د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

مسیر ورځپاڼه: د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې عاملین څوک دي؟


ارشیف، کندز کې د یوه ملکي افغان جسد
ارشیف، کندز کې د یوه ملکي افغان جسد

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې د ملکي مرګ ژوبلې، د طالبانو له لوري ګواښونه او د پکتیا پر ناامنیو لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.

د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی، د دې تړوني په کېکاږلو سره یې ولولئ:

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې پوښتنه کړې چې د ملکي وګړو د مرګ‌ ژوبلې عاملین څوک دي؟

وړاندې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ 'یوناما' راپور ته اشاره شوې چې د روان کال شپږو میاشتو کې ۵۱۸۳ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان دي.

د لېکوال په لیکنه، اوس که د جګړې ښکېل لوري ورته د اسلامي نظام د جوړولو لپاره جګړه وايي او که د جمهوریت د بقا جګړه، خو په واقعیت کې دا یوه کورنۍ جګړه ده چې هېڅ ډول نه شي توجیه کېدلی.

لېکوال همدارنګه ټینګار کړی چې د ملکي تلفاتو ترڅنګ په دې جګړه کې افغانانو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي، ملي شتمنیو او عامه تاسیساتو ته زیان اوښتی، سړګونه، پلونه، پلچکونه، روغتونونه، ښوونځي او نور مراکز نړول شوي دي.

د لېکوال په وینا، ښکېل لوري د دې زیانونو له مسوولیته ځانونه نه شي ژغورلی.

ورځپاڼې د جګړې په دواړو لوړو غږ کړی چې پر ولس رحم وکړي، دا جګړه نوره ودروي، د سولې جدي خبرې وکړي او پرېږدي چې دا ځورېدلی ولس لږ د ارام ساه واخلي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې طالبانو د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم او په ځانګړي توګه تر لوی اختر را وروسته د خپلو بريدونو او جګړو د لا زياتولو ګواښونه کړي دي.

لیکوال همدارنګه ادعا کړې چې د طالبانو له خوا هڅې دا دي چې حکومت کې بې باوري رامنځته کړي.

خو د لېکوال په وینا، دې ټولو ته په کتو سره افغان حکومت خپل سيمه ييز او نړيوال باور لا پسې پراخ کړی.

لیکوال ټینګار کړی، که څه هم بهرني ځواکونه وځي، خو له امريکا او نړيوالې ټولنې سره د افغان حکومت اړيکې نوي څپرکي ته داخلې شوي دي.

ورځپاڼې وړاندې د امريکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مک مکنزي څرګندونو ته اشاره کړې چې کابل ته د سفر پر مهال له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکيو سره په کتنه کې د امريکا پوځي ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي، افغان ځواکونه له سخت وضعيت سره مخامخ دی، خو د دې وړتيا لري چې خطرونه دفع کړي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې د پکتیا پر سیدکرم د جګړې بیا ځلي زیاتېدو په تړاو اندېښنه مطرح کړې ده.

وړاندې راغلي، دغو جګړو کې خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

وړانذې راغلي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د پکتیا ولایت سیدکرم ولسوالۍ باندې د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي چې له امله یې ملکیانو ته درانه تلفات اوښتي.

لېکوال اندېښنه ښودلې چې په سیدکرم کې د روانو جګړو له امله نه یوازې د خلکو کاراوبار په ټپه درېدلی، بلکې هلته د وسله والو طالبانو له خوا مخابراتي شبکو ته هم د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي چې د سیمې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ورځپاڼې په وینا په پکتیا کې جګړو په داسې مهال زور اخیستی چې اوس مهال د دې ولایت ډېری ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په واک کې دي.

XS
SM
MD
LG