د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۴۰

افغانستان

د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی د مشورو لپاره کابل ته راغلی

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی د سلا مشورو لپاره کابل ته راغلی.

نوموړي نن یکشنبه(د زمري ۱۰مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دوحه کې اوس مهال راتلونکي نظام او اساسي قانون تر بحث لاندې دي او په دې برخه کې د دیني عالمانو او افغان ولس مشورې اړیني دي.

هغه وايي، دیني عالمان کولی شي د راتلونکي نظام په جوړښت کې رغنده رول ولوبوي.

د ښاغلي ستانکزي په باور، د یوې تل پاتې او هر اړخیزې سولې لپاره د دواړو خواو جدي اراده اړینه ده.

نوموړی ټینګار کوي چې افغان حکومت د سولې لپاره جدي اراده لري او مقابل لوری باید خپله قاطع اراده وښيې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ټینګار کړی و چې دغه ډله د سولې خبرو ته جدي اراده لري.

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي، که جدي اراده رامنځته شي د افغانستان جګړه په یوې میاشت کابو کېدای شي.

ښاغلی ستانکزی داسې مهال کابل ته راځي چې له تېرو لسو میاشتو راپه دېخوا په دوحه کې د جګړې دواړه لوري په خبرو بوخت دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ لوبه؛ بنګله‌دېشي لوبغاړي په ۱۵۵ منډو اوټ شول

ارشیف، د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله

د افغانستان او بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ په وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېشي لوبغاړي په ۱۵۵ منډو اوټ شول.

لوبه نن په سېلهټ لوبغالي کې د بنګله‌دېش له‌خوا په توپ وهنې پيل شوه.

په پایله کې افغان لوبغاړو په ۴۸م اور کې د بنګله‌دېش ټول لوبغاړي په ۱۵۵ منډو اوټ کړل.

د افغانستان لپاره بلال سمېع او ننګیالي خروټي درې درې وېکټې اخیستي. اظهارالحق نوید او شاهدالله حسني دوه دوه بنګله‌دېشي لوبغاړي سوځولي.

اوس وخت لوبه کې دمه اخیستل شوې او تر وقفې وروسته به افغان ټیم د ۱۵۶ منډو د پوره کولو لپاره میدان ته کوزېږي.

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ۱۹ کلنو ټیمونو ترمنځ د سپټمبر له ۱۰مې د پنځو یو ورځنيو لوبو لړۍ پيل شوې چې درې لومړۍ سر په سر بنګله‌دېش ګټلي.

څلورمه لوبه وړمه ورځ افغان ټیم وګټله او دا دی د وروستۍ یوې پایله د ورځې په اوږدو کې معلومېږي.

پکتیا کې د ځمکې په سر شخړه کې درې وروڼه وژل شوي او یو بل کس ټپي دی

ارشیف، د پکتیا مرکز ګردېز ښار یوه څنډه

په پکتیا کې د ځمکې په سر شخړه کې درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په پکتیا کې د طالبانو له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ټاکل شوي رئیس خالق‌یار احمدزي د یکشنبې د ورځې په سهار ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېر مازدیګر ناوخته د پکتیا د مرکز ګردېز په شکرخېلو سیمه کې شوې ده.

د احمدزي په وینا نښته د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې په سر شوې چې له امله‌یې د یوې کورنۍ درې تنه وروڼه وژل شوي او یو بل کس‌یې ټپي شوی دی.

احمدزی وایي، د پېښې ځای ته د دوی ځواکونه رسېدلي او په تړاو یې د بریدګرې کورنۍ دوه تنه نیول شوي، خو ډزې کوونکی کس د پېښې له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

پکتیا د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې د ځمکې او غرونو په سر شخړې په‌کې اوږده مخینه لري.

د امریکا ولسمشر او د بریتانیا صدراعظم د افغانستان په اړه خبرې کوي

(ښی-کین) د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او د امریکا ولسمشر جو بایډن

ټاکل شوې ده چې افغانستان د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا د صدراعظم بورېس جانسون د روانې اوونۍ د خبرو د اجنډا په سر کې وي.

د نړیوالو خبري اژانسونو پر اساس، جانسون به په دې کتنه کې د افغانستان د بشري بحران په خاطر پر بایډن فشار راوړي.

د راپورونو له مخې، جو بایډن د بریتانیا او د ناټو د نورو متحدانو دا غوښتنه نه‌وه منلې چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو ایستل وځنډوي.

دوی دا غوښتنه د دې لپاره کړې وه چې له افغانستانه هغه بهرنیان او افغانان وایستل شي چې خپل ژوند په دغه هېواد کې له خطر سره مخامخ احساسوي.

د افغانستان بشري حقونو کمېسیون: طالبانو زموږ دفتر نیولی او وسایل‌یې کاروي

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دفتر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون شکایت کړی چې طالبانو د یاد کمېسیون دفتر نیولی او له وسایلو یې استفاده کوي.

دا خبره د یاد کمیسیون په وېب‌پاڼه باندې په یوه اعلامیه کې چې پرون خپره شوې راغلې.

د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په څېر د اکثرو ادارو برخلیک نه‌دی معلوم او کارونه‌یې په ټپه درېدلي.

د کمېسیون په پرونۍ اعلامیه کې راغلي که څه هم د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون منحل شوی نه‌دی، خو د زمري له ۲۴مې راهیسې د افغانستان د خلکو په وړاندې د خپل مسؤلیت په ادا کولو کې پاتې راغلی دی.

شهرزاد اکبر چې د طالبانو تر راتګ پورې د کمېسیون مشره وه څو ورځې مخکې وویل چې بهر وتلې ده، خو لا هم د دوی ګڼ همکاران په افغانستان کې پاتې دي او له ګواښ سره مخ دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپله مفصله اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د بشر حقونو فعالانو ته د څارنې اجازه ورکړي او د یاد کمېسیون د کارکوونکو او نورو ټولو بشرپالانو درناوی وکړي.

د طالبانو ادارې لا تر اوسه د بشري حقونو کمېسیون د یادې اعلامیې او د کمېسیون د برخلیک په اړه څه تبصره نه‌ده کړې.

یونېسف: افغانستان کې دې د نجونو په شمول د ټولو ښوونځي پرانیستل شي

ارشیف

یونېسف په افغانستان کې د نجونو په شمول د ټولو ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.

د یونېسف افغانستان څانګې مشرې سم مورټ پرون په دې اړه په خپل ټویټر یو لنډ بیان ورکړی.

هغې ویلي د افغان نجونو په شمول دې د ټولو ماشومانو لپاره ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

اغلې مورټ داسې وخت د ښوونځیو په پرانیستې ټینګار کړی چې د شنبې په ورځ په افغانستان کې یوازې د هلکانو ښوونځي بېرته پرانیستل شول.

د طالبانو له‌خوا یوازې د هلکانو د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو اعلامیې ګڼ غبرګونونه وپارول ځکه د نجونو د برخلیک په اړه‌یې په‌کې یادونه نه‌وه کړې.

د شنبې په ورځ بیا د باختر خبري اژانس چې دمګړۍ د طالبانو د ادارې له‌خوا مخته وړل کېږي د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په حواله لیکلي و چې د نجونو ښوونځي به هم ژر پرانیستل شي.

مجاهد زیاته کړې وه چې د دوی حکومت په دې برخه کې پر یو طرزالعمل باندې کار کوي چې په‌کې د ټولګیو جلا کول او د استادانو د وېش څرنګوالی شامل دي.

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ټیم له بنګله‌دېش سره وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي

ارشیف، د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ټیم

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ټیم نن یکشنبه له بنګله‌دېش سره وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې افغان ټیم له څلورو مخکېنیو لوبو یوه ګټلې ده او د وروستۍ لوبې د ګټلو لپاره‌یې پوره چمتووالی نیولی دی.

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیمونو ترمنځ پنځه یو ورځنۍ لوبې د سپټمبر له ۱۰مې راپیل شوې وې چې لومړۍ درې سر په سر بنګله‌دېش وګټلې او څلورمه د جمعې په ورځ افغان ټيم وګټله.

تمه ده له دې لوبې وروسته د افغانستان د ۱۹ کلنو ټیم د بنګله‌دیش په وړاندې یوه څلور ورځنۍ لوبه هم وکړي.

عمران خان طالبانو سره د یوه ټول­ شموله حکومت په اړه خبرې پیل کړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان 

د پاکستان صدراعظم وايي، له طالبانو سره یې د یوه ټول­ شموله حکومت په اړه چې تاجکان، هزاره او ازبکان په کې حضور ولري، خبرې پیل کړي دي.

عمران خان نن په خپل ټویټر کې لیکلي، دغه خبرې یې به دوشنبې کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره تر کتنې او د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تر تفصیلي بحث وروسته پیل کړي دي.

ده زیاته کړې د څلورو لسیزو تر جګړو وروسته د حکومت ټول شموله اوسېدل په افغانستان کې له سولې او ثبات سره چې د عمران خان په خبره د سیمې په ګټه دی، مرسته کوي.

د پاکستان صدراعظم پرون د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د تاجکستان له ولسمشر سره وکتل.

طالبانو د سېپټمبر پر اوومه د سرپرستې کابینې تر اعلان مخکې د ټول­ شموله حکومت د جوړولو ژمنه کړې وه.

جلال اباد کې ۳ او کابل کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۳ کسان وژلي

ارشیف

راپورونه وايي، په جلال اباد کې درېیو او په کابل کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۳ کسان وژلي او شا و خوا ۲۰ کسان ټپیان کړي دي.

په ننګرهار کې یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د جلال اباد په بېلابېلو برخو کې دغه چاودنې، د طالبانو پر رنجر موټرو د سړک غاړې ماینونو له کبله شوي دي.

سرچینه وايي، په چاودنو کې درې ملکیان وژل شوي او په ټپیانو کې طالبان هم شامل دي.

په ننګرهار کې د طالبانو ادارې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او د دغو پېښو مسوولیت هم چا نه دی منلی.

بل خوا نن د کابل په دیارلسمه حوزه کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان ټپیان شول. د حملې هدف نه دی روښانه.

طالبانو چې څه باندې میاشت مخکې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د دغو چاودنو په اړه چې چا یې لا مسوولیت نه دی منلی رسماً څه نه دي ویلي.

د داعش ډلې خراسان څانګه چې د طالبانو دښمنه ډله ګڼل کېږي، د افغانستان په ځینو برخو کې فعاله ده.

د بښنې نړیوال سازمان د امریکا یو بیان 'لومړی مثبت ګام" وباله

د کابل هوايي ډګر کې شوې چاودنه

وروسته له هغې چې د امریکا متحدو ایالاتونو ومنله چې تېره میاشت په کابل کې د دوی د پوځ په یوه هوايي حمله کې لس ملکیان وژل شوي، د بښنې نړیوال سازمان د امریکا دغه بیان 'لومړی مثبت ګام" وباله.

په دغه سازمان کې د کړکېچ د چارو مخکښ سلاکار، براین کسټ­نر وویل، هغه کسان باید په یوه عادلانه محاکمه کې مجازات شي چې د دې پېښې مسوول دي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، جنرال کېنټ مککنزي د جمعې په ورځ وویل، د اګسټ پر ۲۹مه د کابل هوايي ډګر ته نږدې د امریکا د پوځ د بې پېلوټه الوتکې حمله یوه تېروتنه وه: "تر لسو پورې ملکیان چې په کې اووه تنه ماشومان هم شامل وو، په هغه تراژیک برید کې ووژل شول. سربېره پردې موږ ته اوس جوته شوه چې دا لېرې خبره ده چې موټر او هغه کسان چې وژل شوي له داعش خراسان څانګې سره کومه تړاو لرلی وي یا یې امریکا ته مستقیم ګواښ پېښ کړی وي. زه د وژل شوېو کسانو کورنۍ او دوستانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم."

راپورونه وايي وژل شوي کسان، د یوې کورنۍ غړي وو.

تر دې هوايي حملې مخکې د اګسټ پر ۲۶ مه، د کابل له هوايي ډګره دباندې په یوه ځانمرګي برید کې تر ۱۷۰ زیات ملکي افغانان او ۱۳ امريکايي پوځیان ووژل شول چې د هغې حملې مسوولیت د داعش ډلې خراسان څانګې منلی و.

ایران: افغانستان سره پر پوله د داعش ظهور ته اجازه نه ورکوو

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

د ایران ولسمشر وايي، هېواد یې له افغانستان سره پر پوله د داعش ډلې ظهور ته اجازه نه ورکوي.

ابراهیم رئیسي دا خبرداری نن شنبه تاجکستان ته د خپل سفر په پای کې د خبرو پر مهال ورکړ: "په افغانستان کې د داعش حضور نه یوازې افغانستان، بلکې سیمې ته هم خطرناک دی. موږ په هېڅ ډول نه شو منلی چې تروریستي جریان او داعش زموږ د پولې په اوږدو کې ځای پرځای شي، نورو هېوادونو، سیمې یا هم افغانستان ته ضربه ورکړي."

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، طالبانو څه باندې میاشت مخکې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه.

ایران چې له افغانستان سره شااو خوا ۹۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري، لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د مالیې وزارت: ټولو دولتي کارکوونکو ته معاشونه ورکول کېږي

د افغانستان مالیې وزارت

د افغانستان د ماليې وزارت په يوې اعلاميه کې ټولو دولتي کار کوونکو ته ډاډ ورکړی چې مياشتنی معاش به يې په منظم ډول ورکول کېږي.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دولتي کارکوونکو د معاشاتو د اجراء په پروسه کې چې ځينې تخنيکې ستونزې رامنځته شوې وې، د دې وزارت په پوره هڅو سره د له منځه تلو په حال کې دي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برخه کې د اړوند ادارو سره په جدي ډول د دې مسالې د ژر حل کېدو په تړاو هڅې روانې دي.

نوموړي وزارت ټول دولتي کار کوونکو ته ډاډ ورکړی چې خپلو دندو ته دې په ورځني ډول حاضره اوسي.

د کرنې وزارت او خوړو نړیوال پروګرام له ۲۵۰ کورنیو سره مرسته کوي

ارشیف

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د خوړو نړيوال پروګرام «WFP» سره په همغږۍ له ۲۵۰ بې وزله کورنيو سره مرسته کوي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې د پروان او کاپيسا ولايتونو په يو شمېر ولسواليو کې به پر ۲۵۰ بې وزله کورنيو چې بزګران او اړمنې کورنۍ دي اصلاح شوي تخمونه، د شېدو اوزې او د هګيو چرګان ووېشي.

د دې وزارت له قوله ويل شوي چې دغه مرستې به د روانې میاشتې په لړ کې اړمنو کورنيو ته ورسېږي.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، دا د بزګرانو له اړمنو کورنيو سره د دې مرستو د بهېر پيل دی او دغه چاره به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

قطر ته له کابله ۱۷۰ کسان په چارتر الوتکه کې ورسېدل

د قطر الوتکه

د قطري چارواکو په وینا له کابله ۱۷۰کسان پرون په چارتر الوتکه کې قطر ته ورسېدل.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې په دوی کې د یو شمېر افغانانو ترڅنګ د متحد ایالاتونو، بلجیم، بریتانیا، کروایشیا، جرمني، هالنډ او ایټالیا اتباع شامل دي.

د امریکا حکومت د اګسټ په وروستیو دوو اونیو کې شااوخوا یو سل او څلوېښت زره کسان له افغانستانه وایستل او بیا یې دا ماموریت داګسټ په ۳۱مه پای ته ورساوه.

له دې نېټې را وروسته دا درېیمه چارتر الوتکه ده چې له افغانستانه خلک بهر ته وړي.

قطر له طالبانو سره دا موافقه کړې ده چې د هغو کسانو د تګ مخه به نه نیسي چې قانوني اسناد لري او غواړي چې له افغانستانه ووځي.

طالبانو د ښځو وزارت پر 'امربالمعروف او نهی عن المنکر' بدل کړ

د ښځو چارو پخوانی وزارت

د طالبانو حکومت د ښځو چارو وزارت د دعوت، ارشاد او امر بالمعروف او نهی عن المنکر په وزارت بدل کړ.

رویټرز اژانس خبر ورکړ چې په کابل کې د ښځو چارو د وزارت پر ودانۍ د دعوت، ارشاد او امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت لوحه نصب شوې ده.

بل لورته د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې له هلکانو غوښتي دي چې سر له نننه ښوونځيو ته ولاړ شي.

په دې خبرپاڼه کې ښوونځيو ته د نجونو د تګ خبره نه ده یاده شوې او دا نه ده څرګنده چې نجونې به کله ښوونځيو ته ځي؟

د نوېیمې میلادي لسیزې په دوهمه نیمایي کې د طالبانو د تیرې واکمنۍ پر مهال نجونو د زده کړو اجازه نه لرله.

طالبانو څه باندې یوه میاشت مخکې کابل ونیو، دوی ویلي دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي.

ملګري ملتونه: طالبان دې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي

طالبان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل پرېکړه لېک کې له طالبانو وغوښتل چې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

داسې حکومت چې په کې د ښځو بشپړ، مساوي او معنی داره ګډون خوندي شوی وي او بشري حقونه تر پښو لاندې شوې نه وي.

امنیت شورا دا پرېکړه لېک پرون په غوڅ اکثریت تصویب کړ او په کې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت، یوناما د شپږو نورو میاشتو په مخه تمدید کړ.

د امنیت شورا پنځلس غړیو په دې ډول طالبانو ته دا ښکاره پیغام ورکړ چې د دوی کارونه به له نژدې څاري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG