د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۳۰

نړۍ

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ځي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر نن پاکستان ته سفر کوي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو پرون یو لنډ بیان ورکړی.

په بیان کې راغلي چې د شاه محمود قریشي په بلنه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود د جولای پر ۲۷مه له یوه لوړپوړي پلاوي سره اسلام اباد ته ورځي.

تمه ده شهزاده فیصل له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي او نورو پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزه اړیکو او د سیمې پر حالاتو غږېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

له اسرائیلي لوبغاړو سره د ایراني لوبغاړو په نه‌لوبېدو د خامنه‌اي ټینګار

د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي

د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي یو وار بیا له اسرائیلي لوبغاړو سره د ایراني لوبغاړو په نه‌لوبېدو ټینګار وکړ.

خامنه‌اي پرون د ایران د المپيک او پارالمپیک ټيمونو له غړو سره ولیدل.

هغه ویلي: "د ایران د ورزش چارواکي باید په دې برخه کې په هېڅ صورت غلي ونه‌اوسي او ایراني لوبغاړي له اسرائیلي سیالانو سره باید لاس ورنه‌کړي."

د ایران رهبر چې له سیاست نیولې تر ورزشه په ټولو چارو باندې وروستۍ خبره کوي داسې وخت له اسرائیل سره د لوبو په نه‌کولو ټینګار کړی چې له اسرائیل سره د نه‌لوبېدو په خاطر د ایران د ځینو ورزشي فدراسیونونو او لوبغاړو فعالیت په نړیواله کچه ځنډول شوی.

تر ټولو وروستی مورد د ایران جودو فدراسیون دی چې تر دوو نورو کلونو ۱۴۰۲ پورې هم له نړیوالو فعالیتونو محروم شوی ځکه ګڼ ایراني جودوکاران‌یې په المپیک او نړیوالو لوبو کې له اسرائیل سره له مخ کېدو منع کړي وو.

د ایران د سوک وهنې، پهلوانۍ او جودو یو شمېر لوبغاړو د ایراني چارواکو د دې ټینګار او فشار په خاطر له ایران وتلي او اوس د نورو هېوادونو په نوم لوبېږي.

سعید مولایي یو له دې لوبغاړو دی. مولايي د توکیو په المپیکي لوبو کې د مغولستان لپاره ولوبېد او د جودو د سپینو زرو مډال‌یې وګاټه.

سلګونه امریکایانو پر کانګرس په بلوا د تورنو کسانو په ملاتړ لاریون وکړ

د امریکا پر کانګرس یو شمېر بلوا کوونکي

سلګونه کسانو پرون د امریکا کانګرس پر ودانۍ په بلوا باندې د تورنو کسانو په ملاتړ لاریون وکړ.

د تېرې جنورۍ په شپږمه د امریکا د کانګرس پر ودانۍ باندې سلګونه کسان ورننوتل او له پولیسو سره په اخ‌وډب کې د پولیسو په شمول ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د دې عمل په تړاو ګڼ کسان تورن او بند ته اچول شوي دي.

پرون وروسته له هغه چې د کانګرس د ودانۍ د پولیسو مشر ټام منګیر وویل د بیا ځلي بلوا فرصت به برابر نه‌شي، د مظاهره‌چیانو په وړاندې د امنیتي ځواکونو شمېر څو برابره زیات شو.

منګیر وویل له ملي ګارډ به هم مرسته وغواړي.

هغه امر کړی چې د کانګرس د ودانۍ شااوخوا دوه متري کټارې ودرول شي.

د سږ کال په پیل کې په یوه مشهوره پېښه کې، پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ته وفادار لاریون کوونکي د جنوري په ۶مه په دې هدف د کانګرس ودانۍ ته ننوتل چې د ټاکنو د پایلو تأیید له ګډوډۍ سره مخ کړي.

امریکا د هایتي د زرګونه تازه وارد شویو کډوالو د ایستلو لپاره هڅې کوي

ارشیف، یو شمېر امریکايي سرتېري او د هائیتي وګړي

امریکا له خپلې خاورې د هائیتي د زرګونه تازه وارد شویو کډوالو د ایستلو لپاره هڅې کوي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي د دغو کډوالو د ایستلو لپاره به د پروازونو شمېر زیات کړي.

دا کډوال له مکسیکو څخه متحده ایالاتو ته له تېرېدو وروسته په تکزاس ښار کې تر یوه پله لاندې راټول شوي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت د شنبې په ورځ وویل چې شااوخوا دوه زره کډوال د پروسس او ایستلو لپاره له امریکا بهر یوه ښارګوټي ته وړل شوي.

دغه وزارت زیاته کړه چې غواړي په راتلونکو درېیو ورځو کې لږترلږه ۴۰۰ نور پولیس د ډېل ریو سرحدي ښارګوټي ته واستوي.

دې ښارګوټي کې د هائیتي کډوال راټول شوي.

د جمعې تر ورځې پورې له ۱۰ زرو څخه ډېر ناقانونه کډوال له هائیتي نه ډېل ریو ښار ته رسېدلي.

چارواکو ویلي په زرګونو نور ممکن په راتلونکو ورځو او اوونیو کې راشي.

د قزاقستان پولیسو لږ تر لږه ۶ فعالان د اعتراض پرمهال نیولي

د قزاقستان پولیس

د قزاقستان پولیسو لږ تر لږه شپږ فعالان د هغه اعتراض پرمهال ونیول چې د قزاقستان د ډموکراتیک ګوند په نوم د ناراجسټر شوي سازمان له خوا تنظیم شوی و.

په لسګونو کسانو په جنوب ختیځ ښار الماتې کې په لاریون کې برخه واخیسته او د پخواني مستبد ولسمشر نورسلطان نظربایف پرضد یې شعارونه ورکړل.

ګومان کېږي چې نظربایف اوس هم د پردې تر شا دغه هېواد کنټرولوي.

اعتراض کوونکو د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او د حکومت هغه پلان یې وغانده چې غواړي د ځینو حکومتي سیسټمونو د ډجیټل کولو لپاره له یوې روسۍ کمپنۍ کار واخلي.

دوی د چین په شمال لویدیځ شینجیان کې له مسلمان اقلیت سره هم چې تر فشار لاندې دي، خپل پیوستون وښود.

د هایتي زرګونه پناه غوښتونکي د امریکا تکزاس ایالت کې راغونډ شوي

د هایتي زرګونه پناه غوښتونکي

د هایتي په زرګونو پناه غوښتونکي د امریکا د متحدو ایالاتونو د تکزاس ایالت په یوه کوچني سرحدي ښارګوټي کې تر یوه پله لاندې راغونډ شوي دي.

دا موضوع د ولسمشر جو بایډن د د مهاجرت پالیسیو لپاره یو ازمېښت ګڼل کېږي.

تر پرون پورې د هغو پناه غوښتونکو شمېر تر لسو زرو واوښت چې په ديل ریو ښارګوټي کې تر یوه پله لاندې راغونډ شوي دي.

د امریکا د ګمرکونو او سرحدي خوندیتوب ادارې او محلي چارواکو ویلي چې اټکل کېږي په را روانو ورځو کې به په زرګونو نور کسان همدغه ځای ته ورسېږي.

هغه مقررات چې د ۲۰۲۰میلادي کال په مارچ میاشت کې د کرونا وبا په تړاو نافذ شوي، پرځای دي چې له مخې به یې پناه غوښتونکي پرته له دې چې د پناه غوښتنې هڅه وکړي رد کړای شي، خو هغه کسان چې ماشومان ورسره دي او ګڼې کورنۍ ورڅخه مستثنی ګڼل شوي دي.

په روسیه کې نن هم پارلماني ټاکنې روانې دي

د روسیې پارلماني ټاکنې

په روسیه کې نن هم خلک په پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره د رایې ورکولو مرکزونو ته روان دي.

د دغو درې ورځنیو ټاکنو پرمهال د ټلګرام په څېر مشهور اپلېکېشن، د چټ کولو ټولې برخې ځنډولي، چې په روسیه کې د انتخاباتي کمپاین لپاره کار ورڅخه اخیستل کېده.

دا د سیاسي اپوزیسیون د زنداني شوي مشر الکسي ناوالنۍ لپاره یو ګوزار ګڼل کېږي چې د رایې ورکولو ځیرک اپلکېشنونه یې مخکې د اپل او ګوګل له سټورونو لېرې کړای شول.

له دغو اپلکېشنونو د ټاکنو د لارښوونې لپاره کار اخیستل کېده.

د متحدې روسیې ګوند چې کرملین یې ملاتړ کوي، تمه لري چې دغه پارلماني ټاکنې وګټي.

د روسیې د پارلماني ټاکنو په دویمه ورځ د پراخو درغلیو ادعاوې شوي

روسیه کې ټاکنې

نن د روسیې د پارلماني ټاکنو په دویمه ورځ د پراخو درغلیو ادعاوې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له ټلګرامه د زنداني شوي سیاسي مشر، الکسي ناوالنۍ د ځیرکې رایې اچونې برخه ورکه شوه.

د اپل او ګوګل له سټورونو هم د ناوالنۍ اړوند ځیرک اپلکېشنونه چې د رایو لپاره کارول کېدل، لېرې کړای شوي دي.

اټکل کېږي چې د روسیې واکمن ګوند متحده روسیه چې کرملین یې ملاتړ کوي، په دغو ټاکنو کې چې درې ورځې دوام کوي، ډېرې رایې وګټي.

د ګولوس په نوم د ټاکنو د څارنې خپلواک بنسټ پرون د ټاکنو په لومړۍ ورځ د ۲۰۰۰ سرغړونو موارد ثبت کړي وو چې ښیي رایې په پیسو رانیول شوي دي.

د الجزایر پخوانی ولسمشر بوتفلیقه د ۸۴ کلنۍ په عمر ومړ

د الجزایر پخوانی ولسمشر

د الجزایر پخوانی ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه د څلور اتیا کلونو په عمر ومړ.

د الجزایر دولتي ټلوېزیون پرون دا خبر ورکړ.

بوتفلیقه په ۱۹۹۹م کال کې د الجزایر ولسمشر شو او شل کاله وروسته پراخو مظاهرو اړ کړ چې استعفی وکړي.

روسیه کې پارلماني ټاکنې د دویمې ورځې په مخه هم روانې دي

روسیه کې یو تن خپله رایه کاروي

د روسیې د پارلمان یا ډوما ټاکنې د دویمې ورځې په مخ هم روانې دي.

ټاکنې پرون جمعه (د وږي ۲۶مه) پیل شوې چې د کرملین له ملاتړ برخمن واکمن ګوند پرې څار لري.

د سیاسي مخالف الکسي ناولني ګڼ ملګري او مخالف کاندیدان تر ډېره له کاندیدۍ محرومه شوي دي.

د رای اچونې په پیل سره د اپل او ګوګل له انلاین پلورنځیو الکسي ناوالني ته د رای ورکونې ټول ځیرک اپلیکشنونه تري تم شول.

د ناوالني ملګرو دا کار یو فوق العاده سیاسي سانسور بللی دی.


د لوادا په نوم د یوه خپلواکه بنسټه له خوا ترسره شوې سروې ښيي چې اکثر روسان د پارلمان یا دوما له چلنده راضي نه دي.

په نظر پوښتنو کې متحدې روسیې ګوند ته د بې اعتنايي د کچې لوړوالی هم په ډاګه کوي.

په روسیه کې پارلماني انتخابات پیل شول

روسیه کې انتخابات

په روسیه کې پارلماني انتخابات چې په درې ورځو کې ترسره کېږي، نن پیل شول.

په دغو انتخاباتو کې به د کرملین پلوي، د متحدې روسیې د ګوند کاندیدان برلاسي وي.

روسي چارواکو تر دې انتخاباتو مخکې اپوزیسیون دومره ځپلی چې په دې انتخاباتو کې یې کاندیدان ډېر نه ترسترګو کیږي.

د روسیې دوما یا د استازیو جرګې د ټولو ۴۵۰ چوکیو لپاره دغه انتخابات ترسره کېږي.

د متحدې روسیې ګوند چې کلونه کلونه یې پر دوما زیات نفوذ لرلی، په دې وروستیو کې یې محبوبیت دومره کم شوی چې په دوو لسیزو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

امریکا ترکیه کې د القاعده شبکې ۵ تمویلوونکي تور لېست کې شامل کړل

د ترکیې او امریکا ګډ بیرغونه

د امریکا متحدو ایالاتونو په ترکیه کې دېره د القاعده شبکې پنځه تمویلوونکي او د سفرونو اسانتیا برابروونکي د بندیزونو په تور لېست کې شامل کړل.

د امریکا خزانې وزارت پرون پنجشنبه وویل، دغه پنځه کسان چې د ترکیې او مصر وګړي دي، په ترکیه کې یې د القاعده عملیاتو ته بېلابېل ملاتړ برابر کړی دی.

ترکیه په ګاونډي هېواد سوریه کې د القاعده د عملیاتو لپاره د عمده دهلېز حیثیت لري.

دغه تروریستي ډله د سوریې په شمال لویدیځ کې د حیات تحریر الشام په نوم د یاغیانو له ډلې سره ارتباطات لري.

د امریکا د خزانې وزارت د پرېکړې له مخې د امریکا په قلمرو کې د دغو کسانو هر ډول شتمني کنګل کېږي.

چین د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا ترمنځ نوی امنیتي تړون وغانده

د امریکا او چین ګډ بیرغونه

چین د امریکا د متحدو ایالاتونو، بریتانیا او اسټرالیا ترمنځ نوی امنیتي تړون وغانده او ویې ویل چې دا به په سیمه کې د تسلیحاتي رقابت د سختېدو سبب شي.

د دغه تړون له مخې به امریکا او بریتانیا د داسې اوبتلونو چې په محرک اټمي ځواک سمبال وي، د جوړولو ټکنالوژي له اسټرالیا سره شریکوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون وویل، دغه درې هېوادونه د سیمې سولې او ثبات ته زیان اړوي، تسلیحاتي سیالي زیاتوي او د اټمي وسلو د نه پراختیا هڅې زیانمنوي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، امریکا او متحدان یې په ځانګړي ډول د چین په جنوبي سمندرګي کې د چین د زیاتېدونکي پوځي نفوذ د مخنیوي لپاره هڅه کوي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن پرون وویل، د دې تړون هدف له چا سره دښمني نه ده.

امریکا،بریتانیا او اسټرالیا د هندو پاسفیک لپاره امنیتي شراکت اعلان کړ

ارشیف

د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا او اسټرالیا د هندو پاسفیک د سیمې لپاره د یوه نوي امنیتي شراکت اعلان وکړ، هغه اقدام چې چین پرې انتقاد کړی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن او د اسټرالیا صدراعظم سکات موریسن دغه نوی تړون پرون چهارشنبې اعلان کړ.

د دغه تړون له مخې به غړي هېوادونه د دفاعي وړتیاوو د لوړولو لپاره په خپلو کې سره همکاري کوي او اسټرالیا ته اجازه ورکوي چې اټمي اوبتلونو ته لاس رسۍ ولري.

مکرون: فرانسوي ځواکونو افریقا کې د داعش مشر وژلی

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، د دوی ځواکونو په افریقا کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر وژلی دی.

مکرون پرون ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه د داعش وژل شوی مشر عدنان ابو ولید الصحراوي یاد کړی دی.

ده ویلي، دا د افریقا په ساحل سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې یوه لویه بریا ده.

د فرانسې ولسمشر نه دي ویلي چې د داعش دا مشر څه وخت او څه ډول وژل شوی دی؟

الصحراوي ۲۰۱۷ کال کې د نایجریا دننه د هغه برید مسولیت منلی و، چې څلور امریکایي پوځیان او څلور نایجریایي سرتیري په کې ووژل شول.

هغه ۲۰۲۰ میلادي کال کې د شپږو فرانسوي مرسته کوونکو او د هغوی د نایجریایي موټر چلوونکي د وژنې امر هم ورکړی و.

بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب د عدلیې وزیر ټاکلی

ډومنیک راب

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانس په کابینه کې د بدلونونو په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب د عدلیې وزیر ټاکلی دی.

له څو میاشتو راهیسې پر جانسن انتقادونه کېدل او ده پرون نوې پرېکړې وکړې.

پر ډومنیک راب وروسته تردې نیوکې وشوې چې کله طالبانو کابل ونیو دی د یونان کریټ ټاپو ته په سیاحت تللی و.

د سوداګرۍ وزیره لېز ټرس د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه نومول شوې.

د بریتانیا په کابینه کې د کورنیو او پوهنې د وزیرانو د بدلون په ګډون یو شمېرنور تغییرات هم راغلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG