د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۵

نړۍ

جیف بیزوس فضا ته تر بریالي سفر وروسته بېرته ځمکې ته ستون شو

نیو شيپارد فضايي بېړۍ تر خپل لومړي فضايي سفر وروسته پرون د تکزاس ایالت پر یوه دښته ځمکې ته راستنه شوه.
نیو شيپارد فضايي بېړۍ تر خپل لومړي فضايي سفر وروسته پرون د تکزاس ایالت پر یوه دښته ځمکې ته راستنه شوه.

د نړۍ تر ټولو شتمن کس، د امازون شرکت بنسټګر جیف بیزوس فضا ته تر بریالي سفر وروسته بېرته ځمکې ته ستون شو.

امریکایي بیزوس پرون له خپل ورور مارک بیزوس، د هوايي چلند له مخکښې ۸۲ کلنې والي فانک او ۱۸ کلن هالندي ځوان اولیور دایمن سره په خپله فضايي بېړۍ کې پرون فضا ته ولاړ. دا بېړۍ په عمودي ډول د الوتو او ښکته کېدو وړتیا لري.

بیزوس او ملګرو یې په خپل لومړي فضايي سفر کې د ځمکې او فضا ترمنځ پر څنډه ۱۰ دقیقې او ۲۰ ثانیې تېرې کړې.

د نیو شیپرد (New Shepard) په نوم فضايي بېړۍ چې د بیزوس په پانګه جوړه شوې له خپل لومړني فضايي سفر وروسته پرون د تکزاس ایالت پر یوه دښته ځمکې ته راستنه شوه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

دامریکا بهرنیو چارو وزیر وايی ایران د سیمې په هیوادونو بریدونو سره غواړي نړۍ یرغمله کړي

 دمتحدو ایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ، ارشیف
دمتحدو ایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ، ارشیف

دامریکا بهرنیو چارو وزیر وايی ایران د سیمې په هیوادونو هوايی بریدونو سره «هلې ځلې کوي چې نړۍ یرغمله کړي. »

مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ ( دکب په اتلسمه ) واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د یو لړ مراسمو په ترځ کې ایران دیرغمل نیونکوو ترټولو لوی ملاتړی هیواد وباله او ټینګار یې وکړ چې متحد ایالات داسې چلند نه شي زغملی او په ټکو یې د یرغمل نیونې دیپلوماسۍ ته نه داخلیږي.

ښاغلي روبیو ټینګار وکړ چې واشنګتن ایران سره په جګړه کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لور ته روان دی.

دوشنبې په ایران باندې د امریکا او اسرائیلو دګډو بریدونو په لسمه ورځ د تهران ، کرج، اصفهان ، شیراز او اهواز په شمول دایران په څو ښارونو کې د هوايي بریدونو او چاودنو رپوټ ورکړل شو.

د اسرائیلو اردو په خپله ایکسپاڼه اعلان وکړ چې «د بریدونو یوه پراخه همهاله څپه یې دایران په بنسټیزو تاسیساتو په تهران ، اصفهان او د ایران په جنوب کې پیل کړې. »

ولادیمیر پوتین د ایران نوي ټاکل شوي مشر ته مبارکي ورکړې ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران نوي مشر مجتبی خامنه ای ته د مبارکۍ پیغام ورلیږلی دی.

هغه نن دوشنبې د مبارکۍ په پیغام ویلي،"روسیه د ایران لپاره د باور وړ شریک و، او وي به".

د پوتین په ټکو،" په داسې حال کې چې پر ایران تیری شوی، په دغه لوړ مقام ستاسې ټاکنه زوړتیا او فداکاري غواړي".

پوتین د نړۍ له لومړنیو ولسمشرانو دی چې د ایران نوي ټاکل شوي مشر مجتبی خامنه ای ته مبارکي ورکوي.

د ایران د خبرګانو شورا پرون یکشنبې ناوخته د ایران د مخکني مذهبي مشر ایات الله علي خامنه زوی مجتبی خامنه ای د ایران د مشر په توګه وټاکه.

د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې نن دوشنبې له ۲۵سلنه لوړې شوې

د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې نن دوشنبې له ۲۵سلنه لوړې شوې.

له ۲۰۲۲کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې د یوې بوشکې تیلو بیه ۱۱۷ ډالرو ته پورته کیږي.

د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ پیل شوې جګړه له هرمز تنګي د تیلو صادارت اغیزمن کړي.

له دغه تنګي د نړۍ یو پر پنځمه برخه د تیلو صادارت تیریږي.

د نړیوالو اژانسونو د راپور له مخې، د تیلو تولیدونکي هېوادونو نړیوالو بازارونو د تیلو عرضه کمه کړې ده.

عراق، کویټ او قطر لا له وړاندې دا اقدام کړی.

راپورونه وايي، متحده عربي امارات او سعودي عربستان هم غواړي ورته اقدام وکړي.

د ایران نوي مشر ته د ټرمپ خبرداری؛ "و به ګورو چې څه کیږي"

د ایران د نوي مشر په توګه د مجتبی خامنه ای ټاکل کیدو غبرګونونه راپاولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "و به ګورو چې څه کیږي".

هغه دا خبره پرون ناوخته د مجتبی خامنه ای له ټاکلو کیدو وروسته یوې اسراییلي رسنۍ ته کړې ده.

ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و، که چیرته ایران د نوي مشر په ټاکلو کې لومړی د هغه تایید ترلاسه نشي، نو نوی مشر به "ډیر وخت دوام ونه کړي".

بل پلو، چین بیا د ایران په چارو کې د امریکا او اسراییلو له هر ډول مداخلې سره مخالفت څرګند کړې دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګایو جیاکون نن دوشنبې ویلي، "پکن د ایران په کورنیو چارو کې د نورو هېوادونو له هر ډول مداخلي سره چې په هره بهانه وي، مخالف دی او باید د ایران امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام وشي".

له ایرانه پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د نوي مشر د ټاکلو کیدو له اعلان وروسته د حکومت پلویان د "الله اکبر" نارې وهي، په داسې حال کې چې د تهران په ځینو سیمو کې خلک "مرګ پر مجتبی" شعارونه ورکوي.

د ایران د خبرګانو شورا پرون یکشنبې مجتبی خامنه ای د نوي مشر په توګه وټاکه.

د ایات الله علي خامنه زوی ایات الله مجتبی خامنه یي د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشر په توګه وټاکل شو

مجتبی خامنه یي د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشرپه توګه وټاکل شو.

د ایران د خبرګانو د مجلس دارالانشا په سیمه ییز وخت دوشنبې د حوت په اتلسمه د سهار په لومړیو ساعتونو کې مجتبی خامنه‌ یي د اسلامي جمهوریت د نوي رهبر په توګه معرفي کړ.

د دارالانشا په اعلامیه کې راغلي چې د خبرګانو مجلس د اسلامي جمهوریت د مشر ایات الله علي خامنه‌ یي د وژل کېدو د خبر تر خپرېدو سمدستي وروسته فوق ‌العاده غونډه وکړه او د استازو د اکثریت په رأیو سره یې سید مجتبی حسيني خامنه یي د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشر په توګه وټاکه.

دې مجلس ویلي چې د جګړې له وضعیت او پر ودانیو یې د بریدونو سره سره د اسلامي جمهوریت د درېیم مشر د ټاکلو بهیر"پرته له ځنډه" ترسره کړ، "تر څو هېواد د رهبرۍ له تشې سره مخ نه شي." همدارنګه له ښاریانو غوښتنه شوې چې له نوي مشر سره "بیعت" وکړي.

مجتبی خامنه یي د ایران د وژل شوی مشرخامنه یي زوی دی. ویل کیږي، نوموړی چې په ۱۹۶۹ کال کې زیږیدلی، د ایران له سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک سره نژدې اړیکي لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل که ایراني چارواکي لومړی د هغه تایید ترلاسه نه کړي، د اسلامي جمهوریت نوی مشر به "ډېره موده دوام ونه کړي."

هند د کرکټ د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام اتلولي وګټله

هند د کرکټ د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام اتلولي وګټله.

د هند او نیوزیلنډ ترمنځ پایلوبه چې د یکشنبې په ورځ د هند د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي ترسره شوه، هند د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۵ منډې وکړې چې د نیوزیلنډ لوبډلې په شلو اورونو کې یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۹۶ منډو په توپیر هند ته وبایلله.

د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې چې هند او سریلانکا یې کوربه توب کاوه، د افغانستان په ګډون شلو ټیمونو ګډون کړی و. د دې جام لوبې د فبرورۍ په اومه پیل شوې وې چې پرون یکشنبې پای ته ورسیدې.

ترمپ وايي چې د ايران راتلونکی مشر به د امريکا له تاييد پرته ډېر وخت دوام ونه کړي

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ د يکشنبې په ورځ وويل چې که ايراني چارواکي د اسلامي جمهوريت د مشرتابه لپاره د نوي مشرد ټاکلو په اړه لومړی د هغه تأييد ترلاسه نه کړي، نو نوی مشر به "ډېر وخت دوام ونه کړي."

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې له ايران څخه د خپرو شویو راپورونو له مخې د خبرګانو شورا د اسلامي جمهوريت د نوي مشر اعلانولو ته نژدې شوې ده. د ايران پخوانی مشر علي خامنه‌ یي د کب یا حوت په نهمه د امريکا او اسرائيل د بريد په لومړيو ساعتونو کې ووژل شو.

ډونالډ ترمپ له ABC News سره په مرکه کې د اسلامي جمهوريت د نوي مشر په اړه وويل: "هغه بايد زموږ تأييد ولري. که زموږ تأييد ترلاسه نه کړي، ډېر وخت به دوام ونه کړي. موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې هر لس کاله وروسته بېرته دې موضوع ته ور ونه ګرځو. هغه هم داسې وخت کې چې تاسو زما په شان ولسمشر ونه لرئ چې دا کار ترسره کړي."

د امريکا ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا چمتو دی داسې څوک تأييد کړي چې د ايران له اوسني حکومت سره چې اسراییل اوامریکا یې د نسکورولو خبره کړې، تړاو لري، وويل: "هو، د يوه ښه مشر د ټاکلو لپاره به دا کار وکړم. هو، زه به يې وکړم. ډېر کسان شته چې ښايي د دې لپاره وړ وي."

هغه همدارنګه دا احتمال هم رد نه کړ چې د امريکا ځانګړي ځواکونه د ايران د غني شوي يورانيمو د ايستلو لپاره واستول شي او ويې ويل: "هر څه د میزپرسر دي."

د کرکټ د نړیوال جام پایلوبه؛ نیوزیلنډ او هند سره مخ دي

نیوزیلنډ او هند یوې پخوانۍ لوبه کې
نیوزیلنډ او هند یوې پخوانۍ لوبه کې

هندوستان او نیوزیلنډ یکشنبه ماښام د شل اووریز کرکټ نړیوال جام پایلوبه ترسره کوي.

دا پایلوبه به د هند په کوربه توب د احمد اباد ښار په نریندرا مودي سټډيوم کې وشي.
دا سټډیوم د ۱۳۲زره ننداره چیانو د ځاییدو وړتیا لري.

هند او نیوزیلنډ څو ځله سره مخ شوي چې په لږ تر لږه پنځو وروستیو شل اووریزو لوبو کې څلور هند او یواځې یوه نیوزیلنډ ګټلې.
نیوزیلنډ هېڅکله نړیوال جام نه دی ګټلی که څه هم څو واره فاینل ته وتلی دی.
اخوا بیا هند په ۲۰۰۷ او ۲۰۲۴ کلونو کې اتلولۍ خپلې کړي او دا وار به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

دا وار فاینل ته د رسېدو لپاره هند وتوانېد په سیمي فاینل کې انګلستان مات کړي او نیوزیلنډ هم جنوبي افریقا له مخې لرې کړې وه.

ډونالډ ټرمپ: له ایران سره به یوازې د بې‌قیده او شرطه تسلیمېدو په صورت کې موافقه وشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ، وایي چې له ایران سره به له «بې‌قیده او شرط تسلیمېدو» پرته هېڅ ډول موافقه ونه شي.

ټرمپ د جمعې په ورځ (د فبرورۍ ۶ مه) په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل Truth Social کې لیکلي چې:

«له ایران سره به هېڅ موافقه نه وي، مګر دا چې بې‌قید او شرطه تسلیم شي، او وروسته یو لوی او د منلو وړ رهبر یا رهبران وټاکل شي.»

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې نه ستړې کېدونکې هڅې به وکړي څو ایران د «له منځه تلو له څنډې» بېرته را وګرځوي او له اقتصادي پلوه تر پخوا لوی، ښه او پیاوړی کړي.

په همدې حال کې د ایران پخواني ولیعهد، رضا پهلوي په یوه پیغام کې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري پر ګاونډیو عربي هېوادونو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه غندلي دي.

رضا پهلوي د جمعې په ورځ وویل چې په سیمه کې د اسلامي جمهوریت لاسوهنه هیڅکله د ایران د ملت غوښتنه نه وه. هغه زیاته کړه چې د ۱۹۷۹ کال تر انقلاب مخکې ایران له عربي مشرانو سره نژدې همکاري درلوده او په راتلونکې کې به هم «ریښتیني شریکان» وي.

پر ایران د امریکا او اسراییل هوايي بریدونه، چې د فبرورۍ په ۲۸ پیل شوي، لا هم دوام لري.

په لبنان کې د بې‌ځایه شویو د زیاتېدو اندېښنه

د اسراییل له خوا د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د پراخې تخلیې د امر له صادرېدو وروسته اټکل کېږي چې د بې‌ځایه شویو شمېر په چټکۍ سره زیات شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګروملتو یوه چارواکي ویلي چې تر اوسه شاوخوا ۱۰۰ زره کسان په ۴۷۷ ډله‌ییزو پناهځایونو کې مېشت شوي او د دغو پناهځایونو ظرفیت په چټکۍ سره ډکېږي.

د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړه نوره هم شدیده شوې ده. د اسراییل پوځ د بیروت د جنوبي لمنو، د بقاع درې او د لبنان د جنوبي سیمو اوسېدونکو ته امر کړی چې خپلې سیمې پرېږدي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د مرستو سرچینې ډېرې محدودې دي او د ۲۰۲۶ کال لپاره د لبنان د مرستو له ۱.۶ میلیارده ډالرو غوښتنې څخه تر اوسه یوازې ۲۰ سلنه برابرې شوې دي.

د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۲۳ کسان وژل شوي او ۶۸۳ نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي د فوري کمېدو او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د رعایت غوښتنه کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG