د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۵

نړۍ

شمالي مقدونیې یو بل روسی ډپلومات له خپلې خاورې وایست

د شمالي مقدونیې ملي بیرغ
د شمالي مقدونیې ملي بیرغ

شمالي مقدونیې یو بل روسی ډپلومات له خپلې خاورې وایست. دې هېواد تر دې مخکې بل روسی ډپلومات پرته له دې چې علت یې څرګند کړي، له خپلې خاورې ایستلی و.

د شمالي مقدونیا د بهرنیو چارو وزیر بوچارعثماني پرون سې شنبې وویل چې د روسیې سفیر یې تېره اوونۍ احضار کړی او له دې هېواده یې د روسي ډپلومات د ایستلو پرېکړه ورته اعلان کړې وه.

هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې هېواد یې چمتو دی د خپل او د خپلو متحدانو د امنیت د خوندي کولو لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر الکساندر ګروشیکو په غبرګون کې ویلي چې مسکو به ورته اقدامات وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د پاکستان پر یوه امنیتي اډه په برید کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي

پاکستاني رسنیو د پولیسو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ په بویا سیمه کې پر یوه امنیتي پوځي اډه د وسلوالو په برید کې څلور بریدګر وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، بریدګر د اډې انګړ ته له ننوتلو وروسته پر امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړې چې له هغې وروسته نښته رامنځته شوه او په ترڅ کې یې ټول څلور بریدګر ووژل شول. د دې پېښې پر مهال څلور امنیتي سرتېري ټپیان هم شوي دي.

د پولیسو چارواکو ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې ښايي بریدګرو له موټربم یا ځانمرګي واسکټ څخه کار اخیستی وي. د ځایي رسنیو په وینا، د یوې سترې چاودنې غږ د پېښې له ځایه شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې، د میرانشاه تر سیمې پورې اورېدل شوی دی.

امریکا ته د اوکراین او روسیې پلاوي روان دي

ټاکل شوې ده چې نن د اوکراین یو پلاوی د امریکا په میامي کې له امریکایانو سره پر دې خبرې وکړي چې څرنګه په اوکراین کې د روسیې یرغل پای ته رسیدلی شي.

د اوکراین د جګړې او پر دغه هیواد د روسیې د تیري د پای ته رسیدو لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه طرحه چمتو کړې ده چې له دې طرحې سره د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ډیر موافق نه دی، ځکه چې د روغې جوړې په دې طرحه کې باید اوکراین د خپلې خاورې له ځینو سیمو تیر شي.

بل لور ته رویټرز اژانس میامي ته د روسیې د یوه پلاوي د تګ خبر ورکوي چې د شنبې یا یکشنبې په ورځو به له امریکایي لورې سره خبرې کوي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې مسکو په دې لټه کې دی چې پوه شي چې امریکایي پلاوي د ولسمشر ټرمپ د سولې د طرحې په تړاو له خپلو اروپایي شریکانو او کییف سره څه نتیجو ته رسیدلې دي.

د چهارشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، که چیرته کییف او اروپایي مشران د واشنګتن د سولې له پلان سره موافقې ته نه رسیږي، روسیي ځواکونه به په زوره له اوکرایني پوځیانو نورې سیمې لاندې کړي.

د امریکا سنا ستره دفاعي بودیجه تصویب کړه

د امریکا د کانګرس ودانۍ
د امریکا د کانګرس ودانۍ

د امریکا سنا د دوه زره شپږ ویشتم مالي کال لپاره د (۹۰۱) میلیارډه ډالرو دفاعي بودیجه په غوڅ اکثریت تصویب کړه.

د چهارشنبې په ورځ د سنا اووه اویا غړیو له دې بودیجې سره موافقه وکړه او د سنا شل غړیو مخالفت ورسره وکړ.

دا لایحه تیره اونۍ د امریکا د استازیو جرګې له لورې تصویب شوې وه.

په دې لایحه کې د پوځي پرسونل لپاره د معاشونو د څلور فیصده زیاتوالي او له روسیې او چین سره د پوځي سیالۍ په خاطر د نظامي تجهیزاتو د پیرودلو غوښتنه شوې ده.

د سنا تر تایید وروسته اوس لایحه سپینې ماڼۍ ته استول شوې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې لاسلیک کړي.

د کییف پلاوی د سولې د هڅو په لړ کې امریکا ته ځي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي

د سولې لپاره د اوکراین پلاوی د امریکا د متحد ایالتونو په لور روان شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن وویل چې دا هیات به سبا او بل سبا د امریکا د متحد ایالتونو له مذاکره کوونکي ټیم سره خبرې وکړي.

زیلینسکي د رسنیو د وټس اپ په یوه چټ کې خبریالانو ته نن وویل چې تر دې دمه د سولې وروستۍ منل شوې طرحه نه شته. د اوکراین ولسمشر بیا خپله پخوانۍ غوښتنه له خپلو متحدانو څخه وکړه او څرګنده یې کړه، که روسیه جګړه نه دروي له اوکراین سره مرستې زیاتې کړئ.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د سولې لپاره یوه طرحه وړاندې کړې ده چې له مخې یې کییف باید د خپلې خاورې له ځینو برخو تیر شي.

د اوکراین ولسمشر له دې طرحې سره مخالفت کړی دی.

اروپایي ټولنه: وضعیت ته په کتو، له لویدیځ بالکان سره د نژدې اړیکو اړتیا ډېره ده

د اروپایي ټولنې او بالکان هېوادونو د مشرانو غونډه
د اروپایي ټولنې او بالکان هېوادونو د مشرانو غونډه

د اروپایي ټولنې مشرانو او د لویدیځ بالکان هېوادونو پرون ماښام ( د لیندۍ ۲۶مه) په بروکسل کې د نژدې اړیکو د جوړولو هوکړه وکړه.

د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د یوې ګډې اعلامیې پر اساس ویلي، پر اوکراین د روسیې جګړې او زیاتیدونکي جیوپولیتیک ازمونونو د نژدې اړیکو اړتیا ډېره کړې ده.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د لویدیځ بالکان راتلونکې په اروپایي ټولنه کې نغښتی دی.

د البانیا، بوسنیا هرزګوینا، مونته نګرو، شمالي مقدونیا او کوسووا مشرانو د دغو خبرو لپاره بروکسل ته سفر کړی وو.

اوکراین د روسیې په جنوب کې پر یوې بیړۍ برید کړی، د عملې یوشمېر غړي یې وژل شوي

RUSSIA, ROSTOV-ON-DON - OCTOBER 13,
RUSSIA, ROSTOV-ON-DON - OCTOBER 13,

سیمه ییز چارواکي وایي چې اوکرایني ځواکونو د روسیې د جنوب په روستوف-نا-دونو بندر کې یوه بیړۍ ویشتلې او یوشمېر کسان یې په کې وژلي دي.

رویټرز اژانس د سیمې د یوه قومندان یوري سلیوسار د ټېلګرام چېنل په حواله نن پنجشنبه ویلي چې برید کې بیړۍ ته زیان رسیدلی او د عملې یوشمېر غړي یې وژل شوي دي.

نوموړي ویلي چې د اوکراین په بریدونو کې یوې تر کار لاندې هستوګنیزې ودانۍ ته هم زیان اوښتی او یوه څنګ لوري ښارګوټي کې په دوه کورونو کې اور لګیدلی دی.

اوکرایني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اوکراین او روسیې د جګړې پای ته رسیدو ته هڅې ګړندۍ شوي، خو تراوسه په کې د پام وړ کوم عملي پرمختګ نه ښکاري.

د امریکا کانګرس پر سوریې لګول شوي بندیزونه په دایمي بڼه لغو کړل

د امریکا او سوریې مشران
د امریکا او سوریې مشران

د امریکا کانګرس د چهارشنبې په ورځ پر سوریې هغه بندیزونه په دایمي بڼه لغو کړل چې د پرزول شوي ولسمشر بشارلاسد د واکمنۍ پر مهال پرې لګول شوي وو.

له دې سره د فرانس پریس په خبره جنګ ځپلې سوریه کې د پانګونې زمینه برابره شوه.

تر دې وړاندې دوه ځله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان او ترکیې په غوښتنه دغه بندیزونه ځنډولي وو.

سعودي او ترکیه د سوریې د نوي ولسمشر احمد الشرع، چې پخوانی جهادي دی، سیمه ییز ملاتړي دي.

خپله الشرع هم تر دې وړاندې پر سوریې د بندیزونو د دایمي لرې کولو غوښتنه کړې وه.

اروپايي ټولنې د نړیوال موقعیت موندنې په موخه د ګالیله دوه سپوږمکۍ فضا ته توغولي دي

د "اریان ۶" اروپايي توغندی د نړیوال موقعیت موندنې په موخه د ګالیله په نوم دوه سپوږمکۍ فضا ته توغولي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د خبر له مخې، دغه توغندی نن چهارشنبې (د ډیسمبر۱۷مه) په فرانسه کې د "کورو" له فضايي اډې توغول شوی دی.

له دې وړاندې د ګالیله سپوږمکۍ د "اریان۵" اروپايي توغندي او د روسیې "سایوز" توغندي د فرانسې له کورو فضايي اډې توغول شوي، خو په ۲۰۲۲کال کې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له کلبه د روسیې او اورپايي ټولنې ترمنځ فضايي همکاري ودریده.

"اریان۶" اروپايي توغندو د ۲۰۲۴کال په جولای میاشت کې هغه مهال خپل عملي کار پیل کړ چې د ایلان ماسک له سپیس ایکس سره اروپايي ټولنې تړون لاسلیک کړ.

د تړون له مخې، د ۲۰۲۴کال په سپټمبر کې د "فالکن۹" توغندي په فلوریډا کې د کینډي له فضايي مرکزه د ګالیله دوه سپوږمکۍ فضا ته توغولي وو.

د اوکراین دفاع وزیر وایي، متحدینو یې سږکال د وسلو د تولید پراخ مالي ملاتړ کړی او غواړي چې دا بهیر راتلونکی کال هم دوام ومومی

د اوکراین دفاع وزیر، دېنیس شمېهال وایي متحدینو سږ کال د اوکراین د وسلو له تولید سره نږدې ۵ میلیارډ ډالره مرسته کړې.

هغه زیاته کړه چې شریکانو همدارنګه په امریکا کې د اوکراین لپاره په همدومره لګښت وسلې پېرلي دي. د اوکراین دفاع وزیر دغه څرګندونې پرون سې شنبې د اوکراین د دفاعي اړیکو د تماس ډلې سره له انلاین غونډې وروسته وکړې.

هغه په ټیلیګرام کې ولیکل: "دا دواړه شمېرې ریکارډ دي، او موږ غواړو دا بهیر تر ۲۰۲۶ کال پورې هم وساتو."

د اوکراین د دفاع وزیر وویل چې جرمني پلان لري راتلونکی کال یولس نیم میلیارده یورو پوځي مرسته برابره کړي، په داسې حال کې چې برېتانیا سږ کال د اوکراین د هوايي مدافعې لپاره له بېلابېلو سرچینو ۶۰۰ میلیونه پونډه راټول کړي دي.

د اوکراین دفاع وزیردغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې هیواد کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې تیزې شوې دي. د دواړو هیوادونو مرکچې پلاوو روانه اونۍ په برلین کې د خبرو څو پړاوونه ترسره کړل او ولسمشرټرمپ وویل چې داسې ښکاري چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا د تر ټولو لویې او خونړۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره یو تړون تر بل هر وخت نږدې شوی دی.

سپینې ماڼۍ د یوشمیر نورو هیوادونو پراتباعو هم امریکاته په ننوتو بندیزولګاوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه ‌شنبې په ورځ په هغه فهرست کې د سوریې او فلسطیني ادارې په ګډون نورهیوادونه هم شامل کړل چې پر وګړو یې امریکاته په ننوتو بندیز لګول شوی.

د سپینې ماڼۍ له‌ خوا د خپرې شوې پرېکړې له مخې، دغه بندیز د بورکینا فاسو، لاوس، مالي، نیجر، سیرییلیون او د جنوبي سوډان پر اتباعو هم تطبیقېږي.

د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د جنورۍ میاشتې راهیسې چې ټرمپ بیا د ولسمشرپه توګه دنده پیل کړې، د کډوالۍ او ویزو په برخه کې یې سخته تګلاره خپله کړې او موجوده قوانین یې لاسخت کړي دي.

د روان کال په پیل کې، واشنګټن د څو هېوادونو پراتباعو امریکا ته د داخلېدو بشپړ بندیزونه ولګول، چې ډېری یې لا هم پر ځای دي.

په اغیزمنو شویو هیوادونو کې افغانستان، میانمار، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لېبیا، سومالیا، سودان او یمن شامل دي. له هغې وروسته د واشنګټن له خوا پر یوشمیر نورو هېوادونو هم محدودیتونه لګول شوي دي.


نور راوښيه

XS
SM
MD
LG