ویلي، د عدالت د ټینګښت لپاره د داعش او طالبانو د سرغړونو څېړل مهم اقدام دی.

اغلې ګاسمن زیاتوي، له لومړیتوبونو د امریکايي او پخوانیو افغان ځواکونو د څېړنو لرې کول په دې معنی دی چې هغوی ته "له زندانه د وتلو وړیا چانس په لاس ورکول کېږي."

امریکا وايي، سل تنه اتباع او اقامت لرونکي کسان افغانستان کې پاتي

د کابل هوايي ډګر

امریکا وايي، سل تنه اتباع او هغه کسان چې د دغه هېواد دایمي اقامت لري په افغانستان کې پاتې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکی چې د موضوع د حساسیت په خاطر خپل نوم نه دی اخیستی په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت په کار لګیا دی چې د دغو سلو تنو د راتلو زمینه مساعده شي.

د هغه په خبره په افغانستان کې د امریکا د حکومت لومړیتوب، د هغو امریکایانو د را ایستلو په برخه کې مرسته ده چې غواړي له افغانستان راووځي.

د اګسټ له ۱۵مې نېټې تر ۳۱ مې پورې امریکا او متحدینو یې نږدې ۱۲۴ زره تنه له افغانستانه را ویستل.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی د امریکا اتباع په دې خاطر په افغانستان کې پاتې دي چې د کورنۍ غړي یې د اسنادو د نه درلودو په خاطر امریکا ته سفر نه شي کولای.

لسګونه افغانانو لندن کې د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

لسګونه افغانانو په لندن کې د پاکستان پر ضد لاریون وکړ. دوی پرون د بریتانیا له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د لیدنو په درشل کې د بریتانیا د صدارت ماڼۍ مخ ته وتلي وو.

د مظاهرې یوه تنظیموونکي ذاکر سادات ازادي راډیو ته وویل: "په مجموع کې دریځ دا و چې د پاکستان لاسوهنې او په ځانګړي توګه دا قریشي چې دی په اصطلاح د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کله دلته او کله تاشکند او کله په تاجکستان کې ناست وي او د دوی لپاره لابي کوي، د دې په خلاف موږ راوتلي وو."

ښاغلي سادات وویل چې نن سې شنبه هم دا افغانان مظاهرې ته راوځي.

تردې مخکې هم په ځینو نورو اروپايي هېوادونو له هغې ډلې بلجیم، جرمني او فرانسې کې یو شمېر افغانانو د پاکستان پرضد لاریونونه کړي.

پاکستاني چارواکو د دغو لاریونو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

یو شمېر افغان مېرمنې د 'سخروف' جایزې لپاره کاندیدې شوې

د اروپا پارلمان

یو شمېر افغان مېرمنې پرون رسماً د اروپا د پارلمان له خوا د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوې.

د راپورونو له مخې شهرزاد اکبر، ظریفه غفاري، ماري اکرمي، پلوشه حسن، فرشته کریم، صحرا کریمي، میترا مهران، حوریه مصدق، سیما سمر، حبیبه سرابي او انیسه شهید په دې سیالي کې د افغان مېرمنو استازیتوب کوي.

د اروپا د پارلمان مرستیالې هایدي هاوتالا پرون وویل چې دا افغان مېرمنې په خپل هېواد کې د مبارزې، بشري حقونو او ډموکراسۍ د دفاع لپاره د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوي: "د دغو ښځو مېړانه عالي ده. هغوی ځان له خطر سره مخ کړی، څو د هغه څه لپاره چې موږ ته ډالۍ شوې، مبارزه وکړي."

د سخروف جایزې ګټونکي به د اکتوبر په ۲۱مه یعنې په څه کم یوه میاشت کې اعلان شي.

د افغان مېرمنو تر څنګ د روسیې د حکومت سرسخته منتقد الکسي ناوالني هم د دې جایزې رسمي نوماند اعلان شوی.

بروکسل کې د افغانستان سفارت ودانۍ ته شپږ تنه بلواګر په زوره ننوتلي

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پولیس

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان سفارت وايي، د دوی ودانۍ ته شپږ تنه بلواګر په زوره ننوتلي او هڅه‌یې کړې د دوی ځیني مهم اسناد ترلاسه کړي.

دغه سفارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغو کسانو چې ځانونه د «ډیموکرات افغانستان» وګړي بولي، سهار وختي تیاره مهال د سفارت پر ودانۍ حمله کړې ده.

د سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دغو کسانو د سفارت دروازې او کړکۍ هم ماتې کړي او ساتونکي یې په چړې ګواښلي دي.

په بلجیم کې د افغانستان سفارت په خپله اعلامیه کې ویلي، سفیر هڅه وکړه له دغو بلواګرو سره خبرې وکړي، خو د پولیسو تر مداخلې وروسته دغه کسان نیول شوي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې دغه حمله کوونکي څوک دي او ایا رسماً تورن شوي دي که نه؟

سلواکیا: لا هم دې ته چمتو نه‌یو چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنو

د سلواکیا د بهرنیو چارو وزیر ایوان کورچوک

د سلواکیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې لا هم دې ته چمتو نه‌دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

ایوان کورچوک د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلۍ له ستنېدو وروسته نن په پلازمېنه براتیسلاوا کې یوه کنفرانس ته دا خبره وکړه.

ښاغلی کورچوک وايي: "طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندل شوي، موږ هم د دوی په رسمیت پېژندلو ته چمتو نه‌یو، خو طالبان هغه ډله وه چې د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۹م کال کې ورسره تر خاصو شرایطو لاندې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو موافقه نهايي کړه."

طالبانو چې د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه پر کابل هم ولکه ټینګه کړه او وروسته‌یې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه، تر اوسه د نړۍ د یوه حکومت له‌خوا هم په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.

ناروې: د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی

ارشیف، کابل کې یو شمېر بې‌وزله کاریګر

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي وايي، د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی.

یان ایګلنډ چې په کابل کې دی، نن دوشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د پیسو د نشتوالي له کبله ښايي یوه ورځ دولتي بانکي سیستم له سقوط سره مخامخ شي.

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ویلي په افغانستان کې یې له ګڼو داسې کورنیو سره کتلي چې یوازې په چایو او یوې ګولې وچې ډوډۍ یې ګوزاره ده.

د ناروې د کډوالو شورا د سرمنشي په خبره که په افغانستان کې اقتصاد له سقوط سره مخامخ شو، زیات اساسي خدمات به هم نور نه‌وي او بشري اړتیاوې به لاپسې زیاتې شي.

د ملګرو ملتونو په کوربه‌­توب دوه اوونۍ مخکې په جنوا کې مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مالي مرستې ژمنه وکړه.

ملګرو ملتونو ویلي دغه مرستې به په مستقیم ډول د طالبانو حکومت ته نه‌ورکول کېږي، بلکې د مرستندویو ادارو له طریقه به پر بشري چارو لګول کېږي.

سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ یوه پېښه ثبت شوې

ارشیف، ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د تطبیق بهیر

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، روان میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

دغې ادارې نن په یوه ټویټ کې ویلي، په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې کور پر کور ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو ته چمتو دی او دا کار باید ژر تر ژره ترسره شي.

د سازمان په خبره همدا اوس د پولیو له‌منځه وړلو لپاره یو لوی فرصت شته.

طالبانو په تېرو کلونو کې د کور پر کور واکسین لګولو ته اجازه نه‌ورکوله او ادعا یې کوله چې له دې کمپاین څخه په استخباراتي مسایلو کې هم استفاده کېږي.

یونان کې ۵،۸ درجې زلزلې یو تن مړ کړ

د یونان د کریت ټاپو

نن سهار د ریښتر په مقیاس ۵،۸ درجې زلزلې د یونان د کریتِ ټاپو یو نېستمن­ مېشته ښار ولړزاوه چې لږ تر لږه یو تن‌یې مړ کړی دی.

د ټلوېزیون په تصاویرو کې ښکاري چې د زلزلې له کبله ګڼ کسان مجبوره شوي چې له ودانیو سړکونو ته راووځي.

د زلزلې ټکانونه د کریتِ په شمال سانتوریني ټاپو کې هم احساس شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې دغې زلزلې کورونه هم زیانمن کړي دي.

د محمد اشرف غني رسمي فېس‌بوک پاڼه هک شوې

مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني

د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټ کې ویل شوي چې د ښاغلي غني د فېس‌بوک رسمي پاڼه له پرون راهیسې هک شوې ده.

دا خبره وروسته له هغې وشوه چې د محمد اشرف غني د فېس‌بوک پر پاڼه په یوه مطلب کې پر دې انتقاد شوی و چې د افغانستان په استازیتوب ولې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته غلام محمد اسحاقزی وینا کوي.

د فېس‌بوک په دغه مطلب کې چې وروسته لیرې کړای شو، د ښاغلي غني له قوله ویلي شوي وو: "نړیوال د دې پر ځای چې د افغانستان له ملت څخه لیرې شي باید له اوسني حکومت سره تعامل او ورسره مرستې وکړي."

مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې سرچینو هم ویلي چې د هغه د فېس‌بوک رسمي پاڼه د دوی له کنټروله وتلې او په‌کې خپاره شوي مطالب د اعتبار وړ نه‌دي.

طالبانو تېره اوونۍ غوښتنه وکړه چې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین دې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ومنل شي او طالبانو ته دې هم په ملګرو ملتونو کې د وینا وخت ورکړل شي.

خو ملګرو ملتونو ته ویلي چې د افغانستان په استازیتوب د وینا لپاره د غلام محمد اسحاقزي نوم په لېست کې لیکل شوی دی.

ایټالیا: طالبان په رسمیت نه‌شو پېژندلی خو له افغانانو سره به مرسته وکړو

طالب

ایټالیا ویلي، د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌شي پېژندلی، خو له افغانانو سره به مرسته کوي.

د روېټرز خبري اژانس په استناد دا خبره د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویجي دي مایو کړې.

نوموړي ویلي، نړۍ باید افغانستان له اقتصادي ناورینه وژغوري.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د طالبانو په رسمیت پېژندل ځکه ورته ستونزمن دي چې په خبره‌یې د طالبانو کابینه کې ۱۷ کسان داسې دي چې په ترهګریزو فعالیتونو تورن دي.

طالبان د اګسټ په ۱۵مه کابل ته ننوتل، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

په کابل کې د ځینو سفارتونو او سیاسي استازولیو مشرانو د طالبانو له چارواکو سره جلا جلا لیده کاته کړي دي.

اردوغان: د کابل هوایي ډګر په اړه له هوکړې مخکې باید ټول‌شموله حکومت اعلان شي

د ترکیې ولسمشر

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د کابل هوایي ډګر د مدیریت په اړه له هر ډول هوکړې مخکې غواړي چې طالبان ټول‌شموله حکومت اعلان کړي.

ترکیې کابل کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې ویلي و چې د هوایي ډګر د مدیریت او امنیت په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده.

اردوغان پرون سي بي اېس خبري شبکې ته ویلي چې افغانستان کې اوس حکومت ټول‌شموله نه‌دی او په خبره‌يې تر هغو چې ټول قشرونه په حکومت کې ونه‌ویني، افغانستان کې به حضور ونه‌لري.

طالبانو د هوایي ډګر په تخنیکي برخه کې له ترکیې او قطره د همکارۍ غوښتنه کړې، خو له دې سره‌یې مخالفت کړی چې ترکیه دې د هوایي ډګر د امنیت چارې هم پر غاړه واخلي.

 د جي شل ډله د افغانستان په اړه بحث کوي

د جي شل ډله

ټاکل شوې د جي شل ډله سبا سې شنبه ( د تلې په ۶مه) د افغانستان په اړه بحث وکړي.

روسي رسنیو پرون په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرګي ورشینین په حواله راپور ورکړ.

نوموړي ویلي، د جي شل ډلې استازي هوډ لري چې نیویارک کې د ملګرو ملتونو تر عمومي اسامبلې وروسته په متمرکزه ډول د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

ایټالیا اوس د جي شل ډلې دوره‌یي مشري پر غاړه لري او د سبا ورځې غونډې مشري هم د ایټالیا صدر اعظم ماریو دراګي کوي.

جي شل ډله کې د نړۍ صنعتي او هغه هېوادونه راټول شوي چې اقتصاد یې د پراختیا په حال کې دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG