د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ وږی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۱۱

نړۍ

د عراق پوځ: د جنازې پر مراسمو برید کې ځینې کسان وژل شوي

ارشیف

د عراق پوځ په یوه اعلامیه کې وویل، د دغه هېواد په شمال کې د جنازې پر مراسمو په برید کې ځینې کسان وژل شوي دي.

د عراق یوه امنیتي مسوول ویلي، د پولیسو او ملکیانو په ګډون اته کسان هغه وخت ووژل شول چې افراطي وسله والو د خلکو پر یوه ډله ډزې وکړې.

دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي چې دا برید داعش ډلې کړی دی.

دوې اوونۍ مخکې د عراق په پلازمېنه بغداد کې پر یوه بازار په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شوي وو.

بله حمله په جنورۍ میاشت کې شوې وه چې ۳۲ تنه یې وژلي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان کړي وو.

د هغو دوو حملو مسوولیت داعش ډلې منلی و.

د عراق چارواکو د ۲۰۱۷میلادي کال په ډسمبر میاشت کې له داعش ډلې د زیاتو سیمو تر نیولو وروسته د دې افراطي ډلې په وړاندې د بریا اعلان کړی و.

له هغې راهیسې داعش ډله په عراق کې خال- خال حملې کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په روسیه کې پارلماني انتخابات پیل شول

روسیه کې انتخابات

په روسیه کې پارلماني انتخابات چې په درې ورځو کې ترسره کېږي، نن پیل شول.

په دغو انتخاباتو کې به د کرملین پلوي، د متحدې روسیې د ګوند کاندیدان برلاسي وي.

روسي چارواکو تر دې انتخاباتو مخکې اپوزیسیون دومره ځپلی چې په دې انتخاباتو کې یې کاندیدان ډېر نه ترسترګو کیږي.

د روسیې دوما یا د استازیو جرګې د ټولو ۴۵۰ چوکیو لپاره دغه انتخابات ترسره کېږي.

د متحدې روسیې ګوند چې کلونه کلونه یې پر دوما زیات نفوذ لرلی، په دې وروستیو کې یې محبوبیت دومره کم شوی چې په دوو لسیزو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

امریکا ترکیه کې د القاعده شبکې ۵ تمویلوونکي تور لېست کې شامل کړل

د ترکیې او امریکا ګډ بیرغونه

د امریکا متحدو ایالاتونو په ترکیه کې دېره د القاعده شبکې پنځه تمویلوونکي او د سفرونو اسانتیا برابروونکي د بندیزونو په تور لېست کې شامل کړل.

د امریکا خزانې وزارت پرون پنجشنبه وویل، دغه پنځه کسان چې د ترکیې او مصر وګړي دي، په ترکیه کې یې د القاعده عملیاتو ته بېلابېل ملاتړ برابر کړی دی.

ترکیه په ګاونډي هېواد سوریه کې د القاعده د عملیاتو لپاره د عمده دهلېز حیثیت لري.

دغه تروریستي ډله د سوریې په شمال لویدیځ کې د حیات تحریر الشام په نوم د یاغیانو له ډلې سره ارتباطات لري.

د امریکا د خزانې وزارت د پرېکړې له مخې د امریکا په قلمرو کې د دغو کسانو هر ډول شتمني کنګل کېږي.

چین د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا ترمنځ نوی امنیتي تړون وغانده

د امریکا او چین ګډ بیرغونه

چین د امریکا د متحدو ایالاتونو، بریتانیا او اسټرالیا ترمنځ نوی امنیتي تړون وغانده او ویې ویل چې دا به په سیمه کې د تسلیحاتي رقابت د سختېدو سبب شي.

د دغه تړون له مخې به امریکا او بریتانیا د داسې اوبتلونو چې په محرک اټمي ځواک سمبال وي، د جوړولو ټکنالوژي له اسټرالیا سره شریکوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون وویل، دغه درې هېوادونه د سیمې سولې او ثبات ته زیان اړوي، تسلیحاتي سیالي زیاتوي او د اټمي وسلو د نه پراختیا هڅې زیانمنوي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، امریکا او متحدان یې په ځانګړي ډول د چین په جنوبي سمندرګي کې د چین د زیاتېدونکي پوځي نفوذ د مخنیوي لپاره هڅه کوي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن پرون وویل، د دې تړون هدف له چا سره دښمني نه ده.

امریکا،بریتانیا او اسټرالیا د هندو پاسفیک لپاره امنیتي شراکت اعلان کړ

ارشیف

د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا او اسټرالیا د هندو پاسفیک د سیمې لپاره د یوه نوي امنیتي شراکت اعلان وکړ، هغه اقدام چې چین پرې انتقاد کړی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن او د اسټرالیا صدراعظم سکات موریسن دغه نوی تړون پرون چهارشنبې اعلان کړ.

د دغه تړون له مخې به غړي هېوادونه د دفاعي وړتیاوو د لوړولو لپاره په خپلو کې سره همکاري کوي او اسټرالیا ته اجازه ورکوي چې اټمي اوبتلونو ته لاس رسۍ ولري.

مکرون: فرانسوي ځواکونو افریقا کې د داعش مشر وژلی

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، د دوی ځواکونو په افریقا کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر وژلی دی.

مکرون پرون ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه د داعش وژل شوی مشر عدنان ابو ولید الصحراوي یاد کړی دی.

ده ویلي، دا د افریقا په ساحل سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې یوه لویه بریا ده.

د فرانسې ولسمشر نه دي ویلي چې د داعش دا مشر څه وخت او څه ډول وژل شوی دی؟

الصحراوي ۲۰۱۷ کال کې د نایجریا دننه د هغه برید مسولیت منلی و، چې څلور امریکایي پوځیان او څلور نایجریایي سرتیري په کې ووژل شول.

هغه ۲۰۲۰ میلادي کال کې د شپږو فرانسوي مرسته کوونکو او د هغوی د نایجریایي موټر چلوونکي د وژنې امر هم ورکړی و.

بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب د عدلیې وزیر ټاکلی

ډومنیک راب

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانس په کابینه کې د بدلونونو په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب د عدلیې وزیر ټاکلی دی.

له څو میاشتو راهیسې پر جانسن انتقادونه کېدل او ده پرون نوې پرېکړې وکړې.

پر ډومنیک راب وروسته تردې نیوکې وشوې چې کله طالبانو کابل ونیو دی د یونان کریټ ټاپو ته په سیاحت تللی و.

د سوداګرۍ وزیره لېز ټرس د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه نومول شوې.

د بریتانیا په کابینه کې د کورنیو او پوهنې د وزیرانو د بدلون په ګډون یو شمېرنور تغییرات هم راغلي دي.

څیخانوسکایا: فرانسه دې د بلاروس د لانجې حل لپاره هلې ځلې وکړي

په جلاوطني کې د بلاروس مشره سویتلانا څیخانوسکایا

په جلاوطني کې د بلاروس مشره سویتلانا څیخانوسکایا د فرانسې له ولسمشره وغوښتل چې د بلاروس د لانجې د حل لپاره هلې ځلې وکړي.

څیخانوسکایا پرون په پاریس کې د وینا پر مهال وویل، ډموکراټیک هېوادونه باید جدي اقدامات ترسره کړي.

څیخانوسکایا په بلاروس کې پروسږکال د اګسټ په انتخاباتو کې د بلاروس د دکتاتور الکساندر لوکاشینکا مهمه سیاله وه، دې په پاریس کې خبریالانو ته وویل، د هېواد خلک یې د پرمختګ لپاره نورو هڅو ته اړتیا لري.

څیخانوسکایا له تېرکال راپه دې خوا په لیتوانیا کې ژوند کوي.

لویدیځ او اروپایي هېوادونه د بلاروس رژیم په رسمیت نه پېژني او پر دې هېواد یې یو لړ بندیزونه لګولي دي.

د پاریس د سفر پر مهال د څیخانوسکایا او د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون ترمنځ د لیدنې کتنې پروګرام په پام کې نه دی نیول شوی، خو تمه ده چې دا د فرانسې له بهرنیو چارو وزیرې ژان لودریان سره د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې وګوري.

مارک میلي له خپل چینایي سیال سره په پټه غږیدلی و

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز

د راپورونو له مخې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په وروستیو کې له خپل چینايي سیال سره په پټه تماس نیولی او هغه ته یې ډاډ ورکړی چې متحد ایالات پر چین د برید پلان نه لري.

په یوه کتاب کې چې راتلونکې اوونۍ خپرېږي، جنرال مارک میلي د جنوري په اتمه نېټه د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو له حملې دوه ورځې وروسته د چین له لوی درستیز جنرال زو چنګ سره تماس نیولی و.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس او سي اېن اېن ټلوېزیون پرون سې شنبې د پېرل یا خطر په نوم د دې کتاب په حواله راپور ورکوي چې جنرال مېلي د ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې په وروستیو کې له هغه وېرېده.

راپور زیاتوي چې مارک مېلي د لومړي ځل لپاره ښاغلي زوچنګ ته ټیلیفون وکړ، څو هغه ته ډاډ ورکړي چې د امریکا اداره باثباته ده او ژمنه یې وکړه چې پر چین د برید په صورت کې به ده ته خبر ورکړي.

ډونالډ ټرمپ د دې راپورونو په اړه په غبرګون کې ویلي چې ده هېڅکله پر چین د برید په اړه فکر نه دی کړی، خو زیاتوي چې چین ته د امریکا د احتمالي برید په اړه مخکې له مخکې خبر ورکول خیانت دی.

پراګ: الکساندر فرانچیتي دې تر بل امر پورې په توقیف کې وساتل شي

الکساندر فرانچیتي 

د پراګ ښاري محکمې د روسیې وګړي الکساندر فرانچیتي ته تر بل امر پورې په توقیف کې د ساتل کېدو امر وکړ.

دغه کس اوکراین د ګرفتارۍ د یوه نړیوال حکم له مخې د کییف لپاره هم مطلوب دی.

تر هغو چې کییف ته یې د احتمالي سپارل کېدو په اړه پرېکړه کېږي فرانچیتي به په توقیف کې دی.

پرون د محکمې تر حکم وروسته د روسیې دغه وګړی چې تېره یکشنبه د پراګ په نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوی و، د پراګ د پانکراڅ توقیف­ځای ته ولېږدول شو.

الکساندر فرانچیتي د روسیې له خاورې سره د اوکراین د کریمیا سیمې په الحاق کې د دخالت د ادعاوو له کبله اوکراین ته مطلوب دی.

د هغه مدافع وکیل یان شوارتځ د محکمې د پروني حکم په وړاندې سم د لاسه د استېناف غوښتنه وکړه.

د روسیې ولسمشر د سوریې له مشر بشارالاسد سره وکتل

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین بشارالاسد سره

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سوریې له مشر بشارالاسد سره په مسکو کې وکتل او په سوریه کې د یاغیانو تر کنټرول لاندې پاتې سیمو پر وړاندې یې د پوځي همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړې.

دا خبره په دمشق کې دولتي رسنیو کړې ده.

د ایران ترڅنګ روسیې په سوریه کې د لس کلنې جګړې په ترڅ کې د بشارالاسد د رژیم کلک ملاتړ کړی دی.

د دغې جګړې په نتیجه کې له ۴۰۰ زره زیات کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بې ځایه شوي دي.

روسیه د ۲۰۱۵ میلادي کال په سېپټمبر کې دغه کړکېچ ته داخله شوه او د اسد په پلوي یې د قدرت یو تعادل رامنځته کړ چې په نتیجه کې یې اوس د اسد رژیم د دې هېواد د خاورې پر ډېرې برخې کنټرول لري.

پوتین او اسد پرون دوشنبې په مسکو کې سره ولیدل.

دواړو مشرانو له دې مخکې د ۲۰۲۰ میلادي کال په جنوري کې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې سره کتلي و.

د کرملین د بیان له مخې پوتین اسد ته وویل چې ترهګرو ډېر زیانونه اړولي، خو ستاسو په مشرۍ حکومت پر نوي سلنه خاورې کنټرول لري.

د خبر له مخې اسد هغه څه چې ده په سوریه کې له ترهګرو د اشغال شوېو سیمو ازادېدل، د سوریې او روسیې بریالیتوب بللی، ستایلي دي.

روسیه، سوریه او ایران اکثره وختونه د سوریې د حکومت ضد وسله وال، ترهګر بولي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ کې د ۱۰۰ هېوادونو مشران ګډون کوي

ارشیف

د امریکا د متحدو ایالاتونو د ولسمشر جو بایډن په ګډون به د څه باندې سلو هېوادونو مشران راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې حضورې ګډون وکړي.

د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې د اردن پاچا، د برازیل او ونزویلا ولسمشران، د فلسطیني ادارې مشر او د جاپان، هند، بریتانیا او اسراییل صدراعظمان به ویناوې وکړي.

د راپور له مخې د افغانستان، شمالي کوریا او میانمار استازي به د سېپټمبرپه ۲۷مه دې اسامبلۍ ته ویناوې وکړي، خو دا لا نه دي ویل شوي چې په دې عمومي اسامبلۍ کې به د افغانستان استازیتوب څوک کوي؟

وروسته له هغې چې طالبانو کابل ونیو، تراوسه یې حکومت هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پیژندلی.

انګېلا مېرکل له خپل البانیایي سیال ایدي راما سره ګوري

انګېلا مېرکل له خپل البانیایي سیال سره

د جرمني صدر اعظمه انګېلا مېرکل بالکان ته د خپل سفر په ترڅ کې نن له خپل البانیایي سیال ایدي راما سره ګوري.

مېرکل له البانیا سربیره د بالکان حوزې د څلورو نورو هغو هېوادونو له مشرانو سره هم ګوري چې اروپایي ټولنه کې د غړیتوب غوښتنه لري.

ټاکل شوې جرمني کې د همدې روانې میلادي میاشتې د پای له ټاکنو وروسته مېرکل له واکه لېرې شي.

د جرمني صدر اعظمې ویلي، د دوی یو هدف دا دی چې د لویدیځ بالکان شپږو هېوادونو ته د اروپایي ټولنې غړیتوب ورکړي، خو په خبره یې دا هېوادونه اوږده لاره مخ کې لري.

د پاکستان پارلمان مخته زرګونو ژورنالیستانو اعتراض وکړ

د پاکستان پارلمان

په پاکستان کې په زرګونو ژورنالیستانو د پارلمان د ودانۍ مخې ته اعتراض وکړ.

دوی د هغه قانون د مسودې په اړه د خپل اعتراض غږ اوچت کړ چې د دوی په باور پر رسنیو د حکومت کنټرول سختوي او د مطبوعاتو ازادۍ محدودوي.

ژورنالیستانو خپل تحصن وړمه شپه پیل کړ چې پرون یې هم تر هغو دوام وکړ چې پارلمان د نوې جلسې لپاره پرانیستل شو څو دغه نوی قانون تصویب کړي.

دغه پېشنهادي لایحه د رسنیو اوسني قوانین فسخه کوي او پر ځای یې نوي قوانین وضع کوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم د قانون د دې نوې لایحې په اړه اعتراض کړ او په اړه یې اندېښنه ښوولې ده.

پاکستان د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوال فهرست تقریباً په وروستي کتار کې ځای لري.

۳ قرغزي وګړي او دوه د تاجکستان، قرغزستان کې محاکمه شول

د قرغزستان محکمه

د قرغزستان درې او د تاجکستان دوه وګړي پرون د خونړیو قومي شخړو له کبله په قرغزستان کې محاکمه شول.

دا شخړې روان کال د قرغزستان او تاجکستان د سرحد په لانجمنه سیمه کې شوې وې.

د اپرېل له ۲۹مې د مې تر لومړۍ نېټه په هغو شخړو کې د قرغزستان ۳۶ او د تاجکستان ۱۹ وګړي ووژل شول او په دواړو خواوو کې په لسګونو نور ټپیان شول.

محکمې ته حاضر شوي کسان د شخصي ملکیتونو په لوټ-تالان تورن شوي دي.

د پخواني شوروي اتحاد د دغو دوو جمهوریتونو پر سرحد وضعیت له کلونو راهیسې ترینګلی دی.

تهران: ډېر ژر به ویانا کې د اټمي موافقې د برخلیک په اړه خبرې بیا پیل کړو

د روان کال جون میاشت کې په ویانا کې د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې په اړه د ایران مذاکرات

ایران وايي چې ډېر ژر به په ویانا کې د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د برخلیک په اړه خبرې بیا پیل کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن په تهران کې یوه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال همداراز وویل تهران د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشانو ته پر خپلو اټمي بټیو د څار اجازه ورکړې ده.

ښاغلی خطیب‌زاده زیاتوي: "دا اداره د شوې موافقې په چوکاټ کې د تفتیش او څار چارې پر مخ بیایي، خو د پارلمان د فیصلې په اساس له دې هاخوا نور څه ته مو اجازه نه‌ده ورکړې."

خطیب‌زاده وویل چې ایران قطعاً دا تمه لري چې د خبرو نور اړخونه به د ویانا په خبرو کې ریالیستیک واوسي او په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې ایران به د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې له اصولو بهر هېڅ اضافي ژمنه ونه‌کړي.

د ویانا په خبرو کې چې په اپرېل میاشت کې پیل شوې، پر ایران سربېره بریتانیا، جرمني، فرانسه، روسیه او چین برخه لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG