د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

ډيپلومات: درې خیالي باورونه یا افسانې چې د افغانستان د سولې خبرې يې غرقې کړې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان جګړې ته پام کړی او په دې اړه‌یې پر کندز ښار د طالبانو د وروستیو حملو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

طالبان د یکشنبې په ورځ کندز ښار ته ننوتل چې د نظامي چارواکو په وینا د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ دي. طالبان ادعا کوي چې دا ښار یې نیولی دی.

د واشنګټن پوسټ د مقالې په وینا کندز ښار ته ننوتل د دې ډلې لپاره د افغانستان په شمال کې یو ستراتېژیکه لاسته راوړنه ګڼل کېدای شي.

د کندز هوايي ډګر ته نږدې نظامي اډه د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده، خو طالبان دې ښار ته رسېدلي دي.

طالبانو همداراز د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت پر مرکز هم حملې زیاتې کړې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې مقاله کې لیکلي چې طالبانو وروسته له هغه پر ټول افغانستان حملې زیاتې کړې چې بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه وتل پیل کړل. طالبانو د جمعې په ورځ د نیمروز ولایت مرکز ونیوه او بیا یې د شبرغان او جوزجان پر مرکزونو حملې پراخې کړې.

دا څلور سره ولایتونه چې طالبانو په‌کې پرمختګ کړی دی، له نورو هېوادونو سره د افغانستان پولو ته نږدې موقعیت لري او د واشنګټن پوسټ د مقالې د لیکوال په باور د ماليې ټولولو په برخه کې د طالبانو لپاره له مالي نظره ډېر ګټور ثابتېدای شي.

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، درې خیالي باورونه یا افسانې چې د افغانستان د سولې خبرې يې غرقې کړې.

په دې مقاله کې هغو باورونو ته اشاره شوې چې د لیکوال په وینا سم نه‌وو. په مقاله کې لولو چې په لومړیو کې داسې فکر کېده چې طالبانو ته په نظامي ډګر کې د ماتې ورکولو هیله ښايي پر حقیقت ولاړه نه‌وي او باید له دوی سره مذاکرات وشي او د لیکوال په وینا د طالبانو په اړه هم همداسې فکر وو چې ګواکي دوی هم غواړي مذاکرات وکړي. په دې مقاله کې لولو، هغه مهال چې طالبانو د اوربند شرط ونه‌مانه، داسي وانګېرل شوه چې دوی ښايي غواړي په مذاکراتو کې امتیاز ترلاسه کړي.

د مقالې لیکوال لیکلي چې دوهم افسانوي فکر دا رامنځته شوی و چې سولې ته د رسېدو یوازنۍ لاره له طالبانو سره مذاکرات وو.

په مقاله کې راغلي چې له طالبانو سره د سولې د موافقې احتمال ته هغه مهال هم هیلې وې چې مذاکراتو میاشتې وخت ونیوه، خو وروسته څرګنده شوه چې طالبان په هېڅ ډول له خپلو اهدافو اوښتلو ته چمتو نه‌دي.

لیکوال همداراز استدلال کوي چې امریکا تر ډېرې مودې دې نتیجې ته له رسېدو ډډه وکړه چې طالبان د سولې بهیر ته د یو څه ترلاسه کولو لپاره تر یو څه تېرېدو په توګه نه‌ګوري، بلکې مذاکرات‌یې د نړیوال مشروعیت تر لاسه کولو لپاره وکاراوه.

درېیم افسانوي فکر د لیکوال په وینا دا وو چې د سولې په بهیرونو کې د بریالي کېدو لپاره باید خبرې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت وي.

لیکوال استدالال کوي چې د افغانانو له موافقې پرته بې له شکه پرمختګ تل‌پاتی نه‌شي کېدای، خو دا انګېرل چې افغانان په خپله خپل اختلافات له‌منځه وړلای شي، د افغانستان له معاصر تاریخ سره په تضاد کې دی.

د ډیپلوماټ خپرونې په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې د وسله‌والې جګړې لوري هېڅکله د مذاکراتو له لارې سیاسي حل ته نه‌دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG