د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ وږی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۰۴

افغانستان

د نورستان والي وايي، نن یکشنبه سیلاب ځپلو ته مرستې رسېږي

نورستان کې سیلاب ځپلي

د نورستان والي وایي، نن یکشنبه (د زمري ۱۰مه) سهار به د کامدیش ولسوالۍ د میردیش سیمې سیلاب ځپلو ته مرسته ور ورسېږي.

حافظ عبدالقیوم تېر ماښام ازادي راډيو ته وویل چې کامدیش کې سېلابونو ۱۱۳ تنه وژلي ۱۷ یې ټپیان کړي او پر دې سربیره یې خلکو ته دروند مالي زیان اړولی دی: "۱۷۳ کورونه مکمل تخریب شوي دي، ۱۲ کیلو متره سړک هم تر اوبو لاندې شوی او ۱۱ سوه جریمه زراعتي ځمکه تخریب شوې. موږ له زیانمنو شویو سره په لومړي پړاو کې عاجلې خوراکي او غیرخوراکي مرستې کوو."

دغې سیمه کې تېره چهارشنبه سیلابونه راووتل.

طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني پرون ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د حضور له کبله سیلاب ځپلو ته مرسته کوونکي ټیمونه نه دي ور رسیدلي.

له دې وړاندې بیا طالبانو ژمنه کړې وه چې سیلاب ځپلو ته د مرستو لپاره لارې خلاصې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د یوناما مشرې د طالبانو له امنیتي مشرانو سره د داعش پر ګواښونو خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز

یوناما وايي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په کابل کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر او همدارنګه د استخباراتو د ریاست له سرپرست سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کارمندانو په خوندیتوب خبرې کړې دي.

یوناما پر خپل ټویټر ویلي چې ديبرا لاینز په کابل کې د سراج‌الدین حقاني او عبدالحق و ثیق سره د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر خوندیتوب، د داعش د ډلې له‌خوا پر ګواښونو او اړو کسانو ته د مرستو د رسولو پر اهمیت خبرې کړې دي.

بل‌خوا د افغانستان ملي راډیو ټلوېزيون چې دولتي رسنۍ ده، وايي چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال ګیلیس میچوډ او په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له مشرې دیبرا لاینز سره په لیدنه کې پر بشري مرستو سربېره له دوی سره د طالبانو د حکومت "د په رسمیت پېژندلو، د تور لېست د سپینولو او له افغانستان څخه د بندیزونو په ليرې کولو" هم خبرې کړې دي.

په دې موضوع خبرې داسې مهال کېږي چې د طالبانو له‌خوا اعلان شوی سرپرست حکومت تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او د کابینې یو شمېر غړي یې لا هم د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي.

تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فيلیپو ګرانډي افغانستان ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې ویلي چې په افغانستان کې د یوه لوی بشري بحران د مخنیوي لپاره دا هېواد د نړیوالې ټولنې سمدستي او دوامدارو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دغه‌راز ویلي چې د اقتصاد او عامه خدمتونو د دړې وړې کېدو په صورت کې به بې‌ثباتي زیاته او ډېر خلک به په هېواد کې دننه بې‌ځایه کېدو یا له هېواد بهر کډوالۍ ته مخه کړي.

په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو شمېر له درې ملیون او ۵۰۰ زره کسانو اوړي. دا هېواد په عین حال کې وچکالۍ او د کرونا وبا هم ځپلی دی.

جرمني او فرانسه نن د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

د فرانسې ولسمشر او د جرمنې صدراعظمه

ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل نن د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

د هغې اعلامیې له مخې چې د مکرون د دفتر له خوا نن خپره شوې، د دغې کتنې په اړه زیات جزئیات نه دې ورکړل شوي، خو ویل شوي چې مکرون به په یوې کاري ماښامنۍ کې د مېرکل کوربه توب وکړي.

مېرکل د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې خپله دنده پریږدي.

جرمني او فرانسې له دې مخکې له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د خلکو د فردي ازادیو درناوی وکړي او د شلو کلونو لاس ته راوړنې خوندي کړي.

له هغه مهال راهیسې چې د اګسټ په ۱۵مه کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، تراوسه هېڅ یوه هېواد هم د طالبانو نوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

نن تاجکستان کې دوه سازمانونه د افغانستان پر مسئلې غږېږي

ارشیف

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه ښار د افغانستان په اړه د دوو سازمانونو د غونډې کوربه دی.

د ګډو ګټو د ډله‌ییز تړون د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه نن پیل شوه.

د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې خبریال ملا رجب یوسفي په دې اړه وویل: "په دې غونډه کې د څو هېوادونو مشرانو د افغانستان په اړه بېلابېلو دریځونه درلودل. د قرغزستان ولسمشر دې غونډه کې د طالبانو له مشرانو سره د خبرو غوښتنه وکړه، خو د تاجکستان ولسمشر مخالفت وکړ او طالبان‌یې د یو پراخ‌بنسټه دولت د جوړولو د ژمنو په ماتولو تورن کړل."

دغه‌راز به د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه د شانګهای د همکارۍ سازمان د دوه ورځني سرمشریزې کوربنه هم وي. افغانستان د دغه سازمان څارونکی غړی دی، خو دې غوندې ته له افغانستان څخه څوک نه‌دي ورغوښتل شوي.

د دغه سازمان یو شمېر غړو چې اکثره‌یې د افغانستان ګاونډیان دي، د افغانستان روان وضعیت ته اندېښنه ښودلې ده.

چین، روسیه، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او هند د دې سازمان دایمي غړي او ایران‌یې څارونکی غړی دی.

ملګري ملتونه: افغانستان د نړیوالې ټولنې دوامداره مرستو ته اړتیا لري

فلیپو ګراندي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي وایي، په افغانستان کې د یوه لوی بشري بحران د مخنیوي لپاره دا هېواد د نړیوالې ټولنې سمدستي او دوامدارو مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي ګراندي افغانستان ته د درې ورځني سفر په پای کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې په دې هېواد کې بشري وضعیت ډېر خراب دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دغه راز ویلي چې د اقتصاد او عامه خدمتونو د دړې وړې کېدو په صورت کې به بې ثباتي زیاته او ډېر خلک به په هېواد کې دننه بې ځایه کېدو یا له هېواده بهر کډوالۍ ته مخه کړي.

په افغانستان کې د بې ځایه شوېو شمېر له درې میلیونه او پنځه سوه زره کسانو اوړي، هغه هېواد چې وچکالۍ او د کرونا وبا ډېر ځپلی دی.

د افغانستان بانک: د تېر حکومت د چارواکو پیسې دغه بانک ته سپارل شوي

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک وايي چې د پخواني حکومت له چارواکو تر لاسه شوې نغدې پیسې دغه بانک ته سپارل شوي.

د دغه بانک له لوري په يوې خپره شوې اعلاميه کې د دغو پيسو اندازه څه باندې ۱۲ میلیونه ډالر ښودل شوې ده.

د افغانستان بانک په اعلامیه کې چې پر خپلې فیسبوک پاڼې يې خپره کړې، ویل شوي دي چې دغه پیسې د افغانستان د پخواني حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح او يو شمېر نورو چارواکو له هستوګنځايونو څخه ترلاسه شوي او د طالبانو د مسئولينو له خوا دغه بانک ته تحويل کړل شوې.

د افغانستان بانک د دغو ورسپارل شوېو پیسو مجموعي مقدار ۱۲ میلیونه ۳۶۸ زره او ۲۴۶ امریکايي ډالر او یوه اندازه د سرو زرو خښتې هم په کې شاملې دي، خو له دې وړاندې طالبانو د ښاغلي صالح له کوره د پیسو او سرو زرو ترلاسه کول رد کړي وو.

د افغانستان د پخواني حکومت تر نسکوريدو وروسته د افغانستان بانک ټوله شتمنۍ په بهر کې کنګل ده.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري کړکيچ له رامنځ ته کيدو څخه اندېښنه ښودلې ده.

د کرنې وزارت له بهرنیو موسسو غوښتي چې ژر تر ژره خپل فعالیت پیل کړې

د بهرنیو موسسو له استازو سره د کرنې وزارت ناسته

د افغانستان د کرنې, اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواکو د بهرنيو مؤسسو له استازو سره په ناسته کې ټېنکار کړی چې ژر تر ژره دې خپل فعاليتونه له سره پيل کړي.

دغه وزارت نن پنجشنبې (د وږي په ۲۵مه) په یو بیان کې وویل چې د کرنې کمېسیون غړو او بهرنیو مؤسسو استازو ترمنځ یوه ناسته شوې او چارې به نورمال حالت ته وګرځي.

په دې غونډه کې د ياد وزارت د پراختيايي پروژو او د ملګروم لتونو د خوړو او کرنې ادارې FAO استازو ګډون درلود، ډاډ ورکړ چې د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې به خپلې چارې د تېر په څېر پيل او لا نور هم پاملرنه ورته زياتوي او په يادو برخو کې به د کرنې وزارت سره پوره او هر اړخيزې مرستې کوي.

د یادونې وړ ده چې د ياد وزارت ډېری پراختيايي پروژې د نړيوال بانک او اسيايي پراختيايي بانک له خوا تمويليږي چې د کرنې وزارت سره په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د اصلاح شوېو تخمونو، درملو د وچو او لمدو مېوو د پروسس ماشینونو، اصلاح شوېو نیالګیو او بزګرانو ته د دوا شېندلو ماشینونو او ټراکټورونو وېش او نورو برخو کې فعالیت لري.

دغو ادارو د طالبانو له واکمنۍ سره خپل فعالیتونه درولي و، خو اوس د بېرته پیل ډاډ ورکړی.

فرانسه: له افغانستان سره بشري مرستې سل میلیونه یورو ته زیاتوو

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان لو دریان

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې له افغانستان سره بشري مرستې سل میلیونه یورو ته زیاتوي.

ژان لو دریان پرون د اروپا پارلمان ته د خبرو پرمهال د افغانستان اوسني بشري وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل: "هرڅه چې مو په وس کې وي باید ویې کړو، څو د هغه اصلي خطر مخه ونیول شي چې په افغانستان کې دی. پوهېږم چې هلته وچکالي او بشري ناورین دی. موږ خپله ونډه ادا کوو، له افغانستان سره خپلې بشري مرستې سل میلیونه یورو ته زیاتوو."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې د دې مرستې خبر ورکړ چې درې ورځې مخکې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې مرستندویانو له افغانستان سره په بشري برخه کې د یو اعشاریه دوه میلیارډه ډالرو مرستو ژمنې وکړې.

پاکستان: که طالبان ټولشموله حکومت جوړ نه کړي ګډوډ حالت به رامنځته شي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم د افغانستان وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړه.

عمران خان سي اېن اېن ټلوېزیون ته پرون په اسلام اباد کې وویل: "طالبان پر ټول افغانستان واکمن دي، که چېرته دوی اوس د یوه ټول شموله حکومت لپاره کار وکړي، ټولې ډلې په کې شاملې کړي، په افغانستان کې به له څلویښت کلونو وروسته سوله وي که داسې ونه شي او دا هغه څه دي چې موږ ډېر ورته اندېښمن یوو نو یو ګډوډ حالت به رامنځته شي."

د اګسټ له پنځلسمې را وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، دا د پاکستان د صدراعظم لومړۍ مرکه ده چې له یوې نړیوالې رسنۍ سره یې کوي.

عمران خان سي اېن اېن ته وویل چې د پاکستان استخباراتي ادارو اټکل کاوه چې له افغانستانه به د امریکايي پوځیانو تر وتلو وروسته هلته کورنۍ جګړه پيل شي، خو داسې ونه شو نو اوس باید طالبانو ته وخت ورکړل شي چې یو قانوني حکومت رامنځته کړي او خپلې ژمنې عملي کړي.

طالبانو له پاکستانه د ۲ افغان هوايي شرکتونو لپاره اجازه غوښتې

د اریانا افغان هوايي شرکت

طالبانو په یوه لیک کې له پاکستانه غوښتي دي چې د افغانستان د هوایي چلند دوو شرکتونو ته اجازه ورکړي چې دغه هېواد ته سفر وکړي.

په دې لیک کې چې د افغانستان د هوایي چلند ادارې اسلام اباد ته لېږلی دی، په کې د اریانا او کام اییر هوایي شرکتونو د الوتنو د اجازې غوښتنه شوې ده.

د افغانستان د هوایي چلند د ادارې ویاند سیف الله پرون وویل، د کابل هوایي ډګراوس الوتنو ته چمتو شوی دی او افغانان کولی شي چې د نړۍ نورو هېوادونو ته له دې هوایي ډګره سفر وکړي.

پاکستان چې روانه اوونۍ یې کابل ته یوه چارتر تجارتي الوتکه استولې وه، تراوسه د طالبانو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د اګسټ له پنځلمسې تر دېرشمې چې د کابل له هوایي ډګره د بهرنیو او افغانانو د ایستلو چارو دوام وکړ دا ډګر سخت زیانمن شو.

جرمني ۲۶۰۰ افغانانو ته د استوګنې ویزې ورکړي

د افغان پناه غوښتونکو کمپ

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ۲۶۰۰ افغانانو لپاره چې اوس اوس دې هېواد ته کډه شوي، د استوګنې ویزې ورکړي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو ویاند ډي پي اې خبري اژانس ته وویل چې حکومت په دې اړه پرون د بهرنیو چارو وزارت ټولو دفترونو ته رسمي خبر ورکړ.

په دې ډله کې د بشري حقونو فعالان، هنرمندان، پوهان، ژورنالېستان او نور هغه خلک شامل دي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

جرمني به د دې کسانو مېرمنو یا مېړونو او ماشومانو ته هم د استوګنې لپاره ویزې ورکوي او دوی به مجبوره نه وي چې د سیاسي پناه غوښتنه وکړي.

کابل ښاریان: د بانکي سیسټم محدودیتونه لا پر ځای دي

کابل کې بانک ته ولاړ خلک

که څه هم د افغانستان بانک خلکو ته ډېر ژر د بانکونو د ستونزې د هواري ډاډ ورکړی دی، خو بیا هم د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه له خپلو شخصي حسابونو د پیسو د ترلاسه کولو لپاره په ځلونو بانکونو ته مراجعه کوي، خو بېرته خالي لاس کورونو ته ستنېږي.

دوی ازادي راډیو ته ویلي چې په بانکونو کې ګڼه ګوڼه خورا زیاته ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره خلکو ته ډاډ ورکړی چې ژر تر ژره به د بانکونو فعالیت په عادي ډول پیل شي.

د افغانستان بانک د اعلامیې له مخې، سوداګریز بانکونه په بشپړه توګه خوندي دي.

افغانانو په تېرو ۲۰ کلونو کې د خپلو پیسو د خوندیتوب په موخه په بانکونو کې د باور او اعتماد له مخې حسابونه پرانیستي و، خو پر دغه هېواد د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، ټول هغه کسان چې په بانکونو کې حسابونه لري په دې لټه کې دي چې خپلې پیسې راوباسي او وېره لري چې پیسې ضایع نه شي.

د صنعت کارانو شورا: د فابریکو د برېښنا ستونزه هواره شوه

په ننګرهار کې فابریکه

د افغانستان د صنعت کارانو د سرتاسري ټولنې رئیس شېرباز کمین زاده وایي، د فابریکو د برېښنا ستونزه هواره شوې ده.

نوموړي نن چهارشنبه (د وږي په ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له واکمنۍ سره دوی خپلې ستونزې د اقتصاد عالي شورا له رهبرۍ سره شرېکه کړې وه.

کمین زیاتوي: "د برېښنا ستونزې په اړه باید ووایم، اوس د کابل او نږدې ټولو ولایتونو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه هواره شوې ده، اوس برېښنا څوک نه پرې کوي، برېښنا دوامداره وي او هیله مند یو چې دا مسایل هره ورځ بهتره شي."

تر دې وړاندې د صنعت کارانو کارونه د برېښنا د کمښت له امله تر ډېره دریدلي وو.

د صنعت کارانو ټولنې خبرداری ورکړی و، که د دوی د فابریکو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه هواره نه شي، کېدای شي ډېرې فابريکې سقوط شي، خو اوس دوی خوښ دي چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه حل شوې ده.

ترکیه: د افغان کډوالو د بلې څپې پر وړاندې د مبارزې ظرفیت نه لرو

ترکیه کې افغان کډوال

ترکیه وايي، دغه هېواد له افغانستانه د پناه غوښتونکو د بلې احتمالي څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره نور ظرفیت نه لري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون سې شنبه د جرمني له ولسمشر فرانګ والټر شټاین­مایر سره په ټیلیفوني خبرو کې دا موضوع یاده کړه.

د ترکیې د جمهوري ریاست د اعلامیې له مخې، په دې ټیلیفوني تماس کې اردوغان ویلي، جرمني او د اروپايي ټولنې نور هېوادونه باید د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره مرسته وکړي چې دوی هم د افغان پناه غوښتونکو د ستونزې بار ته اوږه ورکړي.

ترکیه چې له وړاندې یې د خپل ګاونډي هېواد سوریې ۳ میلیونو او ۷ لکو کډوالو ته پناه ورکړې، له افغانستانه د طالبانو له ډاره د پناه غوښتونکو د بلې څپې به اړه اندېښنه ښوولې ده.

اروپايي ټولنه: طالبانو سره له خبرو پرته بله چاره نه لرو

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بورېل

د اروپايي ټولنې یوه چارواکي وویل، دوی له طالبانو سره له خبرو اترو پرته بله چاره نه لري.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بوریل پرون سې شنبه په فرانسه کې اروپايي پارلمان ته وویل، بروکسل به د اروپايي ټولنې له حکومتونو سره په کابل کې د یوه ډپلوماتیک حضور لپاره هڅې تنظیم کړي.

ښاغلي بورېل وویل: "د افغانستان کړکېچ ختم شوی نه دی، پر تحولاتو د هر ډول نفوذ لپاره له طالبانو سره له خبرو اترو پرته بله لار نه لرو."

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر په افغانستان کې د بشري حقونو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د طالبانو حکومت تورن شوی چې د ښځو د حقونو په ګډون اساسي بشري حقونو ته درناوی نه کوي، خو طالبانو ویلي چې دوی په دې برخه کې هڅې کوي.

د روغتیا سازمان: په طبي وسایلو بار د قطر ۲مه الوتکه کابل ته راغله

د قطر یوه الوتکه

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د قطر هوايي شرکت دویمه الوتکه چې طبي وسایل په کې بار وو، پرون د کابل پر نړیوال هوايي ډګر کښېناسته.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون په یوه ټویټ کې ویلي، له دغو وسایلو سره په افغانستان کې د یو میلیون کسانو روغتیايي اړتیاوې پوره کېږي.

دغه سازمان د قطر مننه کړې چې خپلو بشردوستانه مرستو ته یې دوام ورکړی دی.

تر دې مخکې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د کابل له نړیوال هوایي ډګره د قطر د هوایي شرکت چارټر الوتنو کې شااوخوا ۴۰۰ کسان وایستل شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG