د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی ایوب استاد د ژوند پور پرې کړ.
ایوب استاد له کلونو راهیسې د ناروغۍ په بستر کې پروت و او ننیې د ژوند سترګې سره ورغللې.
ایوب استاد چې شااوخوا ۹ لسیزې عمر درلود، له دوو کالو راهیسې یې د لیدو، غږېدو او په خپل ځواک د کرځېدو توان له لاسه ورکړی و.
ایوب له سندرو ویلو سره د بېکچې مینې په برکت د ښه نوم او شهرت خاوند او د لسګونو شاګردانو روزونکی شو.
احمد تکل د فرهنګي او سیاسي چارو له شنونکي، لیکوال او شاعر فاروق فردا سره چې په تېرو کلونو کې له ایوب استاد سره نږدې پاتې شوی د دې ځانګړي هنرمند د هنر او ژوند پر تیارو اړخونو بحث کړی.
ښاغلی فردا د مرکې په پیل کې له ایوب استاد سره د خپلو لومړنیو لیدنو په اړه خبرې کوي چې د لاندې لېنک په کېګاږلو سرهیې اورېدلی شئ: