د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

وال سټریټ ژورنال: د طالبانو د خنډونو له کبله ګڼې چارتر الوتکې تقریباً تشې ستنېږي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • وال ستریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د اګسټ ۳۱مې ته چې د امریکا ولسمشر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو وروستۍ نېټه ټاکلې، په اشارې لیکلي چې د دې نېټې له رارسېدو سره هغه خلک نهیلي کېږي چې لا هم نه‌دي ژغورل شوي او په افغانستان کې پاتې دي.

ورځپاڼې په عین حال کې د هغو پخوانیو پوځیانو، پوځي قراردادیانو او مرستندویانو یادونه کړې چې له افغانستانه د خلکو د ایستلو چارې پر مخ بیايي.

وال سټریټ ژورنال د امریکا د دفاعي قراردادي اېرېک پرنس په اړه لیکلي چې له کابله په چارتر الوتکو کې د هر سړي پر سر ۶،۵۰۰ ډالره اخلي.

ورځپاڼه زیاتوي، د امریکا او ناټو ځواکونه په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته ځانګړې ژغورونکې ډلې استوي چې خپل کسان او همداراز هغه افغانان هوايي ډګر ته ولېږدوي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له دوی سره کار کړی دی.

ورځپاڼې د هغو خنډونو یادونه هم کړې چې په وروستیو ورځو کې طالبانو د هوايي ډګر په لاره کې پېښ کړي دي او له کبله‌یې ګڼې چارتر الوتکې تقریباً تشې ستنېږي.

  • یو اېس ټوډې

یو اېس ټوډې ورځپاڼې هم له افغانستانه د امریکايي، ائتلافي ځواکونو او افغانانو د ایستلو پر عملیاتو لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ پر اساس لیکلي چې د سې شنبې په ورځ د امریکا او ائتلافي ځواکونو له افغانستانه نږدې ۱۹ زره تنه وایستل.

د سې شنبې په ورځ د امریکا ۴۲ پوځي الوتکو له کابل څخه ۱۱ زره ۲۰۰ تنه او د نورو هېوادونو الوتکو ۷،۸۰۰ تنه وایستل.

له افغانستانه په الوتکو کې د خلکو د ایستلو روان عملیات په تاریخ کې د هوا له لارې تر ټولو ستر بلل شوي دي.

په همدې ورځ ولسمشر بایډن وویل چې د امریکایانو، د امریکا د متحدانو او همداراز د هغو افغانانو چې د مهاجرت ویزې ورکړل شوي یا د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دي، د ایستلو چارې سمې پر مخ درومي.

ولسمشر بایډ‌ن ویلي، ښه ده چې ژر دا عملیات بشپړ شي.

ښاغلی بایډن د دې پلوی دی چې د اګسټ تر پایه د ایستلو عملیات بشپړ شي، خو ده په عین حال کې ویلي چې دا د طالبانو له همکارۍ سره تړاو لري، که طالبان همکاري وکړي دوی به له افغانستانه د ایستلو عملیات تر ټاکلې نېټې بشپړ کړي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې بیا د طالبانو لاس ته د ۱۰۰ هليکوپټرو د لوېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې د روسیې د وسلو د صادراتو د دولتي ادارې د رئيس په قول لیکلي، طالبانو تر ۱۰۰ ډېر روسي هليکوپټرونه نیولي، خو طالبان له دغو هليکوپټرو څخه تر ډېره کار نه‌شي اخیستلی ځکه چې د هغو د ساتنې عمله نه‌لري او پُرزې نه‌شي ترلاسه کولای.

XS
SM
MD
LG