په کابل کې د طالبانو او یو شمېر نورو سیاستوالو ترمنځ د راتلونکي حکومت او نظام د جوړېدو پر لارو چارو خبرې روانې دي.
نن او پرون د طالبانو د مشرانو او د جمهوریت د یو شمېر سیاستوالو ترمنځ د لیدو کتو انځورونه هم رسنیو ته راوتلي دي.
اوس پوښتنه دا ده چې طالبان د څه ډول حکومت او نظام د رامنځته کېدو فکر لري؟
د دوی نظام باید څه ډول وي چې هم په کور دننه ټولو ته غیږ پرانیزي او هم یې نړیوال په رسمیت وپیژني.
د ازادي راډیو خبریال اسدالله لودین په همدې تړاو د حقوقي او سیاسي چارو له کتوونکي عبدالستار سعادت سره مرکه کړې او په پیل کې پوښتلی چې ولې د څلورو ورځو په تېریدو د سیاسي خلا ډکېدو ته اقدام نه دی شوی؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ: