د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

ګارډین: له افغانستانه د بریتانیا د ایستلو مأموریت په بشپړېدو دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • کرېسچین ساینس مانیتور

کرېسچین ساینس مانیتور ورځپاڼه لیکي، له افغانستانه د امریکا د وتلو مسئله مهمه نه‌ده، مهمه له دې هېواده د وتلو بڼه ده چې له همدې کبله د متحده ایالاتو متحدان له اروپا تر منځني ختیځ او اسیا دا له اندېښنو ډکه پوښتنه کوي چې تر څه بریده د خپلو مهمو امنیتي ګټو په برخه کې پر واشنګټن اعتماد کولای شو؟

ورځپاڼه بیا لیکي، د دې هېوادونو د اندېښنو اصلي سبب دا جګړه ده چې دوه لسیزې یې دوام وکړ، ناټو او شریکان‌یې په‌کې ښکېل شول او په څو اوونیو کې د متحده ایالاتو له یوې پرېکړې سره پای ته ورسېده، داسې چې امریکا له خپل لوري د وتلو مهالوېش وټاکه، پرته له دې چې له خپلو شریکانو سره ډېرې مشورې وکړي.

کرېسچین ساینس مانیتور بیا لیکي، دا څرګنده ده چې د بایډن اداره ټینګار کوي چې له افغانستانه وتل یوه ځانګړې قضیه ده، له یوې دوامداره جګړې بهر کېدل دي او د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان ویلي دي چې د واشنګټن اړیکې له پخوانیو شریکانو سره سپېڅلې دي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د اګسټ تر ۳۱مې ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي.

  • وال سټریټ ژورنال

د لوېدیځ بله ورځپاڼه، وال سټریټ ژورنال په دې اړه لیکي، راتلونکې اوونۍ چې ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه وځي، لږ تر لږه یوه امریکایي ته په دغه هېواد کې شا کوي، مارک فریریکس چې پروسږکال افغان ملېشه‌وو برمته کړ.

ورځپانه لیکي، طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې د لوېدیځ یو شمېر کسان برمته کړي دي، خو داسې باور دی چې ښاغلی فریریکس به وروستی یو وي چې دې ډلې چې اوس پر افغانستان واکمنه ده، نیولی وي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، د فریریکس کورنۍ پر ولسمشر بایډن فشار راوستی دی چې موافقه ترلاسه کړي او د ملکي چارو دغه انجنیر راخوشې کړي.

ورځپاڼې بیا د فریریکس د خور چارلین کاکورا خبره رااخیستې ده چې وایي، ولسمشره تاسو ویل چې هر امریکایي چې غواړي کور ته راشي هغه به تر کوره رسوم، نو د دې ورور هم خوندي تر خپل کوره ورسوه.

پر کابل د اګسټ پر ۱۵مه د طالبانو تر واکمنۍ راوروسته په لسګونه زره بهرنیان او افغانان د حامد کرزي هوایي ډګر له لارې وتلي دي.

ځینو هېوادونو تقریباً خپل ټول خلک ایستلي دي.

  • انډپنډنټ

انډپنډنټ ورځپانه لیکي، پولنډ لومړی اروپایي هېواد شو چې له افغانستانه‌یې د خلکو د ایستلو چارې پای ته ورسولې.

دې ورځپاڼې د پولنډ د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر مارسین پرژیدیچ پرونۍ خبره اقتباس کړې ده چې وایي، پولنډ د خپلو ډیپلوماتانو او پوځیانو ژوند نور په خطر کې نه‌شي اچولی او خپله وروستۍ ډله‌یې هم له افغانستانه وایستله.

  • ګارډین

بله ورځپاڼه، ګارډین بیا د بریتانیا د صدراعظم بورېس جانسون په وینا لیکي، له افغانستانه د بریتانیا د ایستلو مأموریت په بشپړېدو دی او غوڅ اکثریت هغه افغانان چې له شرایطو سره سم و، له افغانستانه ایستل شوي دي.

بورېس جانسون پرون دا خبره هم وکړه چې دا لومړی پړاو دی او که چېرته اړتیا وه د اګسټ تر ۳۱مې وروسته به هم که د طالبانو موافقه‌یې ترلاسه کړه، یو شمېر کسان وباسي.

XS
SM
MD
LG