د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

واشنګټن پوسټ: د افغانستان شمالي سیمې ولې د طالبانو لاس ته په اسانه ورغلې؟


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو لاس ته د افغانستان د شمالي سیمو د لوېدو په اړه لیکنه خپره کړې او دا پوښتنه‌یې کړې چې دا سیمې ولې د طالبانو لاس ته په اسانه ورغلې حال دا چې یو وخت په دې سیمو کې د طالبانو پر ضد زیات مقاومت کېده؟

د ورځپاڼې له لیکنې سره سم، قومي او سیاسي اختلافات سبب شوي چې طالبان ورڅخه ګټه واخلي.

ورځپاڼه وايي، د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو په شاوخوا ۱۰۰ ولسوالیو کې پرمختګ وکړ چې اکثره‌یې په شمال کې دي.

ډېرو نورو لوېدیځو ورځپاڼو او نشریو له افغانستانه د ترجمانانو د ایستلو په موضوع لیکنې خپرې کړي او له خپلو حکومتونو یې غوښتي چې د هغو ترجمانانو په ایستلو کې بېړه وکړي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې له ناټو ځواکونو سره مرسته کړې ده، خو په دې منځ کې (دي کنورسېشن) په نوم خپرونې په یوه متفاوته موضوع لیکنه خپره کړې ده.

  • دي کنورسېشن

دي کنورسېشن نشریې د افغان ښځو په قول لیکلي چې طالبان نه‌دي بدل شوي.

طالبانو په ۹۰مه لسیزه کې واک ته له رسېدو وروسته د نجونو تعلیم منع کړ او ښځې یې نه‌یوازې ټولنیزو فعالیتونو ته نه‌پرېښودې، بلکې له چادرۍ او محرمه پرته‌یې له کوره د هغو پر وتلو بندیز ولګاوه.

دي کنورسېشن خپرونې لیکلي چې طالبانو له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په هغو سیمو کې چې دې ډلې نیولي، د پخوا په شان بندیزونه پیل کړي.

د خپرونې پر اساس، افغان ښځې په ځانګړي ډول د طالبانو په پوځي بریاوو اندېښمنې دي.

خپرونې له یو شمېر افغان ښځو سره خبرې کړي او هغو ورته ویلي چې طالبانو په ځانګړي ډول د ښځو په برخه کې خپله ایډیالوژي نه‌ده بدله کړې.

دوی ویلي، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ښځې له نارینه محرمه پرته له کوره وتلی نه‌شي، باید بورقه‌یې پر سر وي او ښوونځي او کلینیک ته د تګ اجازه نه‌ورکول کېږي.

  • نشنل پوسټ

نشنل پوسټ ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې خپرې کړي.

انتوني بلېنکن پرون/ چهارشنبه ویلي، د افغانانو پر ضد د طالبانو حملې او تاوتریخوالی د افغانستان د راتلونکې لپاره ښه نښه نه‌ده.

ده په نوې ډېلي کې له هندي چارواکو سره له خبرو وروسته وویل، په افغانستان کې د سولې یوازنۍ لار خبرې اترې دي او ټولې خواوې باید جدي خبرې وکړي.

  • ډېلي سټار

ډېلي سټار ورځپاڼې هم د بلېنکن څرګندونې رااخیستي. ورځپاڼه وايي، بلېنکن د هند له بهرنیو چارو وزیر سره په خبري غونډه کې وویل، که طالبان افغانستان ونیسي، افغانستان به د نړۍ یو منفور دولت وي.

ده زیاته کړې، هغه افغانستان به چې د خپلو خلکو حقونو ته درناوی نه‌کوي او پر خپلو خلکو ظلمونه کوي، یو منفور او رټلی هېواد وي.

XS
SM
MD
LG