د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ وږی ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۵۰

نړۍ

د جرمني صدراعظمه له ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته ځي

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره راروانه جمعه مسکو ته لاړه شي.

جرمني او روسیې دغه اعلان نن وکړ.

د مېرکل دفتر تر دې مخکې اعلان کړی و چې صدراعظمه به د اګسټ میاشتې پر ۲۲مه د اوکراین پلازمېنې کیف ته هم لاړه شي.

دا به د ۲۰۲۰ م کال له جنورۍ میاشتې لومړی وار وي چې مېرکل د روسیې پلازمېنې مسکو ته سفر کوي.

کرملېن په یوه اعلامیه کې ویلي: "دواړه لوري به په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر لیدلوري او د اړیکو پر اوسني وضعیت بحث وکړي."

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کاناډا کې ټاکنې؛ رسنۍ: د جسټن ټرودو ګوند به ډېرې څوکۍ وګټي

صدر اعظم جسټن ټرودو

په کاناډا کې د رسنیو وړاندوینې ښيي چې د صدر اعظم جسټن ټرودو لبرال ګوند به په نننیو ټاکنو کې ډېرې څوکۍ وګټي.

د وړاندوینو له مخې رایه ورکوونکو لبرال ګوند بریالی کړی، خو لا هم معلومه نه ده چې دا ګوند به پارلمان کې دومره اکثریت وګټي چې د اپوزیسیون له ملاتړ پرته خپلو هېلو ته ورسیږي او که نه؟

ټرودو دا مهال د داسې حکومت مشري کوي چې پارلمان کې کمې څوکۍ لري، دوی د قوانینو د پاس کولو لپاره د نورو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا لري.

جسټن ټروډو تېره میاشت ویلي و، د کرونا وبا پر مهال خلک محافظه کاره حکومت نه غواړي.

له ټاکنو مخکې نظرپوښتنو ښودلې وه چې ټروډو به د محافظه کارانو له مشر ایرین و توولې ( Erin O toole) سره موازي مخته ولاړ شي.

بایډن امریکا ته د بهرنیانو د سفر په سر لګیدلي محدودیتونه لېرې کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن به متحده ایالاتونو ته د بهرنیانو د سفر په سر لګیدلي محدودیتونه په نوومبر میاشت کې لېرې کړي.

د امریکا ادارې ټول بهرنیان مکلف ګرځولي چې امریکا ته د تګ پر وخت باید خپل واکسینونه پوره کړي وي.

د سپینې ماڼۍ د کووېډ نولس ضد د همغږۍ مسوول جېف دینیز پرون دوشنبه (د وږي ۲۹مه) د محدودیتونو د لېرې کېدو او نویو پالیسیو په اړه وغږېد.

هغه وویل، کوم بهرنیان چې امریکا ته سفر کوي باید له پرواز مخکې واکسین شوي وي او د کووېد منفي ټېسټ له ځانه سره ولري.

ډینیز زیاته کړه، کوم کسان چې بشپړ واکسین وي قرنطین ته اړتیا نه لري.

فایزر او بایو اېن تیک هڅه کوي ماشومانو ته د کرونا واکسین د لګولو جواز واخلي

فایزر واکسین

فایزر او بایو اېن تیک شرکتونه وايي، دوی هڅه کوي ژر تر ژره له پنځو څخه تر ۱۱ کلنو ماشومانو ته د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین د لګولو رسمي جواز ترلاسه کړي.

د دغه واکسین کلینیکي ازمیښت ثابته کړه چې وړو ماشومانو ته هم بې‌ضرره دی او دوی ته خوندیتوب ورکوي.

دغو شرکتونو نن په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دغه واکسین به تر هغه ډوز چې ۱۲ کلنو او تر هغه پوخ ­عمره کسانو ته ورکول کېږي، په لږ ډوز کې ماشومانو ته ولګول شي.

په نړۍ کې څه کم شپږ میلیارد ډوزه واکسین خلکو ته لګول شوی دی، خو لا هم د نړۍ په ځینو هېوادونو کې ځیني کسان نه‌غواړي دغه واکسین ولګوي.

د اسپانیې کنري ټاپو کې اورشیندنې ګڼ اوسېدونکي بې‌ځایه کړل

د اسپانیې د کنري ټاپو لاپالما سیمه کې اورشیندنه

د اسپانیې د کنري ټاپو په لا پالما سیمه کې لږ تر لږه څلور کلي وروسته له هغې له خلکو تخلیه شول چې پرون هلته اورشیندنه یا اتشفشان پیل شو.

تر اورشیندنې وروسته هوا ته لاوا وشیندل شوه او خوټېدونکې څپې پر کورونو وربرابرې شوې.

تر اورشیندنې څو ساعته وروسته چارواکو اول د دې ټاپو د جنوب له ګڼ­‌مېشتو سیمو زیانګالي یعنې اسیب‌پذیره اوسېدونکي او څاروي وایستل.

په اورشیندنه کې چې پرون ماسپښین پیل شوه، تر اوسه د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

یوه وسله‌وال د روسیې پرم ښار په یوه پوهنتون کې په ډزو ګڼ کسان ووژل

د پرم ښار پوهنتون کې له حملې وروسته د دغه پوهنتون مخ ته راټول شوي خلک

د روسیې د پرم ښار په یوه پوهنتون کې یوه وسله‌وال کس په ډزو سره ګڼ کسان ووژل.

د روسیې تحقیقاتي کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي په دې حمله کې چې نن شوې ۸ کسان وژل شوي دي.

دغه کمېټه وايي ګڼ نور کسان ټپیان شوي او وسله‌وال تن هم په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

ځینو نورو رسنیو راپور ورکړی چې حمله کوونکي وروسته ساه ورکړې ده.

روسي رسنیو ویلي، نن یوه ناپېژانده کس د پوهنتون ودانۍ ته له ننوتلو وروسته ډزې پیل کړې.

بل‌خوا رین (REN) ټلوېزیون د پېښې د صحنې وېډیویي تصاویر خپاره کړي چې ښيي خلک د ډزو پر مهال د دوهم پوړ له کړکیو ځانونه لاندې اچوي.

د کرملېن ملاتړې د متحدې روسیې ګوند په پارلماني انتخاباتو کې د بري ادعا وکړه

د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون کې د رای اچونې مرکزونو څار

د کرملېن له ملاتړه برخه‌من د متحدې روسیې ګوند ادعا وکړه چې د روسیې د ولسي جرګې درې ورځنۍ ټاکنې یې ګټلې دي.

اپوزېسیون وايي، د دغو درې ورځنیو ټاکنو پر مهال انتخاباتي سرغړونې او په رایو کې لاسوهنه شوې ده.

دغه ټاکنې چې پرون پای ته ورسېدې او مهمې ځکه ګڼل شوي چې ګومان کېږي په مرسته‌یې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي پر قدرت خپلې منګولې لا خښې کړي، هغه هم داسې وخت چې د ۲۰۲۴م کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته ښايي بیا ځان کاندید کړي.

په روسیه کې د ګولوس په نوم پر ټاکنو د څار خپلواک بنسټ د بورډ غړي ویتالي اوریرین پرون یکشنبه د ازادي راډیو کرنټ ټایم برخې ته وویل: "دا ګرانه ده که دغو ټاکنو ته شفافې ټاکنې ووایو. شفافې نه‌وې. ځکه موږ د ولسمشرۍ او تر هغه مخکې د فدرال ټاکنو په څېر د وېډیو له لارې د مستقیمې څارنې امکان نه‌درلود."

په دغو ټاکنو کې د اپوزېسیون حضور وروسته له هغې لا کم شو چې چارواکو د زنداني شوي سیاسي مشر الکسي ناوالنۍ د شبکې غړي له کاندیداتورۍ منع کړل.

روسیه کې په بې‌ساري کچه ځنګلونه د طبیعي اور له امله سوځېدلي

روسیه کې په ځنګلونو کې لګېدلی اور

روسیه کې له تېرو دوو لسیزو راهیسې سږ کال په بې‌سارې کچه ځنګلونه د طبیعي اور له کبله سوځېدلي دي.

د چاپېریال ساتنې سازمان د مسکو څانګې ویلي، د سږ کال له پيله تر اوسه اورونو ۱۸،۱۳ ملیونه هکټاره ځنګل له‌منځه وړی دی.

له دې وړاندې ۲۰۱۲م کال کې اورونو ۱۸،۱۸ ملیونه هکټاره ځنګل روسیه کې سوځولی و.

د چاپېریال ساتنې سازمان د مسکو څانګې ویلي، د اور لګېدنې د زیانونو معلومات‌یې د سټلایټ سیستم په مټ ترلاسه کړي دي.

د اور لګېدنې لامل د حرارت د درجې لوړوالی ښودل شوی دی.

د پاکستان پولیسو د مولانا عبدالعزیز پر وړاندې قضایي دوسیه پرانیسته

مولانا عبدالعزیز

د پاکستان پولیسو د یوه با نفوذه روحاني په وړاندې قضایي دوسیه پرانیسته.

مولانا عبدالعزیز تورن دی چې اسلام‌اباد کې یې پر خپله دیني مدرسه د پاکستاني طالبانو بیرغ درولی دی.

هغه چې د طالبانو پلوی هم دی، د ادعا له مخې غواړي پاکستان کې شرعي نظام حاکم شي.

د راپورنو له مخې، کله چې تېره میاشت طالبان کابل ته ننوتل، مولانا عبدالعزیز د جامعه حفصه پر مدرسې د پاکستاني طالبانو سپین او تور بیرغ ودراوه.

دا دیني عالم ۵۸کلن دی او دوه کاله‌یې زندان کې هم تېر کړي دي.

پولیسو ویلي، د ده په وړاندې اوسنۍ دوسیه وروسته تر دې پرانیستل شوه چې نه‌یې غوښتل له مدرسې دا بیرغ لیرې کړي.

پاکستان کې د پوليو ډلې یو ساتونکی پولیس ووژل شو

پاکستان کې د پولیو واکسین ټیم سره یو ساتونکی پولیس

پاکستاني پولیس وايي د خېبر پښتونخوا په کوهاټ کې يو پوليس چې د پوليو ډلې ساتنه‌يې کوله، وژل شوی دی.

د پوليسو وياند فضل نعيم په يو بیان کې ویلي چې ساجد نومي پولیس چارواکی نن سهار په بهزادي سيمه کې د پوليو له ډلې سره ملګری و چې وسله‌والو ورباندې ډزې وکړې او ويې‌واژه.

بیان زیاتوي چې د بریدګر د پلټون عملیات پيل شوي.

په کوهاټ کې د سپټمبر له ۱۷مې نېټې راهیسې د پوليو ويروس مخنيوي په لړ کې د ماشومانو د واکسينولو کمپاين پیل شوی دی.

پخوا هم د پاکستان په مختلفو سيمو کې د پوليو ډلو ساتونکي پوليس وژل شوي دي.

فضا ته په سفر تللي ۴ سیلانیان بېرته ځمکې ته راوګرځېدل

څلور تنه چې فضا ته په سفر تللي وو

څلور تنه چې فضا ته په سفر تللي وو، پرون (شنبه) د ځمکې په مدار کې له درېیو ورځو تېرولو وروسته بېرته ځمکې ته راوګرځېدل.

سپېس اېکس ستوربېړۍ چې دا څلور تنه په‌کې سپاره وو، د فلوریدا په ساحل کې کېناسته.

دا لومړی ځل و چې څلور تنه سیلانیان په خپل شخصي لګښت د ځمکې مدار ته لاړل.

دا ډول سفرونه د نړۍ د دوو سترو ملیاردرانو ریچارد برانسن او جیف بیزوس له لوري پیل شول.

نن د روسیې د پارلماني انتخاباتو وروستۍ ورځ ده

د روسیې پارلماني انتخابات

په روسیه کې نن د پارلماني انتخاباتو وروستۍ یا درېیمه ورځ ده.

دا انتخابات په داسې حال کې کېږي چې په هغو کې د پراخو بې‌نظمیو د تورونو ترڅنګ د اپوزېسیون د بندي سیاستوال الکسي ناوالنۍ غورځنګ ځیني همکاران ځپل شوي دي.

اټکل کېږي چې پارلماني انتخابات به د کرملېن له ملاتړه برخه‌من واکمن ګوند (متحده روسیه) وګټي، خو دا ګوند چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ملاتړ کوي، له دې خطر سره مخامخ دی چې ممکن په پارلمان کې لوړ اکثریت له لاسه ورکړي.

تر انتخاباتو مخکې نظرپوښتنو ښوولې چې د دغه ګوند شهرت په ۱۰۰ کې ۳۰ لږ شوی دی.

دا ګوند اوس د روسیې د دوما جرګې چې ۴۵۰ څوکۍ لري، په څلورو کې درې برخې په کنټرول کې لري.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په درې ورځني سفر نوې ډېلي ته ورسېد

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود تېره شپه په درې ورځني سفر نوې ډېلي ته ورسېد.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر به نن له خپل هندي ساري سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

شهزاده سعود به سبا (دوشنبه) مخکې تر دې چې نیویارک ته روان شي، له صدراعظم نرېندرا مودي سره وویني.

هند او سعودي عربستان د افغانستان د وروستیو پرمختیاوو په اړه ګډې اندېښنې لري.

له اسرائیلي لوبغاړو سره د ایراني لوبغاړو په نه‌لوبېدو د خامنه‌اي ټینګار

د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي

د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي یو وار بیا له اسرائیلي لوبغاړو سره د ایراني لوبغاړو په نه‌لوبېدو ټینګار وکړ.

خامنه‌اي پرون د ایران د المپيک او پارالمپیک ټيمونو له غړو سره ولیدل.

هغه ویلي: "د ایران د ورزش چارواکي باید په دې برخه کې په هېڅ صورت غلي ونه‌اوسي او ایراني لوبغاړي له اسرائیلي سیالانو سره باید لاس ورنه‌کړي."

د ایران رهبر چې له سیاست نیولې تر ورزشه په ټولو چارو باندې وروستۍ خبره کوي داسې وخت له اسرائیل سره د لوبو په نه‌کولو ټینګار کړی چې له اسرائیل سره د نه‌لوبېدو په خاطر د ایران د ځینو ورزشي فدراسیونونو او لوبغاړو فعالیت په نړیواله کچه ځنډول شوی.

تر ټولو وروستی مورد د ایران جودو فدراسیون دی چې تر دوو نورو کلونو ۱۴۰۲ پورې هم له نړیوالو فعالیتونو محروم شوی ځکه ګڼ ایراني جودوکاران‌یې په المپیک او نړیوالو لوبو کې له اسرائیل سره له مخ کېدو منع کړي وو.

د ایران د سوک وهنې، پهلوانۍ او جودو یو شمېر لوبغاړو د ایراني چارواکو د دې ټینګار او فشار په خاطر له ایران وتلي او اوس د نورو هېوادونو په نوم لوبېږي.

سعید مولایي یو له دې لوبغاړو دی. مولايي د توکیو په المپیکي لوبو کې د مغولستان لپاره ولوبېد او د جودو د سپینو زرو مډال‌یې وګاټه.

سلګونه امریکایانو پر کانګرس په بلوا د تورنو کسانو په ملاتړ لاریون وکړ

د امریکا پر کانګرس یو شمېر بلوا کوونکي

سلګونه کسانو پرون د امریکا کانګرس پر ودانۍ په بلوا باندې د تورنو کسانو په ملاتړ لاریون وکړ.

د تېرې جنورۍ په شپږمه د امریکا د کانګرس پر ودانۍ باندې سلګونه کسان ورننوتل او له پولیسو سره په اخ‌وډب کې د پولیسو په شمول ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د دې عمل په تړاو ګڼ کسان تورن او بند ته اچول شوي دي.

پرون وروسته له هغه چې د کانګرس د ودانۍ د پولیسو مشر ټام منګیر وویل د بیا ځلي بلوا فرصت به برابر نه‌شي، د مظاهره‌چیانو په وړاندې د امنیتي ځواکونو شمېر څو برابره زیات شو.

منګیر وویل له ملي ګارډ به هم مرسته وغواړي.

هغه امر کړی چې د کانګرس د ودانۍ شااوخوا دوه متري کټارې ودرول شي.

د سږ کال په پیل کې په یوه مشهوره پېښه کې، پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ته وفادار لاریون کوونکي د جنوري په ۶مه په دې هدف د کانګرس ودانۍ ته ننوتل چې د ټاکنو د پایلو تأیید له ګډوډۍ سره مخ کړي.

امریکا د هایتي د زرګونه تازه وارد شویو کډوالو د ایستلو لپاره هڅې کوي

ارشیف، یو شمېر امریکايي سرتېري او د هائیتي وګړي

امریکا له خپلې خاورې د هائیتي د زرګونه تازه وارد شویو کډوالو د ایستلو لپاره هڅې کوي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي د دغو کډوالو د ایستلو لپاره به د پروازونو شمېر زیات کړي.

دا کډوال له مکسیکو څخه متحده ایالاتو ته له تېرېدو وروسته په تکزاس ښار کې تر یوه پله لاندې راټول شوي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت د شنبې په ورځ وویل چې شااوخوا دوه زره کډوال د پروسس او ایستلو لپاره له امریکا بهر یوه ښارګوټي ته وړل شوي.

دغه وزارت زیاته کړه چې غواړي په راتلونکو درېیو ورځو کې لږترلږه ۴۰۰ نور پولیس د ډېل ریو سرحدي ښارګوټي ته واستوي.

دې ښارګوټي کې د هائیتي کډوال راټول شوي.

د جمعې تر ورځې پورې له ۱۰ زرو څخه ډېر ناقانونه کډوال له هائیتي نه ډېل ریو ښار ته رسېدلي.

چارواکو ویلي په زرګونو نور ممکن په راتلونکو ورځو او اوونیو کې راشي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG