د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

بهرنیو ورځپاڼو په افغانستان د طالبانو واکمنۍ په اړه تبصرې کړې


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان
  • نوې ډموکراسۍ خپرونه

دې خپرونې په افغانستان کې د امریکا له دوو لسېزو حضور وروسته د طالبانو له خوا پر دې هېواد تسلط ته پام کړی دی.

په مقاله کې راغلي چې ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو د بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.

په دې مقاله کې راغلي چې ځیني کسان غواړي له افغانستانه ووځي. ملګرو ملتونو د افغانستان پر ګاونډیانو غږ کړی چې خپلې پولې پرانېستي پریږدي. تردې مخکې چې طالبان کابل ته ننوځي، راپور ورکړل شو چې ولسمشر غني له افغانستانه وتلی دی.

اوس پوښتنه دا ده چې بل ګام به څه وي؟ د دې پوښتنې ځواب لا هم نامعلوم دی.

په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین اسوشیټېډ پرېس ته ويلي چې هغه په دې باور دی چې خلک یو پراخ بنسټه حکومت غواړي.

  • فایننشل ټایمز

فایننشل ټایمز ورځپاڼې هم د افغانستان اوسني وضعیت ته کتلي دي.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې طالبان هڅه کوي افغانانو ته ډاډ ورکړي چې دوی منځلاری چلند غوره کړی دی.

ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر عبدالغني برادر په حواله لیکلي چې هغه په عامه توګه پر طالب جنګیالیو غږ کړی چې عاجزي وښيي.

هغه زیاته کړې چې خلکو ته د خدمت کولو او د هغوی د ساتنې مساله اوس مهال په اجنډا کې ده، خو دا هم ویل کېږي چې یو شمېر افغانان لکه لوستې مېرمنې، اندېښمن دي.

طالبانو په وروستیو کلونو کې ویلي چې دوی به د اسلام او د افغانستان د دودونو په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي کړي.

اوس ډېری سترګې په لاره دي چې راتلونکي ګامونه به څه وي او دا اقدامات به څنګه کېږي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ډېری عام خلک غواړي تاوتریخوالی کم شي او سوله رامنځته شي.

په دې وروستیو کې د طالبانو یوه ویاند وویل چې جګړه پای ته رسېدلې ده.

اوس خلک سترګې په لاره دي چې ایا دایمي سوله به راشي که نه؟

نړیوالې ټولنې طالبانو ته یو واضح پیغام ورکړی او هغه دا چې د بشري حقونو درناوی دې وکړي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG