د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د افغانستان د مخ پر خرابېدونکي اقتصادي وضعیت د لاس انجلس ټایمز تبصره


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • هیل

هیل ورځپاڼې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د اوو افغان ملکیانو د مړه کېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.

د بریتانیا دفاع وزارت پرون وویل چې دا کسان د سختې ګڼې ګوڼې له کبله مړه شوي دي.

د دې وزارت په اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي شوې ده.

د هیل ورځپاڼې په مقاله کې راغلي چې له یوې اوونۍ راهیسي چې کابل د طالبانو لاسته لوېدلی دی، زرګونو کسان غواړي چې له افغانستانه ووځي.

د امریکا دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل چې ۱۷ زره کسان په تېره یوه اوونۍ کې له افغانستانه ایستل شوي دي.

په همدې حال کې زرګونو امریکايي سرتیري په کابل هوايي ډګر کې د امریکايي او هغوی د افغان همکارانو په انتقال بوخت دي.

تردې مخکې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته ویلي وو چې د امریکا د حکومت د مسولینو له خوا له مخکې اطلاع پرته دې هېڅوک هوايي ډګر ته نه ځي.

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د مخ پر خرابېدونکي اقتصادي وضعیت ته پام کړی دی.

ورځپاڼې په دې اړه په یوه مقاله کې لیکلي: په داسې حال کې چې طالبان پر افغانستان خپل کنټرول ټینګوي، دغه هېواد له اقتصادي بحران سره مخامخ دی ځکه د نړۍ قدرتونو او نړیوالو مالي ادارو د افغان حکومت میلیاردونه شتمني کنګل کړې چې د طالبانو لاسته ونه لویږي.

مقاله یادونه کوي چې له شلو کلونو راهیسي نړیوالو مرستو د افغان حکومت په څلورو کې درې برخې مصارف پوره کړي او اوس چې طالبانو د کابل کنټرول په لاس کې واخېست، نړیوالې مرستې له دې کبله هم ښايي له خطر سره مخامخ شي چې امریکا، اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه پر دې ډله بندیونه ولګوي.

د لاس انجلس ټایمز د مقالې په وینا، په ۲۰۱۹میلادي کال کې افغانستان ۴.۲ میلیارده ډالر نړیوالې مرستې تر لاسه کړې وې.

وروسته په مقاله کې راغلي چې طالبان تر فشار لاندې دي چې افغانانو او نړۍ ته ثابته کړي چې دوی دولتي کار کوونکو ته معاش ورکولای شي، تېل او ګاز پیرلای شي، د پاکۍ او نظافت خدمات وړاندې کولای شي، د روغتونونو چارې پرمخ وړلای شي او افغانستان د عصري کولو پر لور بېولای شي.

په مقاله کې راغلي، کله چې طالبانو یو ځل بیا واک ترلاسه کړ، په سنیکر بوټونو او کموفلاژ کالو کې د دوی جنګیالي اوس له دې حقیقت سره مخامخ دي چې حکومتولي به کوي.

مقالې یادونه کړې چې په ټول افغانستان کې خال خال لاریونونه هم شوي ځکه افغانان اوس له هغسي ازادیو سره اموخته شوي چې شل کاله مخکې يې نه درلودې لکه لوړې زده کړې، مدني ازادي او د بیان ازادي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG