د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

نیویارک ټایمز: عراق کې د داعش د راټوکېدو سناریو افغانستان کې تکرارېږي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپانې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته د طالبانو د پرمختګونو په رڼا کې پام اړولی.

د مطلب په پیل کې پوښتنه شوې چې یوه لسیزه مخکې، امریکایي ځواکونو له عراق څخه په وتلو د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته لاره پرانیستله ایا اوس به په افغانستان کې طالبانو ته هم ورته لاره پرانیستل شي؟

ورځپاڼه لیکي، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۱ کال له عراق څخه په بشپړه توګه د ځواکونو د وتلو امر ورکړ او څو کاله وروسته داعش ډله په هغو سیمو کې راوټوکېده چې امریکا ترې وتلې وه.

د نیویارک ټایمز په وینا اوس ورته سناریو په افغانستان کې تکرارېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال د اپرېل په ۱۵مه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو اعلان وکړ چې په نتیجه کې یې په دې هېواد کې جګړو شدت وموند.

نیویارک ټایمز د امریکایي متقاعد ډیپلومات رایان کراکر چې په افغانستان او عراق کې یې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې، له قوله لیکلي چې ویلي یې دي، د ده د تجربې پر اساس متحده ایالات د یوه ملت او دولت په توګه ستراتېژیک صبر نه‌لري.

  • انډپنډنټ

بریتانوۍ انډپنډنټ ورځپاڼې په افغانستان کې د ښځو روان وضعیت ته پام اړولی او لیکي، کله چې شااوخوا دوه نیمې لسیزې مخکې طالبان واک ته ورسېدل، ښځې چې د ټولنې یوه مهمه برخه ده، څنګ ته شوې او ان د حذف تر بریده پورې ورسېدې.

په دوام کې لولو، اوس له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په ترڅ کې بیا هم له ښځو سره د طالبانو د ضدیت، د هغوی د هویت د نفې کولو د خطر په اړه د مفکورې واکمنېدو ته اندېښنې زیاتې شوې دي.

د انډپنډنټ ورځپاڼې فارسي برخې د یوې مخکښې ښځې په توګه د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ نوم اخیستی او د هغې له قوله‌یې لیکلي چې ویلي یې دي، د افغانستان وګړو په تېرو ۲۰ کلونو کې په سختۍ د یوې ښې راتلونکې لپاره هڅې وکړې چې اوس د طالبانو پرمختګ بېرته د دغو پرمختګونو د صفر کولو خطر زیات کړی دی.

بارکزۍ ویلي، له کابله بهر د بشري حقونو د مدافع ټولنو او د ښځو حقونو د مدافع مؤسسو د معلوماتو له مخې طالبانو ښځینه کارکوونکې د خپلو اصلي هدفونو په توګه په نښه کړې دي.

یوه موضوع چې بارکزۍ هغه د اندېښنې وړ بللې، د طالبانو له‌خوا په جبري توګه د کونډو او نجونو نکاح کول دي.

اغلې بارکزۍ انډپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان ځوانې نجونې ځان ته نکاح کوي او کونډې ښځې د جګړې غنیمت بولي.

خو طالبانو دغه راپورونه بې‌اساسه بللي. د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله تویټرپاڼه کښلي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې څوک اجازه نه‌لري چې له خلکو سره ناوړه چلند وکړي.

انډپنډنټ ورځپاڼې د شکریه بارکزۍ هغو څرګندونو ته هم پام اړولی چې ویلي یې دي، د طالبانو د دغه ناوړه چلند په وړاندې په خالي لاسونو په تېره بیا د ښځو او نجونو مقاومت ناممکن برېښي.

XS
SM
MD
LG