افغانستان
یو افغانی یهود: د طالبانو له واکمنېدو سره-سره له هېواده نه وځم
په افغانستان کې یوازینی پاتې یهود وايي چې د طالبانو له واکمنېدو سره-سره به له خپل هېواده ونه وځي.
د نیوزویک د راپور له مخې، ۶۲ کلن زیبولون سیمنتوف (Zebulon Simentov) مخکې ویلي و چې که بیا طالبان واک ته ورسېدل له افغانستانه به ووځي.
ده اوس ویلي چې له دې سره-سره چې مېرمن او ماشومان یې په ۱۹۹۸ میلادي کال اسراییل ته لاړل، په کابل کې پاتې کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کوچنیانود حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو کمیټه: "د زوجینو د تفریق اصولنامې" ځینې برخې له بشري حقوقو څرګنده سرغړونه ده
د کوچنیانود حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو کمیټه د طالبانو لخوا "د زوجینو د تفریق اصولنامې" ځینې برخې له بشري حقوقو څرګنده سرغړونه ګڼي.
د کمیټې د دوشنبې ورځې اعلامیې وویل چې دغه اصولنامه د کوچنیانو واده ته جواز ورکوي چې له نړیوالو قوانینو څرګنده او سیستماتیکه سرغړونه ګڼل کیږي.
کمیټه زیاتوي چې "دکوچنیانو ودول نه یواځې دا چې یو زیانمن کار دی بلکه له بشري حقوقو یوه اساسي سرغړونه هم ده. "
اعلامیه زیاتوي چې د کوچنیانو ودول په ځانګړې توګه نجونې د زور زیاتي ، استثمار، له وخته مخکې او اجباري امیدواري، له زده کړو محرومیت او بدني او رواني زیانونو سره مخ کوي.
د " زوجینو د تفریق اصولنامه" چې څو اونۍ مخکې د طالبانو د حکومت لخوا صادره شوه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. دنورو ترڅنګ افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت، یوناما، ویلي چې دغه اصولنامه دافغان ښځو او نجونو حقوق کمزوري کوي او سیستماتیک تبعیض په قانون او عمل کې نور هم ټینګوي.
امنیت شورا د یوناما د ماموریت د تمدید لپاره غونډه کوي
امنیت شورا دوه اونۍ وروسته افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ، یوناما ،د تمدید لپاره غونډه کوي.
یوناما د دوشنبې په ورځ وویل چې امنیت شورا به د جون په ۱۶ ددغه ماموریت دغځولو لپاره غونډه وکړي.
د امنیت شورا غړو هیوادونو په تیرې کب میاشت کې د یوناما ماموریت دمعمول خلاف د دریو میاشتو لپاره تمدید کړ.
تردې مخکې د یوناما ماموریت دیوه کال لپاره تمدید کیده.
یوناما دغه راز ویلي دي چې د جون په اتمه هم امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي.
ملګري ملتونه:افغانستان د هغو هیوادونو څخه دی چې د زیږون په مهال د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي افغانستان د هغو هیوادونو څخه دی چې د زیږون په مهال د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده او په هرو سلوزرو ژوندیو ولادتونو کې ۶۰۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
اوچا د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د ماهرانو پاملرنه او ښځینه روغتیاپالانې ژوند ژغولی شي خو په طبي خدماتو کې د ښځو په ګډون محدودیتونه د ژوند ژغورنې خدماتو ته د ښځو لاسرسی محدودوي.
څه د پاسه ۴ کاله کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شپږم ټولګي پورته نجونو په زده کړو او تحصیلاتو بندیز لګولي او طبي انستیتیوتونو ته یې هم ددوی ورتګ منع کړی دی.
د کورنیو او بهرنیو فشارونو سره سره د طالبانو د حکومت په دغه پالیسۍ کې د بدلون کومه نښه تراوسه نه ترسترګو کیږي.
افغانستان ته د حاجیانو د بیرته ستنیدو بهیرپیل شو
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وایي، د حج مناسکو له اداء کولو وروسته هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر پیل شو. دې وزارت نن دوشنبې پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دې بهیر په لومړي پړاو کې نن سهار د کام آیرهوایي شرکت په لومړنۍ الوتنه کې ۳۴۶ حاجیان د سعودي عربستان له جدې ښارڅخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را ورسیدل. د دې وزارت په خبره سعودي عربستان ته تللي ټول دیرش زره حاجیان به په دوو پړاوونو کې د هیواد څلورو هوایي زونونو، کابل، بلخ، کندهاراو هرات ته انتقال شي. سږکال د افغانستان په شمول د نړی شاوخوا یونیم ملیون حاجیانو په دغو مراسمو کې چې ویل کیږي د تودوخې درجه بیساري حد یعنې د سانتیګراد په کچه شاوخوا پنځوسو ته رسیدلې وه، ګډون کړی و.
د ناروې د کډوالو شورا وایي، په ایران کې میشت افغان کډوال زیاتو مرستو ته اړتیا لري
د ناروې د کډوالو شورا مشر وایي، په ایران میشت افغان کډوال ډیرو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یان ایګلنډ د یکشنبې د ورځې ناوخته پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، په ایران کې میشت له څلور ملیونه زیات افغانان لا ډیرو مرستو او ملاتړ ته بیړنۍ اړتیا لري. نوموړي افغان او ایراني ماشومانو ته په اشاره لیکلي چې دوی په ایران کې د وروستیو سختو بمباریو له امله له ژورو رواني اختلالاتو سره مخ شوي دي. د هغه په خبره د دوی ډیرو میندو او پلرونو ورته ویلي، هغه لږعاید چې مخکې یې درلود هغه یې هم د جګړې او اقتصادي بحران له امله له لاسه ورکړی دی. ایران له څو لسیزو راهیسې د ملیونونو افغان کډوالو کوربتوب کړی خو په هغه هیواد کې اقتصادي ستونزو او وروستۍ جګړې د دغو کډوالو وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی.
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم به دوشنبه ماخوستن د مالدیف په وړاندې لوبه وکړي
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم به دوشنبه ماخوستن د مالدیف په وړاندې لوبه وکړي.
دا لوبه د افغانستان، پاکستان، بنګله دیش او کوربه مالدیف د څلور اړخیزو سیالیو لومړۍ لوبه ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د نوي سر روزونکي له خوا ملي ټیم ته ټول ور بلل شوي لوبغاړي مالدیف کې دي او د لوبو لپاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.
تمه ده افغان ټیم له مالدیف وروسته د جون په څلورمه له بنګله دیش او د جون په اوومه له پاکستان سره لوبه وکړي.
طالبانو د غزني په اندړ کې له یوه ډله ځوانانو د تفریح او موسیقي وسایل ټول کړي
په غزني ولایت کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکو د اندړو ولسوالۍ له پارکه د ځوانانو د تفریح او موسیقۍ وسایل او اسباب ټول کړي.
دې ادارې ویلي چې د لډو ۱۵ تختې، اته ټیپونه او ۱۴ دایرې یې راټولې کړي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته د ځوانانو د جامو او ویښتانو د سټایل څخه نیولې تر تفریح او ګڼو نورو برخو له محدودیتونو سره مخ کړي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د تمباکو له زیانونو باید افغانان وساتل شي
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان دفتر د تمباکو د نه کارولو په نړیواله ورځ د تمباکو له زیانونو د افغانانو د ساتنې غوښتنه وکړه.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سینیرا سلواډو، وویل چې د تمباکو له زیانونو د افغانانو د ژغورل د ټولو یو ګډ مسوولیت دی.
دغه سازمان همداراز په خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې د داسې کارځایونو په رامنځته کولو ټینګار کړی چې پکې عمدتاً د سګرټو لوګی منع وي.
هر کال، د می ۳۱مه د تمباکو د نه کارولو نړیواله ورځ ده.
په افغانستان کې دمګړۍ څه باندې دوه میلیونه کسان سګریټ، چلم یا د تمباکو نور ډولونه څکوي.
په ناروې کې د طالبانو پر ضد د ځینو افغان فعالانو او ښځو اعتراض
لسګونو افغان فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو د ناروې پارلمان مخته د طالبانو د زوجینو د اصولنامې او د ښځو په وړاندې د هغوی د محدوونکو پالیسیو پر ضد اعتراض وکړ.
په دې اعتراضي غونډه کې ګډونوالو د طالبانو وروستۍ اصولنامه د کم عمره نجونو د ودونو اسانچارې او د ماشومانو د حقونو ښکاره سرغړونه وبلله.
فعالانو د ناروې له حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره پریکنده اقدامات وکړي.
د شنبې په ورځ هم په برلین کې سلګونو افغان فعالانو او ښځو د طالبانو پر ضد لاریون وکړ او د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې یې د طالبانو له لوري لګول شوي بندیزونه وغندل.
طالبانو له تېرو پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم بند کړی.
که څه هم طالبان ادعا لري چې د ښځو حقونه یې د شریعت له مخې تامین کړي خو افغان ښځې او نجونې په لویه کچه له کار او هر ډول ټولنیزو – سیاسي فعالیتونو محرومې دي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر وایي، د ایران جګړې په دغه هیواد کې یو شمیر افغان کډوال بیکوره کړي
د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي چې په ایران کې وروستۍ جګړې د افغان کډوالو په ګډون د ملیونونو خلکو ژوند سخت اغیزمن کړی دی.
یان ایګلند، چې په دې وروستیو کې یې ایران ته سفر کړی، د شنبې په ورځ، د جون په ۲۹مه په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې په ایران کې د وروستۍ جګړې په ترڅ کې، د ایراني کورنیو او افغان کډوالو په ګډون درې میلیونه او دوه لکه خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر زیاته کړه چې د دې خلکو اکثرو خپلې سپمولې پیسې او کورونه له لاسه ورکړي او ځینو یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي.
هغه وویل چې د دوی شورا له جګړې ځپلو افغان کډوالو او ایرانیانو سره د مرستې لپاره د بودیجې له سخت کمښت سره مخ ده.
د ناروې د کډوالو شورا د احصایو له مخې، په ایران کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.