د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

ګارډین: افغانستان کې د اختر له لنډې وقفې وروسته یو وار بیا جګړو زور اخیستی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

ځینو ورځپاڼو د افغان حکومت له‌خوا د شپې ګرځبندیز په اعلان او له اختر راوروسته د جګړو د بیا ډېرېدو په تړاو مقالې خپرې کړې دي.

  • ګارډین

له دې ډلې ګارډین لیکلي د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د شپې له‌خوا ګرځبندیز لګول شوی دی.

کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له کابل، پنجشېر او ننګرهار پرته په ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځبندیز وضع شوی.

ګارډین د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې ګرځبندیز د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو د بریدونو له امله اوج ته رسېدلی لګول شوی.

ګارډین په دې مقاله کې دا هم یاده کړې چې د اختر له لنډې وقفې وروسته یو وار بیا جګړو زور اخیستی او دواړو خواو هم حکومت او هم طالبانو یو بل ته د درنو مرګ‌ژوبلو د اړولو ادعا کړې.

په دې مقاله کې راغلي چې طالبان له شاوخوا ۴۰۰ ولسوالیو په نیمايي باندې کنټرول لري.

ګارډین د شنونکو په حواله لیکلي افغان ځواکونو ځکه ډېرې سیمې له لاسه ورکړي چې له مې راهیسې د هغوی د ملاتړ په هدف پر طالبانو د امریکایي ځواکونو هوايي بریدونه کم شوي.

سره له دې د ګارډین په دې مقاله کې د شنونکو په باور د هوايي بریدونو کمښت ته اشاره شوې، خو د امریکا د دفاع وزارت د ویاند جان کربي هغه خبرې هم یادې شوي چې تېره اوونۍ امریکایي ځواکونه د افغان پوځیانو د ملاتړ لپاره هوایي بریدونو ته اړ شول.

  • فایننشل ټایمز

فایننشل ټایمز ورځپاڼې هم د حکومت له‌خوا د شپې د ګرځبندیز په اعلان تمرکز کړی او لیکلي یې دي افغان حکومت داسې وخت د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره ګرځبندیز لګولی چې دې ډلې مهمې سیمې او سرحدي پوستې نیولې دي.

ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې افغان حکومت د پلازمېنې کابل او نورو ولایتي مرکزونو په ساتنې متمرکز دی طالبانو په ګڼو کلیوالي او سرحدي سیمو کې پرمختګ کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره هم د حکومت او طالبانو د سولې خبرو لا نتیجه نه‌ده ورکړې او طالبانو د جګړو د دوام ګواښ کړی.

فایننشل ټایمز په دې وروستیو څو اوونیو کې د طالبانو لاس ته د ګڼو سرحدي سیمو د لوېدو خبره هم یاده کړې چې ورسره د افغان حکومت د عوایدو لویه برخه په خطر کې لوېدلې.

د راپورونو له مخې طالبانو په شمال کې د شېرخان بندر، په لوېدیځ کې اسلام کلا او تورغونډي او په جَنوب کې سپين بولدک نیولي. د دغو مهمو سرحدي سیمو او ګمرکونو په سقوط سره د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد هم زیانمن شوی چې ورسره په اکثرو سیمو کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG