د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۰

نړۍ

د اذربایجان او ارمنستان پر پوله ډزو کې یو اذري سرتیری وژل شوی

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ ګډه پوله
د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ ګډه پوله

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ پرون جمعه(د زمري ۱مه) د ناګورناقره باغ د لانجمنې سیمې پر سر د جګړې په دوام یوځل بیا په سرحد کې د خونړۍ نښتې راپور ورکړل شو.

د اذربایجان د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې لومړی ارمني ځواکونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي سرحد په کېلباجار سیمه کې ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې یې یو اذري سرتېری وژل شوی دی.

د ارمنستان پوځ په ځواب کې اذربایجاني ځواکونه ګرم بللي او ویلي یې دي چې د اذري ځواکونو په ډزو یې درې سرتېري ټپیان شوي دي.

دا نښته یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د اذربایجان یوې محکمې دیارلس ارمني پوځیان په غیرقانوني توګه له سرحده د اوښتو او د وسلو د لرلو په تور په شپږکاله بند محکوم کړ.

د باکو د لویو جرایمو محکمې په خپل حکم کې ویلي چې دا کسان به د حبس د مودې له تېرولو وروسته خپل هېواد ته ولېږل شي.

د ارمنستان لوري تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو له دې مخکې یې دا ډول محاکمې غندلې دي او ویلي یې دي چې محکوم شوي د جګړې بنديان دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته د تیلو بیې راښکته شوي

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډموکراتانو له بریا وروسته د نړۍ په مالي بازارونو کې بدلون راغلی دی.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، نن چهارشنبې د اروپا په بازارونو کې د ونډو ارزښت لوړ شوی او د نرۍ په بازارونو کې د ډالرو بیه ښکته شوې ده.

پانګوال اندېښمن دي چې ښايي ډموکراتان د مصنوعي ځیرکتیا تکنالوژۍ پر شرکتونو سخت قوانین وضعه کړي.

له ټاکنو وروسته د تیلو بیې هم ښکته تللي دي.

نن په بازارونو کې د تیلو د یوې بوشکې بیه ۱۰۳ ډالرو ته راښکته شوه، په داسې حال کې چې په وروستیو کې یې بیه تر ۱۱۷ ډالرو پورته تللې وه.

په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو پایلې: ډموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت ګټلی دی

په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو پایلې ښیي چې ډموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت ګټلی دی.

په پرونیو ټاکنو کې ډموکراتان واتونیدل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له جمهوري غوښتونکو د کانګرس د دواړو جرګو( استازو او سنا) واک ترلاسه کړي.

د دې ټاکنو پایلې به ډموکراتانو ته د فدرالي لګښتونو، اداري څارنې او د راتلونکي ولسمشر په ټاکنه کې واک ورکړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ ویلي چمتو دی چې د ټاکنو پایلې ومني او له ډموکراتانو سره ګډ کار وکړي.

د ډموکراتانو د بریا سربیره ولسمشر ټرمپ به په ډیپلوماټیکو اړیکو او د پوځي عملیاتو په برخه کې پراخ صلاحیتونه ولري.

په پرونیو ټاکنو کې د استازو جرګې ټولو ۴۳۵ څوکیو او په سنا کې له ۱۰۰ څوکیو څخه ۳۵ هغو ته سیالۍ ترسره شوې.

سربیره پردې، په یو شمیر ایالتونو کې د والیانو او بیلابیلو سیمه ایزو چارواکو لپاره هم ټاکنې وشوې.

ټرمپ؛ واشنګټن پر ایران د برید پلان نه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن پر ایران د برید هیڅ پلان نه لري.

ټرمپ فایننشال ټایمز ورځپانې سره په هغه مرکه کې چې نن خپره شوې پر ایران د هر ډول بریدونو احتمال رد کړی دی.

هغه وړاندې ویلي چې له ایران سره د اټومي پروګرام د غني کولو په اړه خبرې اترې روانې دي.

قطر په وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو منځګړیتوب کوي.

 د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې ډیموکراتانو د کانګرس د دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړ

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند بریا

په پرونیو ټاکنو کې په ټوله امریکا کې د رای ورکولو په مرکزونو کې ډير شمیر خلکو ډیموکراتانو ته رای ورکړې او دې ګوند د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له جمهوري غوښتونکو د دواړو جرګو( استازو او سنا) واک ترلاسه کړي دی.

د دې ټاکنو پایلې به ډیموکراتانو ته د فدرالي لګښتونو، اداري څارنې او د راتلونکي ولسمشر په ټاکنه کې واک ورکړي.

د ازادي راډیو د خبري مرکزي څانګې د نیویارک ټایمز په حواله لیکلي چې ولسمشر ټرمپ ویلي چمتو دی چې د ټاکنو پایلې ومني او له ډیموکراتانو سره ګډ کار وکړي.

په پرونیو ټاکنو کې د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ او په سنا کې له ۱۰۰ څوکیو څخه ۳۵ څوکۍ د سیالۍ لپاره وړاندې شوي وې.

سربیره پردې، په یو شمیر ایالتونو کې د والیانو او بیلابیلو سیمه ایزو چارواکو لپاره هم ټاکنې ترسره شوې.

امریکا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې نوې خبرې تنظیموي

ارشیف، د امریکا او اوکراین بیرغونه
ارشیف، د امریکا او اوکراین بیرغونه

ټاکل شوې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین استازي د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د سولې د خبرو نوی پړاو پیل کړي.

د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، په دغو درې اړخیزو خبرو کې به چې دی او جرډ کوشنر د امریکا استازیتوب کوي، له جګړې وروسته پر امنیتي ترتیباتو، د تاوتریخوالي پر کمولو، بشري مرستو او سولې ته د رسېدو پر راتلونکو ګامونو بحث وشي.

د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له ویټکاف سره تر لیدنې وروسته د دغو درې اړخیزو خبرو له ترسره کېدو سره موافقه کړې ده.

دا هڅې وروسته له هغې کېږي چې تېره اوونۍ د امریکا په منځګړیتوب لنډمهاله اوربند د روسیې له‌خوا اشغال شوي د اوکراین په اولیشکي ښار کې د بشري مرستو او د ملکي وګړو د ایستلو زمینه برابره کړه، خو کرملېن ویلي، دغه اوربند په دې معنی نه‌دی چې مسکو پراخ اوربند ته چمتو دی.

د افغانستان او زېمبابوې کرکټ لوبډلې د پنجشنبې په ورځ لومړۍ ټېسټ لوبه کوي

ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې به د پنجشنبې په ورځ «د لړم په ۱۴مه» د متحده عربي اماراتو په شارجه کې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه پیل کړي.

د کرېک‌اېنفو د معلوماتو له مخې، دا پنځه ورځنۍ لوبه به د لړم تر ۱۹مې دوام وکړي.

د دواړو هېوادونو دوهمه ټېسټ لوبه به د لړم په ۲۲مه پیل شي.

افغانستان په دې وروستیو کې له زېمبابوې سره د شل اوریزو سیالیو درې واړه لوبې ګټلې دي.

افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې زېمبابوې ته د ۳۷ منډو، په دوهمه کې د ۱۹ منډو او په درېیمه کې د اوو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو لړۍ یې درې پر صفر وګټله.

د اسیا د فوټبال جام سیالۍ وځنډول شوې

د اسیا جام سیالۍ
د اسیا جام سیالۍ

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون اعلان کړی چې په سعودي عربستان کې د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام سیالۍ د سیمه‌‌ییزو امنیتي اندېښنو له امله نږدې یو کال ځنډول شوې دي.

ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ د راتلونکي کال د جنورۍ له اوومې د فبرورۍ تر پنځمې ترسره شي، خو د نوي مهالوېش له مخې به د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر پر ۲۳مه پیل او د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ پر ۲۱مه پای ته ورسېږي.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون نن سې ‌شنبه «د لړم په ۱۲مه» وویل چې د سیمې استثنايي وضعیت، د سفرونو ګډوډۍ او لوژستیکي ستونزو ته په پام‌یې دا پرېکړه کړې ده.

دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د یمن حوثي یاغیانو په وروستیو اوونیو کې پر سعودي عربستان بریدونه کړي دي.

د اسیا جام سیالیو کې به ۲۴ ملي لوبډلې برخه واخلي او لوبې به په ریاض، جدې او الخبر ښارونو کې ترسره شي.

نوی مهالوېش لا د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) تصویب ته اړتیا لري.

په امریکا کې منځ‌مهاله ټاکنې

واشنګټن کې د رأی اچونې بهیر
واشنګټن کې د رأی اچونې بهیر

په امریکا کې د سې شنبې په ورځ منځ‌مهاله ټاکنې ترسره شوې چې پایلې به‌یې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د واکمنۍ پر پاتې دوو کلونو مهم اغېز ولري.

په دغو ټاکنو کې د استازو جرګې د ټولو ۴۳۵ څوکیو او د ۱۰۰ کسیزې سنا جرګې د ۳۵ څوکیو لپاره استازي او د ۳۶ ایالتونو والیان ټاکل کېږي.

اوس‌مهال جمهوري غوښتونکي د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت لري، خو ډیموکراتان هڅه کوي چې د یوې یا دواړو جرګو واک ترلاسه کړي.

د امریکا منځمهالې ټاکنې؛ د رای اچوونې پیل

د امریکا د منځمهالو ټاکنو د راګیري یو مرکز
د امریکا د منځمهالو ټاکنو د راګیري یو مرکز

نن په امریکا کې منځمهالې ټاکنې دي.

خلک د کانګرس د استازیو جرګې د ټولو ۴۳۵ غړیو او د سنا جرګې د ۳۵ غړیو د ټاکلو لپاره رایې کاروي.

همدارنګه د امریکا د ګڼو ایالتونو د والیانو لپاره هم رایې کارول کېږي.

دغو ټاکنو ته منځمهالې ځکه ویل کېږي چې د یوه ولسمشر د کاري دورې په نیمايي کې ترسره کېږي.

د کانګرس د دواړو جرګو کنټرول د جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی.

خو ډموکراټان وایي هڅه کوي د کانګرس په دواړو خونو کنټرول خپل کړي.

دوه پاکستاني پولیس نن د خیبرپښتونخوا په مهمندو کې وژل شوي او یو بل ټپي دی

په پاکستاني پولیسو د برید وروسته حال
په پاکستاني پولیسو د برید وروسته حال

دوه پاکستاني پولیس نن د خیبرپښتونخوا په مهمندو کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

دغو پولیسو د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت د تامین دنده په غاړه درلوده چې ناپیژاندو وسله والو پرې برید وکړ.

د خیبرپښتونخوا پولیسو ویلي چې د بریدګرو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي.

په پاکستان کې د پولیو واکسیناتوران او د هغوی امنیتي ساتونکي پخوا هم د داسې بریدونو هدف ګرځېدلي.

د راپورونو له مخې وروستی وار تېر سپټمبر د پولیو د واکسیناسیون دوه پولیس ساتونکي د بلوچستان په نوشکۍ کې د ناپیژاندو وسله والو په برید کې وژل شوي وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هېوادونه دي چې لا پکې پولیو له منځه نه دی تللی او هر یو نیم وخت پکې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسینیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG