افغانستان
نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه (د زمري ۱۵مه) د افغانستان پر روان امنیتي وضعیت بحث وکړي.
په دې غونډه به چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوره یي غړي هند چې د اګسټ له لومړۍ نېټې د دې شورا دوره یي مشري هم په غاړه لري، په غوښتنه رابلل شوې، په افغانستان کې د طالبانو د مخ پر زیاتېدونکو حملو او پراخ تاوتریخوالي په اړه بحث وشي.
په ملګرو ملتونو کې د هند استازي ټي اېس تریمورتي د پنجشنبې په ورځ پرخپله ټويټرپاڼه د دې غونډې اعلان وکړ.
دا دوې ورځې وروسته له هغې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سې شنبې په ورځ له خپل هندي سیال اېس جې شنکر سره ټیلیفوني خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د طالبانو د تاوتریخوالي د مخنیوي پر لارو چارو د بحث لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه.
هند چې د راتلونکې ۲۰۲۲ میلادي کال ترپایه د دوو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي غړی دی، دا لومړی ځل دی چې په اګسټ میاشت کې د دې شورا دوره یي مشري ترلاسه کوي.
بل ځل به هند ته د راتلونکي ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې بیا د دې شورا د مشرتابه وار رسیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بشري حقونو یوه ډله په ایران کې د یوه بل افغان د اعدامیدو خبرورکوي
د ایران د بشري حقونو یوه ډله په ایران کې د یوه بل افغان د اعدامیدو خبرورکوي.
د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو څارونکې ډلې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي، دغه افغان چې د مخدره موادو اړوند جرم پخاطر څلورکاله مخکې نیول شوی او د انقلابي محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی و، د زاهدان په زندان کې اعدام شو. د خبرپاڼې له مخې د اعدام شوي افغان نوم عبدالله جلالي ښودل شوی او ویل شوي چې هغه د افغانستان د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اوسیدونکی وو. د دې بنسټ په خبره په دې وروستیو کې د افغانستان یوشمیرزیات اتباع د ایرانیانو منجمله بلوڅانو ترڅنګ د ایران په زندانونو کې اعدام شوې دي. پردغو اعدامونو د بشري حقونو ډلو تل انتقادونه کړي دي.
د طالبانو حکومت: روانه اونۍ ۴۸۵ نور افغانان د پاکستان له زندانونو آزاد شول
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو د په سلګونو نورو افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي. دې وزارت د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په روانه اونۍ کې د پاکستان له زندانونو ۴۸۵ تنه افغان کډوال له ازادیدو وروسته د تورخم او سپین بولدک د دروازو له لارې هیواد ته راستانه شول. ویل شوي چې ۴۷۵ د تورخم او ۲۸ نور د سپین بولدک له لارې راستانه شول او د لازمو مرستو له ترلاسه کیدو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولیږدول شول. د پاکستان له زندانونو د افغان کډوالود خوشي کیدو له بهیرسره هممهاله په هغه هیواد کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو بهیرهم دوام لري.
ټرمپ وایي، ښایي وکولای شي له افغانستانه امریکایي وسلې او تجهیزات وباسي
د امریکا ولسمشرډونالډټرمپ یوځل بیا ټینګاروکړ چې له افغانستان څخه به پاتې ټول امریکایي پوځي وسایل او وسلې وباسي.
د فاکس نیوز د راپورله مخې ولسمشرټرمپ دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په فرانسه کې د جي اوه سرمشریزې ترڅنګ په یوه خبري کنفرانس کې وکړې چې ترډیره له ایران سره د هوکړې او د هغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه پرپوښتنو او ځوابونو متمرکزو. ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ښايي دی وکولای شي هغه تجهیزات بېرته ترلاسه کړي چې د امریکا پوځ په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د جو بایډن (پخواني ولسمشر) د وتلو پر مهال پرېښي وو.
هغه یوځل بیا د بایډن د بهرنۍ پالیسۍ پر کړنو نیوکې وکړې او د پخواني ډیموکرات ولسمشر پریکړې ته په اشاره یې وویل هغه پریکړه وکړه چې له افغانستانه ووځي او لسګونه پوځي الوتکې، زرګونه ځمکني وسایط او له ۳۰۰,۰۰۰ څخه زیاتې وسلې پرېږدي.
د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال په جون کې، اټکل وکړ چې د ۷،۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته لویدلي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیرلا بشپړشوی نه وو، کابل ونیو.
اوچا: د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی حیاتي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدودوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی د هغوی لاسرسی حیاتي او ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لا محدودوي. دغه ادارې زیاته کړې چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو څخه یوه لري.
د اوچا د افغانستان د برخې یوې مسؤلې، اولګا چیروکو، په یوه ویډیويي پیغام کې د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې افغانستان په هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو کې د شاوخوا ۶۰۰ میندو د مړینې له ثبت سره، په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه دی. د هغې په وینا، روان بشري بحران تر ټولو ډېرې اغېزې پر ښځو او نجونو کړې دي.
هغې د روغتیايي سیستم په چوکاټ کې د ښځینه کارکوونکو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل:
«مخ پر زیاتېدو اندېښنې شته چې د ښځو او نجونو پر عامه ګډون او کاري فرصتونو لګېدلي محدودیتونه به نه یوازې بشري مرستې له ستونزو سره مخ کړي، بلکې د ښځو او نجونو وړتیا به هم کمه کړي چې حیاتي او ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لاسرسی ومومي او ترې ګټه واخلي.»
اوچا ټینګار کړی چې د ښځو پر فعالیتونو او د کار پر فرصتونو محدودیتونه د بشري مرستو د رسولو بهیر او د روغتیايي خدمتونو اغېزمنتیا له جدي ګواښ سره مخ کوي، په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوې
د روغتیانړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د پولیو ویروس دوه نوې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په ۲۰۲۶ کال کې د پولیو د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر شپږو ته رسېدلی دی.
د دې سازمان د راپور له مخې، نوې پېښې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ او د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالي کې ثبت شوې دي.
د دغو ناروغانو د ناروغۍ نښې د اپرېل په ۱۴مه او د مې په ۷مه څرګندې شوې وې.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس پکې بومي پاتې دی.
د راپور له مخې، افغانستان د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د پولیو شپږ پېښې او پاکستان درې پېښې ثبت کړې دي. په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲۱ او پاکستان ۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د شمېرو له مخې، افغانستان سږ کال تر دې دمه ۳۴ مثبتې چاپېریالي نمونې او پاکستان ۹۰ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت کړې دي.
د ازبکستان ولسمشر: ټرانسافغان رېللارې به جنوبي بندرونو ته مستقیمه لاره پرانیزي
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د پانګونې په پنځم نړیوال فورم کې ویلي چې هېواد یې د ټرانسافغان رېللارې پر پروژه په فعاله توګه کار کوي. د هغه په وینا، دغه دهلېز به د سیمې هېوادونو ته جنوبي سمندري بندرونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي او اسیا به له اروپا سره ونښلوي.
افغانستان، پاکستان او ازبکستان په ۲۰۲۱ کال کې د ۵۷۳ کیلومتره اوږدې رېللارې د جوړولو هوکړهلیک لاسلیک کړی و. د پروژې اټکلی لګښت ۴.۸ میلیارده ډالر ښودل شوی او موخه یې د سیمهییزې اقتصادي نښلونې پیاوړتیا ده. روسیې هم په دې پروژه کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی.
ترکیې د داعش خراسان یو مهم غړی نیولی
د ترکیې ملي استخباراتو (MIT) د داعش خراسان څانګې یو مهم غړی، احمد کازانجي، نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، کازانجي چې د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» په نومونو هم پېژندل کېده، د داعش خراسان د رسنیزې څانګې له مهمو مسوولانو څخه و. نوموړی له ترکیې څخه د افغانستان ـ پاکستان سیمې ته تللی او هلته یې د ډلې په روزنیزو کمپونو کې فعالیت کاوه.
د سرچینو په وینا، کازانجي د جنګیالیو د جلب او لېږد په چارو کې هم رول درلود او غوښتل یې په غیرقانوني ډول بېرته ترکیې ته ستون شي، خو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ونیول شو.
ترکي چارواکي وایي، دې عملیاتو د داعش احتمالي پلانونه شنډ کړي او د دې ډلې د جلب او جذب شبکې یې افشا کړې دي.
هند کابل سره د یوې بلې طبي مرستې خبر ورکوي
هند پنځه ټنه نور ضروري درمل کابل ته سپارلي .
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیرجیسوال د چهارشبنې په ورځ خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې دغه درمل د افغانستان د خلکو د روغتیايي اړتیاو د پوره کولو لپاره استول شوي دي.
هغه زیاتوي چې هند دیادو درملو په لیږلو سره یوځل بیا د افغانستان له ولس سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي.
هند تردې مخکې د غبرګولې په لومړۍ نیټه د کوچنیانو د واکسین اړوند ۲۰ ټڼه درمل کابل ته لیږلي وو.
نوې ډهلې په دې وروستیو کلونو کې څو ځله افغانستان ته واکسینونه ، درمل او طبي تجهیزات لیږلي دي.
هند او افغانستان کې د طالبانو حکومت دې وروستیو کې په خپل مینځ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
جي۷ هېوادونه د اوکراین پرملاتړ ټینګار او دایران او امریکا د هوکړې هرکلی کوي
د جي۷ هېوادونو مشرانو د اوکراین د ځمکني بشپړتیا په شمول ددغه هیواد څخه په خپل ملاتړ ټینګار وکړ او موافقه یې وکړه چې د روسیې پر جنګي اقتصاد به فشار لا زیات کړي.
دغو مشرانو د چهارشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل:
"په دې ترځ کې به موږ پر روسیې خپل بندیزونه نور هم سخت کړو، چې د نفتو او ګازو پر سکټورونو بندیزونه هم پکې شامل دي."
دغو مشرانو د فرانسې په ایویان ښار کې د خپلې غونډې په ترځ کې په جلا توګه ،د امریکا او ایران ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې دوی چمتو دي چې د پلي کېدو لپاره یې همکاري وکړي.
د جي۷ ، یا اوو صنعتي پرمختللیو هېوادونو مشرانو وویل چې هڅې به وکړي چې د انرژۍ د انتقال لپاره ګڼې لارې رامینځ ته شي ، دهرمز د تنګي په لارو اتکا کمه، او دانرژۍ زیرمې زیاتې شي .
دامریکا متحد ایالات، بریتانیه، فرانسه ، جرمني ، ایتالیا ، کانادا او جاپان د جي۷ غړي هیوادونه دي.
برونو لیمارکي په افغانستان کې د بشري چارو د همغږه کونکي په توګه د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د مرستیال په توګه دنده پیل کړه
برونو لیمارکي چې نوی د افغانستان لپاره د بشري چارو د همغږه کونکي په توګه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د مرستیال په توګه ټاکل شوی، د سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۶ په کابل کې خپله دنده په رسمي توګه پیل کړه.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما پرخپله ویبپاڼه لیکلي چې د نوموړي ټاکنه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش لخوا شوې او هغه د اندریکا راتوات ځای ناستی شوی دی.
نوموړی به په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د ټولو ادارو، صندوقونو او پروګرامونو چارې همغږي کوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (UNAMA) د همغږې شوې پراختیايي برخې مشري به پر غاړه لري.
لېمارکي له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د مشرتابه څو دندې ترسره کړي چې تر ټولو وروستۍ دنده یې په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د ثبات ماموریت لپاره د سرمنشي د مرستیال ځانګړي استازي په توګه وه، او همدارنګه له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۶ پورې یې د همدې هیواد لپاره د بشري مرستو د همغږي کوونکي په توګه دنده ترسره کړې.
نوموړی داسې مهال په افغانستان کې نوې دنده پیلوي چې د ملګروملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره وغځواوه.