د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

ملي ارمان: اوسنی نسل ۲۵ کاله پخوانی نه دی، طالبانو سره هرڅه نه مني


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې په افغانستان کې د وروستيو ولسي پاڅونونو د لړۍ دوام او د افغانستان او امريکا د ملګرتیا په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، که طالبان خپله جګړه نه دروي نو ولسي پاڅونونه د دې توان لري چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي.

ليکوال ليکي، له نن څخه شپږ کاله وړاندې طالبان يوازې څو ولسواليو ته محدود و، خو له امريکا سره تر خبرو وروسته او د امريکا په غير مستقيم ملاتړ اوس دغه ډله د ټول افغانستان د نيولو فکر په سر کې لري، خو د سرمقالې په باور اوس وخت له شل کاله مخکې سره ځمکه او اسمان فرق کوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې شل يا پنځويشت کاله مخکې چې طالبان راغله په خلکو يې هر څه ومنل خو اوسنی نوی نسل دا هر څه نه مني.

د ليکوال په خبره، اوس طالب له ولس سره مخامخ دی او ولس يې پر وړاندې وسله پورته کړې.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې د عراق او افغانستان حالت د ولسي پاڅون کوونکو په برخه کې تقريباً ورته والی لري.

د سرمقالې ليکوال ليکلي، هغه مهال چې امريکا له عراق ووتله په هغه هېواد کې ولسي خلکو د داعش او يو شمېر نورو وسله والو ډلو سره د جګړې لپاره وسله پورته کړه.

په سرمقاله کې وړاندې ليکل شوي، خو تفاوتونه هم شته او هغه دا چې په عراق کې ولسي پاڅون کوونکي يو مشر او د يو کس تر امر لاندې مخکې روان و، خو دلته په افغانستان کې هر جهادي مشر او هر شتمن يو ډله جوړه کړې او وسله يې ورته ورکړې ده.

لیکوال وړاندې لیکلي:

په عراق کې هغه مهال چې ولسي پاڅونونه رامنځته شول له ديني اړخه د ‌علماوو ترڅنګ ان حکومتي چارواکو هم د خلکو د دې راټولېدنې برخه کې پوره همکاري وکړه، خو افغانستان کې داسې څه نشته.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې افغانستان له امريکا سره ملګرتیا او ستراتیژیکو همکاریو ته دوام ورکوي.

ليکوال وړاندې ليکي چې دا ملګرتیا اوس تر بل هر وخته ډېره پخه او مهم پړاو ته داخله شوې او امریکا له افغانستان سره نه یوازې په سیاسي، بلکې په پوځي، اقتصادي، پرمختیایي او ټولنیزو چارو کې همکاریو ته دوام ورکوي.

د سرمقالې ليکوال ليکلي چې امريکا ته د افغان جمهور رئيس سفر او اوس تازه د دواړو مشرانو ترمنځ په ټيلیفون خبرې دا اړيکې لا پياوړي کولای شي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، نه يوازې امريکا بلکې نور هېوادونه هم باید د ترهګرۍ تر ختمولو پورې دغه هېواد سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG