د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

مېل انلاین: امریکایي ځواکونو ته د طالبانو نوی خبرداری


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • مېل انلاین

مېل انلاین ورځپاڼې امریکایي ځواکونو ته د طالبانو پر نوي خبرداري یوه لیکنه خپره کړې ده.

طالبانو پرون وویل، که ټول امریکایي ځواکونه د همدې اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې له افغانستانه ونه‌وځي، دا کار به له ځان سره عواقب ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې وروستیو کې وویل، امکان شته چې له افغانستانه د دوی د همکارانو د ایستلو عملیات د اګسټ د ۳۱مې نېټې له ضرب‌الاجل نه هم واوړي.

د دې چارې لپاره اړتیا ده چې د امریکا زرګونه سرتېري هم افغانستان کې پاته شي.

مېل انلاین د طالبانو د مرکچي پلاوي د یوه غړي سهیل شاهین په حواله لیکلي، افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو د پاته کېدو موده تمدید نه‌کړي.

د مطلب په دوام کې دا هم راغلي چې د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون به له جو بایډنه وغواړي چې له افغانستانه د خپلو همکارانو د ایستلو مهلت وغځوي.

امریکایي چارواکو له کابله د خپلو همکارانو د ایستلو عملیات بې‌ساري بللي او ویلي یې دي، تر اوسه‌یې شااوخوا ۳۷ زره کسان تخلیه کړي دي.

  • نیوزویک

نیوزویک مجلې هم پر همدې موضوع لیکنه خپره کړې او لیکلي ېې دي، که امریکا او بریتانیا د افغانانو د تخلیې د دوام غوښتنه وکړي، له منفي ځواب سره به مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا دغه عملیات ګړندي کړي او د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، یوازې د اګسټ د ۲۲مې او ۲۳مې نېټې ترمنځ موده کې نږدې ۱۰ زره کسان په ۲۸ الوتکو کې ایستل شوي دي.

  • هل

هل ورځپاڼې بیا یوه مطلب کې لیکلي چې د فرانسې ځانګړو ځواکونو د اروپایي ټولنې ۲۰۰ غړي د کابل هوایي ډګر ته انتقال کړي دي.

ورځپاڼې دا خبره کابل کې د فرانسې د سفیر د یوه ټویټ په حواله کړې ده.

دا خبره داسې مهال کېږي چې امریکا تازه له خپلو اتباعو او افغان همکارانو غوښتي چې له مخکېني احوال پرته دې د کابل هوایي ډګر ته نه‌ځي.

امریکایي چارواکو د کابل هوایي ډګر شااوخوا د داعش د ګواښ خبر هم ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان ویلي، دا ګواښ واقعي دی.

XS
SM
MD
LG