د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ تله ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۴۸

نړۍ

علي شمخاني: امریکايي ولسمشر بایډن ناقانونه ایران ګواښي

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د خبرداري په ځواب کې، یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي ویلي چې بایډن ناقانونه ایران ګواښي.

بایډن خبرداری ورکړ که چېرې اټمي خبرې ناکامې شي نو هغه به نورو انتخابونو ته مخه کړي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني په خپل ټویټر کې لیکلي: "د ایران پر وړاندې د 'نورو اختیارونو' په کارولو ټینګار ایران ته دا حق ورکوي چي مقابله ځواب ورکولو باندې فکر وکړي."

د جمعې په ورځ د اسراییلو له صدراعظم نفتالي بینیټ سره په خپله لومړۍ ناسته کې جو بایډن ټینګار وکړ چې هغه به په لومړي پړاو کې د ایران د اټمي پروګرام د مخنیوي لپاره ډیپلوماسي و ازمویي، خو که خبرې ناکامې شي، هغه چمتو دی چې په نورو انتخابونو غور وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روسیه: باور شته چې د ورکې شوې الوتکې د لوېدو سیمه موندل شوې

د خباروفسک یوه څنډه

د روسیې په لېرې ختیځ کې چارواکي داسې باور کوي چې د یوې لادرکه شوې الوتکې د لوېدو سیمه یې موندلې ده.

د خباروفسک په سیمه کې دا الوتکه پرون تر پورته کېدو وروسته د ۳۸ کیلو متره واټن کې د رادار له کرښې ووته.

دا الوتکه په یوه تخنیکي ماموریت بوخته وه او په کې د سپرو شپږو تنو عملې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

تاس خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې د دې الوتکې ټوټې یې پيدا کړي دي.

نیپال د سارک غونډې په اړه د پاکستان وړاندیز رد کړی

ارشیف، د سارک غونډه

داسې راپورونه خپاره شوي دي چې د سارک د غړیو هېوادونو اوسمهالي مشر نیپال، د پاکستان دا وړاندیز رد کړی دی چې د سارک د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په راتلونکي غونډه کې دې د افغانستان په استازیتوب د طالبانو استازی برخه واخلي.

البته تراوسه اسلام اباد رسماً دا خبر نه دی تایید کړی چې له کټمنډو څخه یې داسې غوښتنه کړې ده.

نیپال، بنګله دیش، بوتان، هند، مالدیف، پاکستان، سریلانکا او افغانستان د سارک سازمان غړي دي.

ټاکل شوې ده چې د حکومتونو ترمنځ د دې سیمه ییز سازمان د بهرنیو چارو وزیران په نیویارک کې د شنبې په ورځ غونډه وکړي.

سعودي د هغو هڅو ملاتړ وکړ چې نه پریږدي ایران اټمي وسله ترلاسه کړي

د ایران او سعودي عربستان ګډ بیرغونه

د سعودي عربستان پاچا د نړیوالې ټولنې د هغو هڅو ملاتړ وکړ چې نه پریږدي ایران اټمي وسله ترلاسه کړي.

د سعودي عربستان پاچا پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته به خپله وار له مخه ثبت شوې وینا کې وویل، دا ډاډ باید ترلاسه شي چې د ایران اټمي هڅې سوله ییزې دي.

ده وویل: "د سعودي عربستان شاهي دولت پر دې ټینګار کوي چې په منځي ختیځ او سیمه کې د ډله ییزې وژنې هېڅ راز وسلې نه وي. سعودي د ټولو هغو نړیوالو هڅو حمایت کوي چې نه پږیږدي ایران اټمي وسله ترلاسه کړي."

ایران تل ويلي دي چې اټمي هڅې یې سوله ییزې دي او د انرژي لپاره دي نه د اټمي وسلو لپاره.

شي جین پېنګ: له خپلې خاورې به بهر ډېر سکاره سوځوونکي برېښناکوټونه جوړ نه‌کړو

د چین ولسمشر شي جین پېنګ

د چین ولسمشر ژمنه وکړه چې هېواد به‌یې هغه برېښناکوټونه چې ډېر سکاره په‌کې سوځول کېږي، له خپلې خاورې دباندې جوړ نه‌کړي.

شي جین پېنګ دا ژمنه په داسې حال کې پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتو په عمومي اسامبلۍ کې وکړه چې پر چین په برېښناکوټونو کې د سکرو د کارولو په خاطر فشارونه زیات شوي دي.

دا فشارونه د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس د موافقې د هدفونو د پوره کېدو په خاطر دي.

د ترکمنستان ولسمشر تر ۲۰۰۰ زیاتو بندیانو ته عفوه اعلان کړه

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځې په درشل کې تر ۲۰۰۰ زیاتو بندیانو ته عفوه اعلان کړه.

د ترکمنستان د خپلواکۍ ورځ د سېپټمبر پر ۲۷مه لمانځل کېږي.

د دغه هېواد دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې مستبد ولسمشر محمدوف د ۲۰۶۴ بندیانو د خوشې کېدو فرمان "د نیکونو له لارښوونې سره سم د زړه ­سوي او بشرپالنې د اصولو له مخې لاسلیک کړ."

ویل شوي په دغو بندیانو کې شپږ تنه یې بهرنیان دي، خو د هغوی هېوادونه نه دي مشخص شوي.

جنوبي وزیرستان کې د ماینونو د قربانیانو پر پرلت برید شوی

جنوبي وزیرستان کې د خلکو اعتراض

پاکستاني فعالان وایي چې پولیسو د جنوبي وزیرستان په کوټکۍ سیمه کې د ماینونو د قربانیانو پر پرلت برید کړی دی.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه غړي شېرزاده مسید د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د سې شنبې(د وږي ۳۰مه) په ورځ پولیسو پر اعتراض کوونکو حمله وکړه: "پولیس راغلل د ماینونو د قربانیانو پر غونډه یې حمله وکړه چې سیمه ییز مشر رحمت شاه مسید او ډېر نور ټپیان شول."

اعتراض کوونکو د مکین او ټانک ترمنځ لاره بنده کړې ده، دوی له څه باندې دوو اونیو راهیسې اعتراض پیل کړی دی او وایي چې سیمه دې له ماینونه پاکه شي، حکومت دې هغو کسانو ته کارونه ورکړي چې مایونونو ژوبل کړي دي، همدا راز دې د هغو کسانو کورنیو ته تاوان ورکړي چې خپل خپلوان یې د ماینونو له امله وژل شوي دي.

د پولیسو مشر شوکت علي وایي چې پر اعتراض کوونکو به د شوي برید په اړه څېړنې وکړي او وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

ایران: د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو لپاره به ډېر ژر خبرې پیل شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده

ایران وایي چې د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د بیا راژوندي کېدو لپاره به ډېر ژر خبرې پیل شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند سعید خطیب زاده په وینا د دغه هېواد ایرنا خبري اژانس خبر ورکړ چې د ویانا خبرې به په څو اونیو کې شروع شي.

تهران په داسې وخت کې دا وړاندیز کړی دی چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن پرون سې شنبه (د وږي ۳۰مه) وویل، که ایران دا تړون مني واشنګټن به یې هم ومني: "متحد ایالاتونه پر دې ژمنه ولاړ دی چې ایران به نه پریږدي چې اټمي وسله ترلاسه کړي. موږ له پنځه جمع یو سره کار کوو چې د ډپلوماسي له لارې ایران دې تړون ته ستون شي، موږ دې ته چمتو یوو چې په بشپړ ډول دې تړون ته ستانه شو، که ایران ورستنیږي."

ایران د نړۍ له ځواکمنو سره په ویانا کې شپږ پړاوه خبرې وکړې، څو د دوه زره پنځلسم کال اټمي تړون چې په دوه زره اتلسم کال کې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترې بهر شوی و، بیا را ژوندی شي.

دا خبرې د جون په میاشت کې هغه وخت وځنډیدې چې په ایران کې سخت دریځه ولسمشر ابراهیم رییسي انتخاب شو.

د ملګرو ملتونو ۷۶مه عمومي اسامبله پیل شوه

ارشیف، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله

د ملګرو ملتونو ۷۶مه عمومي اسامبله نن په نیویارک کې پیل شوه.

لومړنی ویناوال د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوترش و چې د خبرو دوه د سر موضوع‌ګانې یې د سولې او اقلیمي بدلون په اړه وې.

ښاغلی ګوترش زیاتوي: "موږ عملي اقداماتو او د بشري حقونو درناوي ته اړتیا لرو. موږ د سولې لپاره یوې نوې جامع اجنډا ته ضرورت لرو. دوهمه خبره دا چې موږ باید اقلیمي وېش سره وصل کړو. دا د شمال او جَنوب ترمنځ د باور جوړولو ته اړتیا لري."

ښاغلي ګوترش همداراز د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي د نړۍ ۷۰ فیصدو وګړو ته د کرونا د واکسین په رسولو هم ټینګار وکړ.

د راپورونو په اساس د ملګرو ملتونو په ۷۶مه عمومي اسامبله کې اقلیمي بدلون، د چین او امریکا ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان نامعلوم برخلیک، د یمن، سوریې او ایتوپیا جګړې د بحث وړ موضوع‌ګانې یادې شوي.

د کاناډا صدراعظم د درېیم ځل لپاره ټاکنې وګټلې

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو د درېیم ځل لپاره ټاکنې وګټلې.

د ترودو په مشرۍ لېبرال ګوند د پارلمان ډېرې څوکۍ وګټلې، خو د اکثرو څوکیو له ګټلو پاتې راغی.

د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیې چې لېبرالانو د سپټمبر په ۲۰مه ټاکنو کې ۱۵۶ پارلماني څوکۍ ګټلي.

له وخت مخکې ټاکنو په ترسراوي سره ترودو هیله درلوده چې د هغه ګوند به د پارلمان ۱۷۰ څوکۍ د اکثریت لپاره وګټي.

۴۹ کلن ترودو به اوس د داسې حکومت مشري کوي چې په پارلمان کې له ډېرو څوکیو سره سره د قوانینو تصویب لپاره د نورو ګوندونو ملاتړ باندې تکیه کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره ګوري

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل وايي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره ګوري.

خو بورېل زیاته کړې چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د لاسلیکوونکو هېوادونو د وزیرانو په کچه کومه لیدنه په اجنډا کې نه‌شته.

له دې مخکې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان ویلي چې د بریتانیا، چین، فرانسې، چین، جرمني او روسیې وزیران دا اوونۍ د ملګرو ملتونو په مقر کې د ایران له استازي سره په لیدنه کې د اټمي تړون په اړه د خبرو په بیا پيل باندې ټینګار کوي.

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه د امریکا پخوانی ولسمشر په ۲۰۱۸ کال کې ووت او ورپسې یې په ایران سخت بندیزونه ولګول.

دا چاره د دې لامل شوه چې ایران هم تړون کې کړې ژمنې یو په بل پسې ماتې کړي او د نورو لاسلیکوونکو هېوادونو اندېښنې وپاروي.

د ایران او امریکا د بیا جوړولو لپاره هڅې روانې دي، خو لا یې کومه کره نتیجه نه‌ده ورکړې.

بایډن به نړۍ اقلیمي بدلون او کرونا وبا سره مبارزې ته وهڅوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

تمه ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې نړۍ له اقلیمي بدلون او کرونا وبا سره د مبارزې لپاره وهڅوي.

د ملګرو ملتونو ۷۶ عمومي اسمبلۍ نن په نیویارک کې پیلېږي.

بایډن به دا هم ووایي چې د پاسنیو ستونزو د هواري لپاره به د امریکا په مشرۍ د ډپلوماسۍ دوره پيل شي.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي فرانس پرېس ته ویلي، ښاغلی بایډن به له چین سره د سړې جګړې د مخنیوي په اړه هم وغږیږي.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي، بایډن د افغانستان په تړاو په خپلو خبرو کې یادونه کوي چې د افغانستان د جګړې پای ته رسول د امریکا د اغېزمن او هدفمند باب پرانېسته ده.

کاناډا کې ټاکنې؛ رسنۍ: د جسټن ټرودو ګوند به ډېرې څوکۍ وګټي

صدر اعظم جسټن ټرودو

په کاناډا کې د رسنیو وړاندوینې ښيي چې د صدر اعظم جسټن ټرودو لبرال ګوند به په نننیو ټاکنو کې ډېرې څوکۍ وګټي.

د وړاندوینو له مخې رایه ورکوونکو لبرال ګوند بریالی کړی، خو لا هم معلومه نه ده چې دا ګوند به پارلمان کې دومره اکثریت وګټي چې د اپوزیسیون له ملاتړ پرته خپلو هېلو ته ورسیږي او که نه؟

ټرودو دا مهال د داسې حکومت مشري کوي چې پارلمان کې کمې څوکۍ لري، دوی د قوانینو د پاس کولو لپاره د نورو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا لري.

جسټن ټروډو تېره میاشت ویلي و، د کرونا وبا پر مهال خلک محافظه کاره حکومت نه غواړي.

له ټاکنو مخکې نظرپوښتنو ښودلې وه چې ټروډو به د محافظه کارانو له مشر ایرین و توولې ( Erin O toole) سره موازي مخته ولاړ شي.

بایډن امریکا ته د بهرنیانو د سفر په سر لګیدلي محدودیتونه لېرې کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن به متحده ایالاتونو ته د بهرنیانو د سفر په سر لګیدلي محدودیتونه په نوومبر میاشت کې لېرې کړي.

د امریکا ادارې ټول بهرنیان مکلف ګرځولي چې امریکا ته د تګ پر وخت باید خپل واکسینونه پوره کړي وي.

د سپینې ماڼۍ د کووېډ نولس ضد د همغږۍ مسوول جېف دینیز پرون دوشنبه (د وږي ۲۹مه) د محدودیتونو د لېرې کېدو او نویو پالیسیو په اړه وغږېد.

هغه وویل، کوم بهرنیان چې امریکا ته سفر کوي باید له پرواز مخکې واکسین شوي وي او د کووېد منفي ټېسټ له ځانه سره ولري.

ډینیز زیاته کړه، کوم کسان چې بشپړ واکسین وي قرنطین ته اړتیا نه لري.

فایزر او بایو اېن تیک هڅه کوي ماشومانو ته د کرونا واکسین د لګولو جواز واخلي

فایزر واکسین

فایزر او بایو اېن تیک شرکتونه وايي، دوی هڅه کوي ژر تر ژره له پنځو څخه تر ۱۱ کلنو ماشومانو ته د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د لګولو رسمي جواز ترلاسه کړي.

د دغه واکسین کلینیکي ازمیښت ثابته کړه چې وړو ماشومانو ته هم بې‌ضرره دی او دوی ته خوندیتوب ورکوي.

دغو شرکتونو نن په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دغه واکسین به تر هغه ډوز چې ۱۲ کلنو او تر هغه پوخ ­عمره کسانو ته ورکول کېږي، په لږ ډوز کې ماشومانو ته ولګول شي.

په نړۍ کې څه کم شپږ میلیارد ډوزه واکسین خلکو ته لګول شوی دی، خو لا هم د نړۍ په ځینو هېوادونو کې ځیني کسان نه‌غواړي دغه واکسین ولګوي.

د اسپانیې کنري ټاپو کې اورشیندنې ګڼ اوسېدونکي بې‌ځایه کړل

د اسپانیې د کنري ټاپو لاپالما سیمه کې اورشیندنه

د اسپانیې د کنري ټاپو په لا پالما سیمه کې لږ تر لږه څلور کلي وروسته له هغې له خلکو تخلیه شول چې پرون هلته اورشیندنه یا اتشفشان پیل شو.

تر اورشیندنې وروسته هوا ته لاوا وشیندل شوه او خوټېدونکې څپې پر کورونو وربرابرې شوې.

تر اورشیندنې څو ساعته وروسته چارواکو اول د دې ټاپو د جنوب له ګڼ­‌مېشتو سیمو زیانګالي یعنې اسیب‌پذیره اوسېدونکي او څاروي وایستل.

په اورشیندنه کې چې پرون ماسپښین پیل شوه، تر اوسه د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG