د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۲۹

ډیپلوماټ: د افغانستان پاکستان نازکې اړیکې د ۳مګړي د بریدونو ښکار کېدلی شي


د افغانستان او پاکستان بیرغونه
د افغانستان او پاکستان بیرغونه
  • ډیپلوماټ خپرونه

ډیپلوماټ خپرونې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د لور د تښتونې تر قضیې وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ په ډیپلوماټیک کړکېچ باندې یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي په داسې شرایطو کې چې دواړو هېوادونو باید له یو بل سره د تفاهم په تړاو لا زیات اړیکې نیولې وای خپل سفیران یې د دې قضیې په سر ور وغوښتل.

د افغانستان د سفیر لور سلسله عليخېل د جولای په ۱۶مه له اسلام اباده وتښتول شوه.

افغان حکومت وویل چې سلسله له څو ساعتونو وروسته داسې وخت خوشې شوه چې سخته شکنجه شوې وه.

دې مسالې د افغان ولسمشر تُند غبرګون وپاراوه او له پاکستانه یې خپل سفیر او نور ډیپلوماټان ورغوښتل. پاکستان هم خپل سفیر له افغانستانه ایستلی دی.

ډیپلوماټ خپرونې لیکلي، دې قضیې وښوده چې د افغانستان او پاکستان اړیکې څومره نازکې او د درېيمګړي د بریدونو ښکار کېدلی شي.

لیکوال زیاتوي دا پېښه تر دې په بد وخت کې نه شوای پېښېدلی ځکه دواړه هېوادونه په سختۍ دوه اړخیزې اړیکې پالي.

د ډیپلوماټ په لیکنه په داسې حال کې چې پاکستان د افغان سولې پروسه کې د زیاتو هڅو او پانګونې ادعا کوي افغان حکومت دا ادعاوې او څرګندونې یوازې تش خبرې بولي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د افغان ژباړونکو د ایستلو پر بهیر یوه مقاله خپره کړې ده.

امریکا ژمنه ده چې د 'اېس.ای. وي' یا د خاصې کډوالۍ ویزو له لارې زرګونه هغه افغانان چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی وباسي.

نیویارک ټایمز په دې مقاله کې د هغو څلورو زرو اضافي ویزو یادونه کړې چې امریکا په دې وروستیو کې منلي.

په دې مقاله کې د افغانانو د ایستلو په بهیر کې ځینو ستونزو ته هم اشاره شوې چې د نیویارک ټایمز په خبره یو شمېر خلک یې له بلاتکلیفۍ سره مخ کړي.

له دې ډلې نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو په حواله لیکلي چې یوازې به له کابله امریکا ته د افغانانو د بېولو اسانتیا موجوده وي که له ولایتونو څوک سفر کوي باید په خپله تر کابله ځانونه ورسوي.

امریکايي چارواکو ویلي، له دې چې د دوی پوځي ماموریت ختم شوی، نه شي کولای له ولایتونو نه خلک کابل ته یوسي او نه د هغو کسانو امنیت نیولی شي چې له کابله بهر یې د 'اېس.ای. وي' لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

نیویارک ټایمز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړپوړي مقام په حواله دا هم لیکلي چې که د 'اېس.ای. وي' پروسې ځینې علاقمندان د افغانستان په شمال کې اوسي کولای شي ګاونډیو هېوادونو ته واوړي او له هغه ځایه خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره تر فشار لاندې ده چې له امریکايي ځواکونو سره افغان ژباړونکي او کار کوونکي له دغه هېواده وباسي هغه څه چې ولسمشر بایډن یې هم د پوره کولو ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG