د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

لوی اختر ته د خوست مېشتو چمتوالی

زرګونه خوست ښاریان پرته له دې چې د کرونا ویروس د خطرونو پر وړاندې روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي، د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه په ډکو ځایونو کې په عادي توګه د اړتیا وړ توکي پیري.

سږنی لوی اختر په داسې حال کې راځي چې په هېواد کې د کرونا درېیمه څپه لاهم د خلکو ژوند اخلي اوهم مهاله د ولسوالیو د نیولو لپاره د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د جګړې میدان تود شوی دی.

د دغې جګړې پرمهال د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو شمېر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې او د جنګ له امله ګڼ افغانان له خپلو کورونو خوندي سیمو ته وکوچېدل.

XS
SM
MD
LG