افغانستان
بلېنکن غواړي د افغانستان لپاره د هند ملاتړ جذب کړي
د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر غواړي چې د افغانستان لپاره د هند ملاتړ جذب کړي.
انتوني بلېنکن سبا هند ته روان دی. دی به د چهارشنبې په ورځ له صدراعظم ناریندرا مودي او د هند له بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر سره وګوري.
د جنوبي اسیا لپاره جګ پوړی امریکایی دیپلومات ډین ټامپسن وایي، په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي، بلېنکن به هڅه وکړي چې د افغانستان د ثبات لپاره د هند حمایت ترلاسه کړي.
ښاغلي ټامپسن د یوه ټیلیفوني کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل چې د واشنګټن تمه دا ده چې د سیمې ټول هېوادونه په باثباته او مصؤن افغانستان کې ګډې ګټې ولري.
د امریکا متحد ایالاتونه او هند له نویمې میلادي لسیزې راهیسې نژدې روابط لري.
د نړۍ دا دوه ستر ډیموکرات ځواکونه د چین په برخه کې ګډې اندیښنې لري، همدا راز د اسلامي افراطي ډلو او یو شمېر نورو ګواښونو د مخنیوي په برخه کې مشترک نظر لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د خوړو او کرنې سازمان FAO: افغانستان کې سلګونه زره بزګرې کورنۍ د خوړو او عاید د تامین لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO وايي په افغانستان کې څه دپاسه ۱ میلیون او ۷۲۵ زره بزګرې کورنۍ د خوړو او عاید د تامین لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ ( د لړم په ۲۰مه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې افغانستان کې بزګران په ځانګړې توګه د کیمیاوي سرې د بیو له لوړ والي زیانمن شوي دي.
دغې ادارې مخکې ویلي وو چې افغانستان کې یې د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د کرنې د پیاوړتیا لپاره د ۶ ملیونو ډالرو په ارزښت اروپايي اتحادیې سره یوه ګډه پروژه پیل کړې.
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډله د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې هند سره لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډله د پنجشنبې په ورځ د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې د هند له ټیم سره لوبه کوي.
د دې سیالیو چې د عمان پلازمېنه مسقط یې کوربه دی، په بله نیمه پای لوبه کې پاکستان او بنګلهدیش سره مخ کېږي.
ټاکل شوې چې د سیالیو پایلوبه د راتلونکې شنبې په ورځ ه ترسره کېږي.
افغانستان کې رسني رپوټ ورکوي چې د روسیې مرستیال صدراعظم د پنجشنبې په ورځ د کابل لیدنه کوي
افغانستان کې رسنیو نن چهارشنبې د وزارت دمرستیال ویاند ضیاء احمد تکل له قوله رپوټ ورکړ چې د روسیې د صدراعظم اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک دیو لوړ رتبه اقتصادي پلاوي په مشری د کابل لیدنه کوي.
ښاغلی تکل زیاتوي چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې دي.
روسي رسنیو د دغه خبر تر خپرویدو په دې هکله څه نه و ویلي.
روسیه یوازنی هیواد دی چې افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی او ورسره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.
مسکو د تیر ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې طالبان د ممنوع سازمانونو له لیست څخه لیرې کړل.
د ایران ولسمشر له چین سره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د نښلولو غوښتنه کړې
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ د ترانزیټي دهلېز پر جوړولو او د چین د رېل پټلۍ له شبکې سره د هغه پر نښلولو ټینګار کړی دی.
د ایران د ولسمشرۍ د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، پزشکیان د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۱۹مه» په تهران کې د اوسپنې پټلۍ د ترانسپورټ نړیوال کنفرانس ته په استولي پیغام کې د هرات-مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د ایران او افغانستان ترمنځ د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د جوړېدو کار یې تر ډېره بشپړ شوی، خو تر هرات ښارهیې د غځولو کار لا پاتې دی.
ټاکل شوې د هرات-مزار شریف ترمنځ د شاوخوا ۶۵۷ کیلومتره اوږدې پټلۍ په جوړېدو سره افغانستان د ایران او چین ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په یوه مهمه ترانزیټي لار بدل شي.
د کرکټ د ۱۹ کلنو اسیا جام؛ افغانستان نیمه پایلوبې ته ووت
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډلې د اسیا جام په ګروپي سیالیو کې له درېیو پرلهپسې بریاوو وروسته نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان لوبډلې په خپل ګروپ کې مالیزیا، بنګلهدېش او سریلانکا ته ماتې ورکړې او د درېیو لوبو په ګټلو سرهیې د خپل ګروپ لومړی مقام خپل کړی دی.
ټاکل شوې افغان لوبډله سبا پنجشنبه د «لړم په ۲۱مه» د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې د خپل سیال هند پر وړاندې ولوبېږي.
د دې سیالیو چې د عمان پلازمېنه مسقطیې کوربه دی، په بله نیمه پایلوبه کې به پاکستان او بنګلهدیش سره مخ کېږي.
د دې سیالیو پایلوبه د لړم په ۲۳مه ترسره کېږي.
طالبانو د یوه پخواني امنیتي چارواکي الله داد فدايي نیول کېدل تایید کړل
د طالبانو حکومت تایید کړه چې د جمهوریت د مهال امنیتي چارواکی الله داد فدايي، چې د اعتراف یوه ویډیو یې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د دوی په توقیف کې دی.
د طالبانو د حکومت یوې سرچینې نن سې شنبې، د لړم په ۱۹مه، ازادي راډیو ته یوازې د نوموړي توقیف تایید کړ، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.
په دې وروستیو کې طالبانو ته نږدې رسنیو د الله داد فدايي یوه ویډیو خپره کړې چې نوموړی پکې ظاهراً د طالبانو په بند کې اعتراف کوي چې د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان له متحدې جبهې سره یې په لغمان او نورستان ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د بریدونو پلان جوړ کړی و.
دا نده څرګنده چې له نوموړي څخه دا اعتراف په کومو شرایطو کې اخیستل شوی دی.
د افغانستان متحدې جبهې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې منلې چې الله داد فدايي د دې جبهې یو باوري قوماندان و، خو ټینګار یې کړی چې نوموړي تر اوسه د دوی په استازولۍ د طالبانو پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه نه وه اخیستې. د دې جبهې مشر جنرال سمیع سادات ویلي چې د فدايي د خوشې کولو لپاره به له ټولو ممکنه لارو کار واخلي.
الله داد فدايي د جمهوریت پر مهال د څو ولایتونو امنیه قوماندان پاتې شوی او د نیول کېدو راپورونه یې د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې خپاره شوي وو.
د سکاټلنډ د کرکټ اداره وايي له افغانستان سره لوبې نه کوي
د سکاټلنډ د کرکټ ادارې اعلان کړی چې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوبو پرته له افغانستان سره نړیوالې سیالۍ نه کوي.
دغې ادارې پرون په خپله اعلامیه کې ویلي چې د بورډ مشرانو یې دا پرېکړه «د کرکټ په ورزش کې د ښځو او نجونو د ګډون او پرمختګ» تګلارې ته په کتو کړې ده.
«کرکټ سکاټلنډ» ویلي د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم سره د کرکټ د نړیوالې شورا له لړیو پرته چې د یادې شورا د قوانینو او مقرراتو په اساس تنظیمیږي له هر ډول دوه اړخیزو، درې اړخیزو او تمریني لوبو ډډه کوي.
په بیان کې زیاته شوې تر هغو دا پریکړه پر ځای ده چې په افغانستان کې د ښځو د کرکټ او په لویه کې د بشري حقونو په وضعیت کې بدلون نه وي راغلی.
د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د نړۍ ځینو نورو ټیمونو له هغې ډلې اسټرالیا او انګلستان هم له افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو څخه ډډه کړې خو په نړیوالو جامونو کې یې لوبې ورسره کړي.
د افغانستان ښځو ته د «چاټم هوس» ۲۰۲۶ کال جایزه ورکړل شوه
د بریټانیا د نړیوالو چارو شاهي انسټيټوټ – چاټم هوس د افغانستان ښځو ته د چاټم هوس ۲۰۲۶ کال جایزه ورکړه.
دغه بنسټ په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو بیان ورکړی او ویلي یې دي چې دا جایزه یې افغان ښځو ته د سیستماتیک جنسیتي ځورونې پر وړاندې د هغوی د شجاعت او درېدو د درناوي په پار، او د ښځو او نجونو د حقونو او راتلونکي د دفاع لپاره ورکړه.
په بیان کې راغلي چې د بریټانیا پخوانۍ صدراعظمې تیریزا مې د افغان ښځو په استازولۍ دا جایزه د افغانستان د ښځینه و د فوټبال ملي ټیم پخوانۍ ګول کیپرې الهې صفدري ته وسپارله.
پرون په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د افغان ښځو ځینو فعالانو له هغې ډلې شهرزاد اکبر، فوزیه کوفي او اورځلا نعمت هم ګډون کړی و.
د افغانستان د فوټسال لوبډله د برونزو مډال ګټلو لپاره سیالي کوي
د افغانستان د فوټسال تر ۱۸ کلونو کم عمره لوبډله به د پنجشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۲مه» د برونزو پر مډال د ارجنټاین او مراکش د لوبې له بایلونکې لوبډلې سره سیالي وکړي.
د افغانستان لوبډلې د دوشنبې په ورځ د سینیګال پلازمېنه داکار کې د ځوانانو په المپیک کې نیمه پایلوبه ۲-۰ پرتګال ته وبایلله او پایلوبې ته له لار موندلو پاتې شوه.
افغانستان تر دې وړاندې د ګروپي پړاو په سیالیو کې پاناما ته پنځه-صفر او سینیګال ته شپږ-صفر په وړاندې ماتې ورکړې وه، خو ارجنټاین تهیې دوه د یوه پر وړاندې بایللې وه.
د «۲۰۲۶ کال د افغانستان د انرژۍ اوونۍ» په کابل کې پیل شوه
د «۲۰۲۶ کال د افغانستان د انرژۍ اوونۍ» د دوشنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شوه.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام پر خپله اېکسپاڼه ولیکل چې پانګهوال، سوداګر، مالي، اداري او د پرمختګ اړوند شریکان په دې دوه ورځني مناسبت کې په افغانستان کې د انرژۍ ستونزې د حل پر لارو چارو خبرې کوي.
دغه غونډه د ملګرو ملتونو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې په همکارۍ دایرېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت مشرې رباب فاطمې په دې مناسبت د انرژۍ په برخه کې د پانګونې پر پراختیا او د ژمنو په عملي کېدو ټینګار وکړ.
ملګري ملتونه وايي، افغانستان په داسې حال کې چې د لمریزې برېښنا پراخ ظرفیت لري بیا هم د خپلې اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له بهره واردوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې پیاوړی شراکت به په ټول افغانستان کې پاکې او د اعتماد وړ انرژۍ ته د لاسرسي د پراختیا کیلي وي.