د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: نړېوال دې افغان پناه غوښتونکو ته پناه ورکړي

د کابل هوايي ډګر کې راټول افغانان
د کابل هوايي ډګر کې راټول افغانان

د بښنې نړیوال سازمان امنیسټي انټرنیشنل د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې پناه غوښتونکو افغانانو ته ځای ورکړي.

د دغه سازمان د جَنوبي اسیا برخې نن په خپل ټوېټر لیکلي زرګونه کسان په افغانستان کې له خطر سره مخ دي او غواړي له دغه هېواده ووځي څو ځان او خپله کورنۍ خوندي کړي.

امنیسټي انټرنیشنل غوښتنه کړې چې ټول باید د افغانستان لپاره سره یو لاس شي.

له کله چې طالبانو په افغانستان ولکه ټینګه کړې لسګونه زره کسان په دې لټه کې دي چې له هېواده ووځي.

که څه هم طالبانو ویلي چې له چا سره کار نه لري او له هېواده دې نه وځي خو خلک په وېره کي دې چې دا ډله به د خپلې تېرې دورې په څېر بیا په خلکو زور زیاتی پيل کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د یوناما مشرې له افغانانو سره د هند د بشري ملاتړ او حیاتي مرستو مننه کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما وايي، د دې ادارې مشرې روزا اوتنبایووا په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر ایس جی شنکر سره په کتنه کې له افغانانو سره د هند د بشري ملاتړ او حیاتي مرستو مننه وکړه.

د یوناما د اعلامیې له مخې اوتنبایووا په دې کتنه کې په افغانستان کې د موجوده چلنجونو ختمېدو لپاره د هند د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ پر ارزښت هم بحث وکړ.

شنکر پر خپله ایکس شبکه لیکلي چې په دې کتنه کې یې د افغانستان پر اوسني وضعیت نظرونه تبادله کړل او دا موضوع یې هم یاده کړه چې هند افغانستان ته د غنمو، درملو، قرطاسیې او نورو توکو په برخه کې مرسته کړې ده.

هند ویلي چې له ستونزو او محدودیتونو سره سره په افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

فوټسال؛ ایران افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن د آسیا ملتونو جام کې خپله لومړنۍ لوبه ایران ته درې د یوه پر وړاندې بایلو ده.

په دغه لوبه کې چې د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک چې د دغه جام کوربه دی، ترسره شوه، ایران د لوبې په لومړي دور کې یو ګول وواهه او په دوهم دور کې یې دوه نور ګولونه ووهل.

د افغانستان لوبډله وتوانېده چې په دوهم دور کې یوازې یو ګول ووهي.

ایران تر دې مخکې د دې جام دولس ځلي اتلولي خپله کړې ده.

افغانستان په ډيD ګروپ کې له ایران، کوېټ او بحرین سره یوځای دی.

د افغانستان دوهمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ له کویټ سره ده.

که افغانستان وکولای شي دوه لوبې وګټي د دې جام بل پړاو ته لار نه موندلی شي.

د دې جام لوبې چې نن پیل شوې، د اپرېل تر ۲۸مې نېټې به دوام وکړي.

ورښتونه او سېلابونه؛ د کندهار- ارزګان لویه لاره یې تړلې

 د کندهار-ارزګان لویه لاره - ارشیف
د کندهار-ارزګان لویه لاره - ارشیف

د ارزګان چارواکي د ورښتونو او سېلابونو له امله د ارزګان ـ کندهار د لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکوي.

د ارزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند بلال ارزګاني ازادي راډيوته وویل چې نن سهار دغه لویه لاره د سېلابونو له امله د ټرافیکو پرمخ وتړل شوه او موټر چلوونکي دې تربلې خبرتیا پورې پر دې لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

هغه همدارنګه وویل چې د ارزګان د مرکز ترینکوټ او د هراوود ولسوالۍ لویه لاره هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې چې د خلاصون لپاره یې هڅې پیل شوي دي.

د ارزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو څو ورځو راهیسې ورښتونه او سېلابونه ادامه لري چې له امله یې ۱۲ کسان مړه شوي، ۳۶ تنه نور ټپیان دي اوپه سلګونو کورونه اوپه زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

سیف ده چلډرن: له پاکستانه ستانه شوي دوه نیم لکه افغان ماشومان هر اړخیز ملاتړ ته اړتیا لري

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایي، په تېرو ۷ میاشتو کې له پاکستانه د بېرته راستنو شویو افغانانو نژدې دوه نیم لکه ماشومان، مناسبو کورونو، خوړو او د زده کړو لاسرسي ته اړتیا لري.

سیف ده چلډرن نن پنجشنبې په خپله وېب پاڼه کې لیکلي، د هغو له ۵۲۰ زره زیاتو افغانانو له ډلې چې د تېرکال د سپټمبرله میاشتې راهیسې له پاکستانه ایستل شوي یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي، نژدې نیمایي یې ماشومان دي.

د هغې سروې له مخې چې دې ادارې د بېرته راستنو شویو کورنیو او د کوربنو ټولنو په اړه کړې، موندنې یې ښیي چې نژدې ټولو یعنې ۹۹ سلنه یې ویلي چې د راتلونکې یوې یا دوو میاشتو لپاره کافي خواړه نه لري.

د دغې سروې له مخې، په کوربه ټولنو کې د راستنو شویو درې پرڅلورمه برخه یې ویلي چې د لویانو د خوړو مصرف یې محدود کړی ترڅو کوچني ماشومان وکولای شي چې لږ تر لږه دوه ورځې په اوونۍ کې ډوډۍ وخوري.

دغه راز ویل شوې چې د راستنو شویو او کوربنو کورنیو ۴۰ سلنه یې خواړه پوروي یا لږترلږه په اوونۍ کې درې ورځې په خپلو خپلوانو تکیه کوي.

سیف دي چلډرن ویلي په افغانستان کې اته میلیونه ماشومان یا په درېیو کې یو یې د لوږې له بحراني کچې سره مخ دي.

د سروې له مخې، له پاکستانه د راستنو شویو هرو شپږو کورنیو له ډلې نژدې یوه یې په خېمو کې اوسي او د راستنو شویو ماشومانو دوه پردرېیمه برخه یې هم ښوونځي ته لاسرسی نه لري.

د پاکستان پوځ: له افغانستانه را اوښتونکي ۷ وسله وال مو وژلي

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښه - ارشیف
د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښه - ارشیف

د پاکستان پوځ وایي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو پرون چهارشنبه هغه ۷ وسله وال وژلي چې غوښتل یې په پټه له افغانستانه د دوی خاورې ته ورشي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې پر اساس وایي چې دغه وسله وال غلام خان بندر ته نژدې چې له خیبر پښتونخوا سره پر پوله پروت دی، وپېژندل شول او له منځه ولاړل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان په پرله پسې ډول د طالبانو له حکومته غوښتي چې خپلې پولې سمې مدیریت کړي او پاکستان هیله لري چې د طالبانو حکومت وسله والو ته د پاکستان په ضد د افغانستان د خاورې د کارونې اجازه ورنه کړي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د هغوی یوه کورنۍ موضوع ده.

طالبانو په وار وار ادعا کړې چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.

ملګري ملتونه: تېرکال مو افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومتره کانالونه جوړ کړي

ارشیف
ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP وایي، تېرکال یې په افغانستان کې د محلي ټولنو په مرسته د اوبو نژدې ۴۷۰ کیلومتره کانالونه جوړکړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې په افغانستان کې بزګر، اوبو ته له لاسرسي پرته ژوند نه شي کولای او زیاتوي د اوبو دغه کانالونه به له دوی سره مرسته وکړي چې خواړه یې زیات، خپلې کورنۍ تغذیه او هم اضافي محصولات وپلوري او ژوند وکړي.

په افغانستان کې د څو کلونو وچکالۍ وروسته، وروستیو ورښتتونو بزګر له خپلو کروندو د راتلونکي کال ښه حاصل ته هیله‌ من کړي دي.

د ورښتونو او سېلابونو له کبله د مړو شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۷۰ ته رسېدلی

په ننګرهار کې د باران او سېلاب له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په ننګرهار کې د باران او سېلاب له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

په افغانستان کې د تېرو ۵ ورځو ورښتونو او سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر شاوخوا ۷۰ ته رسېدلی دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند جانان سایق نن چهارشنبه ویلي چې دغو ورښتونو او سېلابونو کې چې په اکثرو ولایتونو کې راوتلي ۵۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د سایق په حواله ویلي چې په سېلابونو کې ۲۶۰۰ کورونه او ۹۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه تخریب شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون د سېلابونو له کبله پر اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو اندېښنه وښوده او وې ویل، سېلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یو طالب چارواکی: صنعت د نظام د ملا تېر دی، معیاري توب او ښه والي ته یې کار کوو

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، صنعت د نظام د ملا تېر دی او په خبره یې د ښه والي او معیاري توب لپاره یې کار کړی.

د دغه وزارت د سوداګرۍ عمومي رییس محمد زبیر دین پرور دغه څرګندونې په پروان ولایت کې د " عالیست افغانیست" په نوم د کورنیو تولیداتو د درې ورځنی نندارتون په پای کې وکړې.

په دغه نندارتون کې چې پرون سه شنبه پای ته ورسېد، په څه باندې سلو غرفو کې افغاني تولیدات او محصولات نندارې ته ایښودل شوي وو.

دا هڅې داسې مهال کیږي چې په کور دننه صنعت کاران د برېښنا د کموالي په ګډون د یو شمېر نورو اسانتیاوو له کموالي شکایتونه لري.

د عالیست افغانیست په نوم د نندارتونونو لړۍ ۲۰۱۷ کال کې د تېر پرزیدلي جمهوري نظام پر مهال پيل شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د طالبانو لخوا د ۲ تلویزوني چینلونو بندول غیر قانوني دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز لوګو
د افغانستان د خبریالانو مرکز لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د دوو ټلویزیوني چینلونو پر خپرونو بندیز غیر قانوني اقدام بللی دی.

د طالبانو حکومت پرون د نور او بریا په نوم ټلویزیونه بند کړل او ویې ویل چې د دوی اړوندې دوسیې یې محکمې ته سپارلې دي.

د خبریالانو مرکز نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا پرېکړه د هېواد د ټولنیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې ده.

د رسنیو د ملاتړ دې ټولنې د دې پرېکړې د لغوې او د دې دوو رسنیو د فعالیت د سمدستي پیل غوښتنه کړې.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنو د کمیسیون غړي ذبیح الله سادات پرون ماښام خبریالانو ته وویل چې نور او بریا ټلویزیوني چینلونو اصول تر پښو لاندې کړي وو او سره له دې چې په وار وار ورته ویل شوي و، چې د هېواد ملي ګټې او د ژورنالېزم اصول په پام کې وساتي، خو د ده په وینا هغو دا سپارښتنې له پامه غورځولې وې.

نور ټلویزیون د جمعیت اسلامي د مشر صلاح الدین رباني او بریا ټلویزیون د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا جوړ شوي وو.

د طالبانو حکومت ۲ تلویزونونه تړلي او دوسیې یې خپلې محکمې ته سپارلې دي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت د نور او بریا په نوم ټلویزیونه تړلي او ویلي یې دي چې د دوی اړوندې دوسیې یې محکمې ته سپارلې دي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنو کمیسیون پرون ناوخته د دې رسنیو د خپرونو د بندېدو خبر ورکړ.

د دې کمیسیون غړي ذبیح الله سادات یوې خبري غونډې ته وویل چې دې ټلویزیونونو اصول تر پښو لاندې کړي وو او سره له دې چې په وار وار ورته ویل شوي و، چې د هېواد ملي ګټې او د ژورنالیزم اصول په پام کې وساتي، خو د ده په وینا هغوی دا سپارښتنې له پامه غورځولې وې.

نور ټلویزیون د جمعیت اسلامي د مشر صلاح الدین رباني او بریا ټلویزیون د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له خوا جوړ شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG