د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

نیویارک ټایمز: امریکا وايي افغان ځواکونه دې خپله د خپل ځان دفاع وکړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

د نیویارک ټایمز د یوې لیکنې سرلیک دی، داسې مهال چې طالبان ښارونه نیسي، امریکا وايي افغان ځواکونه دې خپله د خپل ځان دفاع وکړي.

نیویارک ټایمز په خپلې دې لیکنه کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پرله‌پسې د څو ولایتي مرکزونو نیولو ته اشاره کړې او وايي که طالبانو هماسې چې اوس‌یې د افغانستان په شمال کې د څو ولایتونو مرکزونه نیولي، یو کال مخکې دا کار کړی وی، نو د امریکا غبرګون به له قهره ډک و.

جنګي جېټ الوتکې او محاربوي هلیکوپټرو به په ځواک سره ځواب ورکړی وی، دا سخت دریځه اسلام‌پالي به‌یې بېرته په شا تمبولي وی او یا به‌یې لږترلږه د دوی د پرمختګ مخه نیولی وی.

خو د ورځپاڼې په وینا دا جلا وختونه وو. او اوس چې څه د امریکا پوځي الوتکې د سلګونه میله لیرې سیمې څخه کولای شي هغه د کندز، تالقان یا سرپل څخه لیرې د وسلو په یو انبار هوايي ګوزارونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ په شمال کې یو بل ولایتي مرکز ایبک هم د طالبانو لاس ته ولوېد.

نیویارک ټایمز د یکشنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې د څو ښارونو سقوط ته د امریکا عکس‌العمل خاموشي بولي او وايي، د امریکا دې عکس‌العمل په دې کې نور شک پرې نه‌ښود چې په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلنه جګړه پای ته رسېدلې ده او دا چې د ورځپاڼې په وینا "ناسم مدیریت شوي" او "ستړي شوي" افغان ځواکونه دې خپله بېرته دا ښارونه ونیسي او یا دې طالبانو ته پرېږدي.

  • واشنګټن اګزمېنر

د واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې هم په افغانستان کې د طالبانو د چټکو پرمختګونو په اړه لیکنه کړې چې سرلیک‌یې دی، داسې مهال چې د طالبانو چټک پرمختګ د حکومتي ځواکونو اراده ازمويي، افغان ځواکونه راټولېږي.

لیکوال د دې لیکنې په پیل کې وايي، موږ دا فلم مخکې کتلی دی.

لیکوال په افغانستان کې د طالبانو وروستي چټک پرمختګ په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ م کال کې په عراق کې د داعش د پرمختګ سره پرتله کړی دی چې د عراق یوه لویه برخه‌یې ونیوله.

لیکوال وايي، هغه مهال په عراق کې هم یوې وړې، ایډیالوژیکي ډلې یعنې داعش، د خپل دښمن د ارادې په ماتولو د شمېر له پلوه یو بهتره، ښه تجهیز شوی او د امریکا له‌خوا روزل شوی ځواک ماتې سره مخ کړ.

لیکوال له نیمروز وروسته په شمال کې د طالبانو له‌خوا پرله‌پسې د څو ولایتي مرکزونو نیولو ته اشاره کوي او د راپورونو په حواله وايي، تر ډېره لکه د عراق په څېر طالبان نیول شوي سرتېري شکنجه کوي او اعداموي یې څو د نورو مورال مات کړي.

لیکوال د امریکا په سنا کې د وسله‌والو خدمتونو د کمېټې د یو غړي ټیم کین له خولې وايي، امریکا له افغانانو زیات د دوی د هېواد راتلونکې ته پام نه‌شي کولای.

دې سناتور د شنبې په ورځ د اېم‌اېس‌اېن‌بي‌سي ټلوېزیون ته وویل "متحده ایالاتو ۲۰ کلونه افغانستان کې تېر کړل. موږ د افغانستان د اوسنیو امنیتي ځواکونو د ۳۰۰ زرو زیات سرتېري وروزل."

د دې امریکايي سناتور په وینا د طالب جنګیالیو شمېر له ۵۰ زرو تر ۶۰ زرو پورې دی او که چېرې ۳۰۰ زره سرتېري د ۵۰ یا ۶۰ زره جنګیالیو په وړاندې نه‌شي ودرېدلی، د دې معنی دا نه‌ده چې له افغانستان څخه دغلته پاتې دوه نیم زره امریکايي سرتېري وتلي.

لیکوال همداراز په افغانستان کې د پخواني امریکايي سفیر راین کراکر څرګندونو ته اشاره کړې چې په افغانستان کې یې وضعیت د طالبانو په ګټه بللی او ټینګار یې کړی امریکا باید خپل خلک او هغه افغانان چې د امریکایانو سره د کار کولو له کبله خطر سره مخ دي، ژر تر ژره وباسي.

په افغانستان کې د امریکا دې پخواني سفیر ویلي، د عراق پر خلاف چې امریکا بېرته خپل ځواکونه ورواستول څو د داعش د په شا تمبولو لپاره عراقي ځواکونه پیاوړي کړي او په تدریج د ترهګرو خلافت له‌منځه یوسي، د دې لږ چانس شته چې ولسمشر بایډن به افغانستان کې خپل اوسنی دریځ بدل او د افغان حکومت ژغورنې ته به ورودانګي.

XS
SM
MD
LG