د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

نړیوالو رسنیو د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه لیکنې او تبصرې کړې


طالبان
طالبان
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له کابله د امریکايي ځواکونو له‌خوا د خلکو د ایستلو د عملیاتو په تړاو یوه مفصله مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې هغه خبرداري ته اشاره شوې چې د یکشنبې په ورځ امریکایي چارواکو په کابل کې خپلو اتباعو ته ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څو ساعته وروسته له هغه چې ولسمشر جو بایډن د کابل په هوايي ډګر باندې د ترهګریز برید د ګواښ خبرداری ورکړ په کابل کې له خپلو اتباعو وغوښتل چې سمدستي دې د کابل له هوايي ډګر او شااوخوا سیمو ووځي.

نیویارک ټایمز لیکي دې خبرداري او اعلامیو په دې سره چې امریکا غواړي د اګسټ له ۳۱مې دمخه د خلکو د ایستلو مأموریت پای ته ورسوي لا پسې وضعه کړکېچنه کړه.

په مقاله کې راغلي اوس چې په ګوتو شمار ورځې د خلکو د ایستلو عملیاتو ته پاتې دي امریکا خپل تمرکز د تخلیې له عملیاتو کور ته د امریکايي عسکرو د ستنولو په بهیر وراړولی دی.

نیویارک ټایمز لیکلي که څه هم لکونه کسان لا له افغانستانه د وتلو په لټه او انتظار کې دي، خو ولسمشر جو بایډن او د نړۍ نور رهبران چېګڼ خلک به د ضرب‌العجل له پای ته رسېدو مخکې راونه‌شي وتلی.

په مقاله کې د خلکو د را ایستلو د عملیاتو ورو کېدو ته هم اشاره شوې ده.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د روانو تحولاتو په تړاو د راپورونو په لړ کې د طالبانو په لاس د یوه محلي سندرغاړي د وژل کېدو راپور خپور کړی دی.

په مقاله کې د وژل شوي محلي سندرغاړي فواد اندرابي د زوی جواد اندرابي خبرې راخیستل شوي چې پلار یې بې‌ګناه و، یو داسې سندرغاړی و چې د خلکو د خوشحالولو هڅه‌یې کوله.

جواد ویلي پلار یې په سر په مرمیو ویشتل شوی.

د طالبانو ویاند بیا ویلي چې د دې وژنې په تړاو معلومات نه‌لري، خو دا قضیه تعقیبوي.

فواد اندرابي د بغلان په اندراب ولسوالۍ او ګاونډ سیمو کې مشهوره سندرغاړی وو.

د ګارډین په مقاله کې راغلي چې فواد غیچک غږاوه او په خپل ټاټوبي کې یې فولکور سندرې ویلې.

XS
SM
MD
LG