د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

مسیر: که طالبان ښار ونیسي، خو ښار ړنګ شوی وي، دې ته څنګه بریا ویلی شي؟


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي چې لا هم د شااوخوا لسو ولایتونو په مرکزونو کې کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې دا مهال ښارونه هم د ځمکې او هم د هوا له لارې تر اور لاندې دي او د خلکو کورونه نړيدلي، دوکانونه او مارکېټونه سوځېدلي، روغتون، ښوونځی، جومات، پوهنتون او بل هېڅ ځای خوندي نه دی.

د لېکوال د معلوماتو له مخې ډېری خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او ان ځینې خلک دومره موقع نه لري چې مړي خښ کړي او د ټپیانو درملنه وکړي.

د لېکوال په وینا، که طالبان په زور او جګړې ښارونه نیسي، بریا یې ګڼي او که حکومت د بمبارۍ او د جګړې له لارې ښارونه بېرته نیسي، د طالبانو ماتې او خپله بریا یې ګڼي، خو په باور یې دواړه لوري هېروي چې د ښار د ورانۍ او ویجاړۍ په بیه بریا هېڅ مانا نه لري.

لېکوال پوښتنه کړې، که طالبان ښار ونیسي، خو ښار ړنګ شوی وي، دوکانونه او مارکېټونه سوځېدلي وي او عامه شتمنۍ لوټل شوې وي، نو دې ته څنګه بریا ویل کېدای شي؟

د سرمقالې لیکونکي ټېنګار کړی چې د جګړې دواړه لوري باید دا درک کړي چې د بریا او د یو بل د ماتولو دا هڅې د ولس او هېواد د ماتولو هڅې دي او دا نه خلک غواړي او نه هم د افغانستان په ګټه دي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې د روان کړکېچن وضعیت په تړاو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اندېښنه اخیستې چې دغه حالت یې په هېواد کې د پانګونې پر وړاندې ستر ناورين او لوی خطر بللی چې پر ښارونو د طالبانو د بريدونو له امله خصوصي برخې ته ميليونونه ډالره زيانونه اوښتي دي.

ورځپاڼې لیکلي چې د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري د بازارونو او خصوصي تاسيساتو په ورانېدو سره، له هېواده سلګونه ميليونه ډالر پانګه ايستل شوې او ګڼ نور سوداګر په هېواد کې خپلو پانګو ته اندېښمن دي.

لېکوال ټینګار کړی چې افغان حکومت او ولس بايد د خپل برخليک په اړه سمه، معقوله او پر ځای پرېکړه وکړي.!

خو ورځپاڼې لیکلي،که نړېواله ټولنه د روان ناورین مخه ونه نيسي، په تېرو شلو کلونو کې به د خصوصي سکټور په برخه کې شوي پرمختګونه په سيند لاهو شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د افغانستان د روان وضعیت په تړاو لیکلي، په افغانستان کې جګړه په بې ساري ډول پراخه شوې ده.

وړاندې راغلي، په اتلسو ولایتونو کې جګړه روانه ده او تردې دمه، په جګړه کې له زرو څخه ډېر ملکي وګړي وژل شوي، په زرګونو نور بې ځایه شوي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لړۍ لا هم دوام لري.

د ليکوال په وینا، وضعیت دومره خراب دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړي غونډه راوبلله او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي خبرداری ورکړ،که وضعیت کنټرول نه شي افغانستان به د سوریې له برخلیک سره مخ شي.

ورځپاڼې ټېنګار کړی چې په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده، څو د سیمې او نړۍ په کچه پر طالبانو فشارونه زیات شي او ترڅنګ یې له بې ځایه شوېو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل شي، څو له روان ناورینه مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG