د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

هشت صبح: د خلکو بې سرپناه کېدو سره سره ښکېلو لورو جګړه نه ده هېره کړې


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره د افغانستان په وروستي وضعیت، روانو جګړو او د سولې د نامعلوم برخلیک په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، نیم ولایتونه طالبانو نیولي، لسګونه زره کورنۍ د جګړو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي چې ډېری بې سرپناه دي، د البسې او وسایلو په ګډون روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري او په ناوړه حالت کې شپې ورځې سبا کوي.

په سرمقاله کې راغلي، خو له دې سره سم هم د جګړې ښکېلو غاړو جګړه نه ده هېره کړې او له خپله اړخه پر مقاومت ټېنګار کوي او د سولې او ملي پخلاینې خبرې، خو بېخي ورکې دي.

د لیکوال په باور تېرې نږدې درې نیمې میاشتې د طالبانو او دولت او دغه شان د عامو خلکو لپاره سختې وې، د جګړې له امله زرګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته، د خلکو کورنه ویجاړ شول او بزګرانو هم خپل حاصلات را ټول نه شو کړای.

لیکوال ټېنګار کوي چې جګړه د حل لاره نه ده، د جګړې دوام کولای شي، نور بشري او انساني ناورین هم رامنځته کړي، پر جګړې ټېنګار د دواړو خواو په ګټه نه دی او خلک نور ترې ستړي شوي دي.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې دولت او طالبان د افغاني ټولنې یو واقعیت دی، د یو لوري حذف د بل د بقا په معنی نه دی، دواړه خواوې باید د یو بل په وجودي واقعیتونو باندې اعتراف وکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، طالبان او دولت باید د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي او سولې ته مخه کړي، څو افغانستان کې یوه تل پاتې سوله ټېنګه شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي، طالبانو ته د ولایتونو د سپارلو پروژه نږدې د بشپړېدو په حال کې ده چې د لیکوال په باور دولتي چارواکي هم د ولایتونو د سپارلو په پروژه کې شامل دي چې یو په بل پسې طالبانو ته سپارل کېږي او افغان ځواکونه په ډراماتیکه توګه په شاه تګ کوي.

په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په قطر کې د سولې په خبرو بوخت دی، د ولسمشر محمد اشرف غني د استعفا، اوربند او موقتې ادارې د راتګ په طرحه بحث روان دی.

لیکوال لیکي، محمد اشرف غني د خپلې دورې په بشپړېدو ټېنګار کوي، خو په باور یې که ښاغلی غني استعفا ور نه کړي، د جګړو لمن به پراخه او او زیان به یې عامو خلکو او دولتي تًاسیساتو ته واوړي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي، د سولې په اړه له میاشتو میاشتو پټو بحثونو وروسته اوس هم د سولې خبرې پڅې روانې دي او برخلیک یې نامعلوم دی.

په سرمقاله کې یادونه شوې، دا په داسې حال کې ده چې د سیمو، ولسوالیو او ولایتونو سقوط په چټکۍ سره روان دی چې دې چارې کابل له ګواښ سره مخ کړی او ورځ تر بلې د خلکو اندېښنې زیاتېږي.

XS
SM
MD
LG