د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

هېواد: نړیواله ټولنه پر افغانستان د پاکستان د یرغل ننداره کوي


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې
  • هېواد

هېواد ورځپاڼې لیکلي، له هغه راهيسې چې پر افغانستان د جګړې تر شا د پاکستان لاسونه بربنډ شوي او د پاکستان ملېشې، پوځ او څارګرې ډلې او همدارنګه د هغوی له خوا روزل شوې ترهګريزې ډلې هم له طالبانو سره يوځای افغانستان ته راغلي، نو د پاکستان پر ضد د افغانانو سخت حساسيتونه هم راپارېدلې دي.

د لېکوال په اند، د پاکستان پر ضد دا مفکوره نه يوازې دلته په افغانستان کې اوج ته رسېدلې، بلکې له کرښې هغې غاړې ته محکوم افغانان هم را پورته شوي او د پښتون ژغورنې غورځنګ په چوکاټ کې د پاکستان د يرغلونو، د پاکستان د ترهګرۍ او د پاکستان د تپل شوې جګړې پر ضد سره منسجم شوي دي.

لیکوال د پاکستان پر وړاندې هغه کمپاین ته اشاره کړې چې له تېرو دوو ورځو راهيسې پر خواله رسنيو افغانانو د "پاکستان دې په نړيواله کچه تحريم شي" کمپاين روان کړی دی.

خو لېکوال نېوکه کړې چې نړيواله ټولنه له بده مرغه د پاکستان د دغه يرغل يوازې ننداره کوي چې په وینا یې، دا د افغانانو ستره اندېښنه ده او په ټول وس به زور راوړي چې نړيواله ټولنه بايد د افغانانو دغه غږ واوري اوله دې تپل شوې جګړې يې وژغوري.

  • ويسا

وېسا ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان په دې وروستیو کې د ډراماټیکو پېښو شاهد دی.

لیکوال وړاندې د روانو جګړو په تړاو په طالبانو نیوکه کړې چې تل د نظم دعوا درلودله خو په وینا یې اوس چې کومې سیمې دوی لاندې کوي برخلاف په کې چور او چپاول ترسره کېږي.

ورځپاڼې لیکلي چې دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې سېمو کې کورونه او دوکانونه سوځول کېږي، عام المنفعه ودانۍ لکه مکتبونه، پلونه او سړکونه ویجاړیږي او خلک په موخه ییز ډول له کورونو را ایستل کېږي او وژل کېږي.

لېکوال پر ولسمشر غني هم تُندې نېوکې کړي چې تر قوماندانۍ لاندې یې زیات شمېر ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو سیمې هم د طالبانو لاس ته ورغلې.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي چې د ختېځ له نورو ولایتونو سربیره جګړو د کونړ په غازي اباد، ناړۍ او ځينو نورو ناامنه سیمو کې ګڼ شمېر د ښوونځیو زده کوونکي له زده کړو بې برخې کړي او مرکز اسداباد او د کونړ نورو سیمو ته کډه شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي، د دې ولایت له غازي اباد، ناړۍ او ځینو نورو ناامنه سیمو څخه د جګړو له امله شااوخوا زر زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي.

لېکوال د جګړې له ښکېلو خواوو د جنګ درېدو ترڅنګ غوښتنه کوي چې د جګړو پر مهال دې ښوونځي او نور عامه شتمنۍ خپل هدف نه ګرځوي.

XS
SM
MD
LG